پرون حکومت محاصره و

0 411

وړمه شپه طالبانو پر لويو لارو د تلونکيو مسافر وړونکيو موټرو شرکتونو ته خبرداری ورکړ چې سبا دې د کابل کندهار پر لويه لاره مسافر نه وړي.
هغه مهال ځينو حکومتي مقاماتو د طالبانو دغه خبره هسې بابېزه وبلله او ويې ويل چې طالبان د زور ازمايلو په موخه داسې خبرداري ورکوي، په عمل کې هيڅ نه شي کولای، خو عمل ټول وليد چې پرون کرۍ ورځ پر دغه لاره طالبانو څوک تېرېدو ته پرې نه ښوول.

هغه عکسونه چې پرې ټولنيزو وېب‌پاڼو خپاره شوي، په‌کې طالبانو د لويې لارې پر سر اوږده موټرونه درولي، زرګونه مسافر يوه او بله غاړه ټکنده لمر ته ناست دي او پر سلګونو ناروغو مېندو، بوډاګانو او ماشومانو باندې ورځ په تنده او ګرمي کې د سړک پر سر تېره شوه.

ها خوا په مزار کې عطا، د دوستم زوی، محقق او نورو پايڅې راپورته کړې وې، درست ښار يې تړلی و، د حکومت پر ضد د حکومت د کسانو تر خوله ځګونه بادېدل او تاريخ د افغان وطن د بدمرغۍ دغه نوي څلي ته حيران کتل.

په جلال اباد کې د ختيز زون د اتحاد شورا خلک تر سره لمر لاندې درولي او د حکومت پر ضد يې خولې خلاصې کړې وې. هلته هم ژوند ولاړ و او لمر د حيران ولس هډونه سوځول. د دې شورا تقريبا ټول غړي هم د ملي شورا غړي دي.
پرون ورځ نيمو ښارونه تړلي وو، نيمو لارې تړلې وې او اشرف غني د پي‌پي‌ايس د ساتونکيو په منځ کې له حکومت سره يو ځای، په کابل کې محاصره و.

په کريکټ کې يوه مشهوره خبره ده، وايي، که د توپ‌وهنې پر مهال دې قدم اخيست او مخکې ورتلې، بالر درڅخه وېرېږي او د سړي غوندې توپ درته راغورځوي، خو که ته ګام پر ګام شاته ځې، بالر زړور کېږي او بل وار دې په توپ پر دغه مخ ولي.

زموږ حکومت ګام پر ګام شا ته روان دی او اوس د سورسترګي بالر له بال څخه يوازې د غوږ ساتل ورپاتې دي، د څلوريزو او شپږيزو خوب اوبو وړی دی.
افغانستان يوازې کابل نه دی، نه ارګ دی چې که په‌کې قراري وه افغانستان ګل و ګلزار وبلل شي او که په‌کې حالات ترينګلي وو، وطن په خطر کې دی.
افغانستان ويړ وطن دی، ولايتونه، ولسوالۍ، کلي، جوماتونه او ډېر نور څه لري چې له بده بخته پنځه نوي سلنه برخه يې د حکومت له‌ لاسه وتلې.

د حکومت له لاسه وتل په دې مانا نه دي چې ګواکې خدای مه کړه سقوط يې کړی، سقوط يې نه دی کړی، خو د هغو خلکو واک په‌کې چلېږي چې ځان د حکومت بولي، خو د غني واک نه مني.

ځينې چيغې وهي چې حکومت ښه روان دی، پلانی او پلانی يې په چيغو کړي دي، خو دې ته ولې څوک نه ګوري چې دا چيغې په عمل بدلېږي او بيا څوک دومره زور په دې وچ‌موري حکومت کې ويني چې مخه يې ونيولای شي؟
دا حالت ورځ تر بلې ترينګلی کېږي. دا خلک چې نن يې ښارونه تړلي، ويناوې کوي، سبا عمل ته وځي.

حکومت ولې په لوی لاس د ځان دښمنان ډېروي، ولې په لوی لاس له ځان څخه د ولس زړه توروي، ولې په لوی لاس ځان بې‌عزته او بې ابرو کوي.
دا پرون چې لاره تړلې وه، مسافر کرۍ ورځ سره لمر ته د ناروغانو سر ته ناست وو، دوی به څه فکر کاوه چې د حکومت په نامه څه شته؟ دا خلک به تر دې وروسته د حکومت په ننګه چا ته تر ګل ترخه وکړي؟ بيا به دوی د حکومت ملاتړ وکړي؟ هيڅ‌کله نه.

حکومت دې لږ تريخی پيدا کړي، د ښارونو په زورورو که يې وس نه رسېږي، طالب خو وژلای شي، راو دې وځي، دا درې نيم سوه زره عسکر د کومې ورځې له‌پاره دي.
که بيا هم همداسې مضر احتياط کېږي.
نو،
انالله و انا اليه راجعون

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply