د لغمان وېروونکی حالت/ شاداب شبير

0 466

له نن څخه تقريبا درې مياشتې وړاندې د لغمان حالت په واقعي ډول وېروونکی و. د دولت وسله وال مخالفين له درې خواوو د لغمان ولايت مرکز او مهترلام ښار ته رارسېدلي وو. دا چې ولې مخالفين دومره مخکې راغلي وو؛ هر چا له خپله انده او له خپل ليد لوري ورته کتل. خو تر هغې چې مرکزي حکومت د لغمان امنيت ته ځانګړې پاملرنه نه وه کړې لغمان هماغسې د بلا په خوله کې و.

دلته د خلکو چيغې ووتې. لوړپوړي امنيتي چارواکي بدل شول. د هر چا په خولې د فضل احمد شېرزاد نوم و. شېرزاد دلته يوه دوره قومنداني کړې او بريالی و. د مرکزي حکومت په منظورۍ شېرزاد لغمان ته راغی. د ملي امنيت رييس بدل شو. د ولايت مقام فعاله همغږي وه چې امنيتي او دفاعي ځواکونه يې همغږی کړل. امنيتي او دفاعي ځواکونو قرباني ورکړه. مېړانه او شهامت يې وکړ. شهيدان يې ورکړل او دښمن يې لکه ګيدړ بېرته غره ته وخېژاوه.

اوس وضعيت د پخوا په پرتله اتيا سلنه ښه شوی دی. هماغه وخت چې چا د بد امنۍ چيغې وهلې، د سرتېرو په قربانۍ يې ځانونه غلي کړل. د امنيتي وضعيت له دومره ښه والي سره يې والله که يوه ورځ هم ويلي وي چې له فلاني مشر څخه مننه او زموږ امنيتي ځواکونه دې ژوندي وي چې زموږ ژوند يې خوندي کړ.

که زه رښتيا خبره وکړم، هغه وخت مرکزي حکومت او محلي اداره يو څه ملامت وو، يا خو د محلي ادارې غفلت و او يا د مرکزي حکومت بې غوري وه چې لغمان ته يې هيڅ توجه نه کوله. خو داسې وخت هم راغی چې محلي ادارې او مرکزي حکومت خپل ځان له ملامتيا ووېست. له کله نه چې شېرزاد لغمان ته راغلی، يوه پښه يې په الينګار کې وي او بله یې په اليشنګ کې وي.

نه شېرزاد دمه کړې، نه يې عسکرو دمه کړې او نه د ملي اردو مشرانو او ځواکونو دمه کړې ده. له جګړې همدومره راستانه شي چې يواځې خپلو ټانګونو ته تېل واچوي او ځان تجهيز کړي. که د عمرزيو له لوري د شمکټ ټاليبان مهار کړي؛ له مخې به ورته په الينګار کې بل ټاليببوف لکه د قچرې ميوګې سر  راپورته کړي. که به په هغه پسې ځي؛ نو په اليشنګ کې ورته لکه موږګان له سوړې راووځي.

يو ټکي ته بايد زموږ پام وي. جګړه د پخوا په پرتله اوس ډېره پېچلې شوې او له يوې ورځې بلې هغې ته نوی رنګ اخلي. نو په دې صورت کې بايد موږ د ملي ځواکونو قرباني ناديده ونه نيسو او نه يې د جګړې پر مهال يواځې پرېږدو. امنيتي او دفاعي ځواکونه ښه په مېړانه خپله دنده تر سره کوي. (که يې په مشرانو کې ستونزه وي د هغې سپيناوی نه کوم!)

پر دومره هلو ځلو او قربانيو سربېره چې بيا هم له ملي ځواکونو سره د ولس مرسته نه وي او په نظام کې فکري او عقيدوي يووالی نه وي د امنيت تمه لرل؛ وچه غوا لوشل دي.

د ملي او دفاعي ځواکونو د علمياتو په پايله کې چې مهترلام ښار  له اليشنګ او عمرزيو خوا څخه په خطر کې و، په سلطان کې کلي امنيتي بېز ايجاد شو او ټاليبانو د مرور او عبور لار يې مهترلام ته وتړله. په دې کار سره د عمرزيو او اليشنګ په لسګونه کلي د ټاليبانو له شتونه پاک شول. خو اوس ليدل کېږي او اورېدل کېږي چې ټاليبان  يو يو او پټ پټ د  ولس په ملاتړ همدغو کلو ته راځي او خلک ګواښي. کله چې ملي ځواکونه پسې ورشي، ولس يې په کورونو کې پټوي. اخر ولې؟ اوس ملامت څوک دی او امنیت له چا غواړو؟ څنګه؟ خوښه مو نه ده چې دولت درته په هر کلي کې پوسته واچوي او په هر کور دې درته پوليس ودروي؟

په الينګار کې هم همد ا حالت دی. دولت عمليات وکړل. په نوره کې يې بېز جوړ کړ؛ خو لا هم ټالیب د الينګار لويې لارې ته راوځي، محلي پوليس ورته رڼې رڼې ګوري او دوی خلک وژني يا يې چوروي. تر هغې چې له مهترلامه ورپسې ځواکونه ځي، دوی د ولس په کورونو کې پټېږي. همدا ولس ورته ډوډۍ ورکوي او په کور کې يې پټوي. اخر ولې؟ امنيت له چا غواړئ؟ په هر کلي کې خو پوسته نه جوړېږي!

کله چې په سيمه کې د ټاليبانو راج وي، ټول خلک ولايت په شکايت راځي، چې دولت دې عمليات وکړي او موږ دې د دوی له ظلمه خلاص کړي. کله چې دولت هلته عمليات پيل کړي بيا د ټاليبانو پلرونه او ترونه يا يې خواخوږي د قومي مشرانو په نوم ولايت ته راځي چې جګړه بنده کړئ، موږ ته زيان اوړي.

دا چې ولې موږ د يو ډاډمن امنيت خاوندان نه کېږو علت معلوم دی. د دې ولس ماغزه د خره په ميتيازو پرې وينځل شوي دي. دلته يوه لويه ستونزه چې موږ ورسره له پخوا لاس او ګرېوان يو لا هم نه ده حل شوې. د اسلام او کفر خبره په هر څه کې په شعوري او لاشعوري ډول تداعي کېږي. په همدې نوم په لسګونه کاله دا ولس وغولول شو او لا هم غولول کېږي.

بله لویه ستونزه چې موږ يې لرو هغه د حکومت له خپلو داخلي کړيو د ټاليبي ميکروب مادي او معنوي تغذيه کول دي. له دولتي امکاناتو، له دولتي ادارې، له دولتي کمپيوټره، پر دولتي برېښنا او له دولتي انټرنيټه د ټاليبوف لپاره کمپاين کېږي. هر کله چې په نظام کې د چا شخصي ګټې په خطر کې شي؛ نو له مخې خپل سر د ټاليب په کونه وردننه کړي او په نظام پسې ناوړه تبليغات کوي.

د لغمان اوسني حالت راته په همدغه ډول وېروونکی ښکاري. په لغمان کې پر يو شمېر مغرضو کړيو او د شخصي ګټو غلامانو دولتي امکانات چې دوی به شخصي ترې استفاده کوله بند شول، اوس په نظام او مشرانو پسې تبليغات کوي چې په دوی کې يې ډېره برخه د ولسي جرګې وکيلان، د ولايتي شورا وکيلان، د محلي ادارې رييسان، قومي مشران  او سيمه‌ييز ملکان دي.

په محلي او ملي پوليسو کې د وکیلانو، قومي مشرانو او سيمه‌ييزو ملکانو ونډه معلومه ده. هر ډول چې ددوی خوښه وي هماغسې يې کاروي. کله چې يوه سيمه له ټاليبانو سره وي هغوی په کې هر ډول ظلم کوي؛ خو کله چې دا سیمه دولت ونيسي او هلته محلي پوليس ځای پر ځای کړي، بيا دلته محلي پولیس د غم ځامن چور او غلا ته لاس اچوي.

په هر ترتيب اوس چې د لغمان امنيتي وضعيت ښه شوی؛  لا هم  يو شمېر د شخصي ګټو غلامان په دې اخته دي چې د لغمان نوم بد کړي. ماته د لغمان اوسني وضعيت له دې امله وېروونکی ښکاري چې دلته د شخصي ګټو پلويان ولس په خپله نفعه استعمالوي او د دوی له احساساتو ناوړه ګټه اخلي چې خپل مشران پرې وغندي؛ خو دوی په دې ډول خپلې ګټې خوندي کوي.

زه په ثبوت سره د هغو قومي مشرانو، وکيلانو او يو شمېر نورو نومونه اخيستي شم چې د شخصي ګټو په مقابل کې په نظام پسې تخريب کوي. يو قومي مشر په والي پسې تللی و او ورته يې ويلي وو چې ماته او ملګرو ته مې څو نمرې ځمکه راکړه. هغه ورته ويلي وو چې ته لږ انتظار وکه کله چې پروسه پيل شوه بيا به يې تا او ستا مستحقو ملګرو ته په قانوني ډول توزيع کړم. هغه ويلي وو نه! ماته يې همدا وس راکه. کله چې له هغه ځايه ځواب شوی، اوس په نظام پسې تبليغات کوي او دفتر په دفتر ګرځي چې د والي پر ضد خلک راوپاروي او خپله شخصي ګټه خوندي کړي.

د پارلمان وکيلانو هم په لغمان کې يو شمېر ادارې په اجاره اخيستې دي او هر څه يې چې زړه وي هماغه کوي. ماته له درې مياشتې پخواني حالته اوسني حالت وېروونکی ښکاري. خو پر ولس غږ کوم چې د شخصي ګټو غلامانو ته دې کوم ارزښت نه ورکوي او په هر قېمت دې د خپل نظام او خپلو اتلو سرتېرو ملاتړ وکړي.

Leave A Reply