دکتور محمد علي هوما /پاکستان د بنسټ پالنې او تروريزم مرکز- د افغانستان د بې ثباتۍ اصلي عامل

0 574

دکتور محمد علي هــومــا

بېفروايک – هالنډ

 

« پاکستان د بنسټ پالنې او تروريزم مرکز- د افغانستان د بې ثباتۍ اصلي عامل »

نړيوال کنفرانس

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د پاکستان نظامي رژيم خورالږ عمر لري، خو د توطئو او دسيسو په جوړولو او همدارنګه ځانګړي دوه مخۍ کې يې ساری نه شته. پاکستان په خپل هېواد کې له څلوېښتو زرو ډېرې ديني مدرسې لري چې د خپل شتون له لومړۍ ورځې څخه په هغو کې د مذهبي زده کړو تر نوم لاندې د هند او افغانستان پرضد په مختلفو بڼو تروريستان روزي.

پاکستان په ډېر مهارت او دوه مخۍ سره دغه مدرسې د انګرېزانو،  امريکايانو او عربي هېوادونو په مالي مرستو  چلوي .د شوروي اتحاد پرضد د جهاد پر مهال يې د سوسياليزم د مخنيوي په نوم د ورکړل شويومالي مرستو يواځې دېرش سلنه مرسته مجاهدينو ته ورکوله او پاتې برخه يې د خپل نظامي رژيم په پياوړتيا ، د خپل اقتصاد په وده، هند او افغانستان ته د تروريستانو په روزلو او صادرولو لګوله.

په افغانستان کې د خپلې خوښې رژيم د منځته راوستو په هيله يې لومړی مجاهدين او بيا د مجاهدينو پر ځای طالبان وروزل او تر هغه وخت پورې يې له هغوی څخه په ډاګه هر اړخيزملاتړ کاوه، ترڅو چې په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې د امريکايانو له خوا د طالبنو رژيم نسکور شو.

له دغه وخت څخه وروسته  د پاکستان نظامي رژيم  په داسې دوه مخۍ سره له طالبانو څخه ملاتړ کاوه چې ان په پاکستان کې د طالبانو رژيم سفير ملا عبدالسلام ضعيف يې هم امريکايانو ته لاس تړلی تسليم کړ. بن لادن چې امريکايانو د هغه  د نه ورسپارلو له امله پر افغانستان يرغل وکړاو د طالبانو رژيم يې نسکور کړ د پاکستان په ايبت اباد کې د پاکستان دنظامي قشلو ترڅنګ د امريکايانو له خوا په ډزو ووژل  شو. دا چې ولې امريکايانو هغه په ناحقه له طالبانو څخه غوښت او د پاکستان په زړه کې د ده د پيدا کولوله کبله يې د پا کستان نظامي رژيم ته دشک ګوته هم ونه نيوله، د امريکايانو په نيت او صداقت باندې يې د افغانانو په منځ کې لومړنۍ بې باوري پيدا کړه.

 

د افغانستان او متحدو ايالتونو پر وړاندې د پاکستاني رژيم بله دوه مخي داوه چې په ظاهر کې يې افغانستان ته د تروريستانو له ورتګه د مخنيوي په پلمه د ډيورند په فرضي کرښه  باندې تر يو لک پورې پوځيان ځای پرځای کړل، خو د تروريزم پر ضد د مبارزې په نوم د دغوپوځيانو د ميلياردونو ډالرو لګښت ېي هرکال له امريکايانو څخه  اخيسته. دلته پوښتنه پيدا کيږي چې ولې پاکستانيانو او امريکايانو په ګډه سره دغه پوځيان دډيورنډ پر فرضي کرښه باندې ځای پرځای کړل په داسې حال کې چې د ترخګرو اصلي ځالې او دهغوی لارښوونکي او روزونکي د پنجاب په غټو ښارونو کې دي. د پاکستان نظامي رژيم په دې کار سره دافغانانو سترګو ته د تروريستانو د مخنيوي تر پردې لاندې خاورې وردوړولې، خو په خپله يې په قبايلي سيمو کې ازادي غوښتونکي او د پاکستاني رژيم مخالفين ځپل.

بايد ووايم چې پاکستان په دغه اشغال کړي افغاني خاوره کې د خپل حاکميت د ټينګولو لپآره ځکه په دومره ډاډ سره کارکاوه چې د هېڅ هېوادپال خو د سياسي ډګر په لوبو کې نابلد افغان له خولې يې په زغرده وانه وريدل چې د تروريستانو اصلي ځالې او د لارښوونې مرکزونه خو په کراچۍ، لاهور او دپنجاب په مختلفو سيمو کې دي.

څرګنده خبره ده چې د ډيورنډ پر فرضي کرښه د زيات شمېر پوځيانو په ځای پرځای کولو سره د پاکستان شيطاني رژيم ډېرې ناوړه موخې لري چې له همدا اوس څخه يې بايد په ډېرې هوښيارۍ او زيرکتيا سره مخه ونيول شي.

 

د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې داغزن سيم په غزولو ، دافغانستان او پښتونخواترمنځ د پولې تر تړلو او نورو دسيسو وروسته دادي پاکستان په ډاګه اعلانوي چې د ازادو قبيلو سيمه به هم د افغان خاورې د نورو اشغال شويو سيمو په څېر د پاکستان په خاوره پورې ونښلوي.

دپاکستان د دغو بربنډو توطئو پر وړاندې هم افغان دوه سری حکومت او هم د امريکا متحد ايالتونه چوپه خوله پاتې دي. همدا لامل دی چې اوس افغان اولس د امريکايانو ترڅنګ د خپل دوه سري حکومت پر ناوړه نيت باندې هم شکمن شوی دی.

خلک وايي چې افغان اولس خو له هماغه لومړي سر څخه د امريکايانو پر صداقت باندې شک درلود. ځکه :

امريکايانو ان په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې د افغانستان له نيواک څخه وروسته ددې لپاره د حکومت واک د وحشيانو او ځناورانو په لاس کې ورکړ چې د کلونو کلونو ارزښتمنې پانګې په توګه د هېواد پوهان، انجينران او مسلکي کسان له خپل هېواد څخه وشړي. په پرديو هېوادونو کې د ناخوالو او زياتې لالهاندۍ په پای کې ورڅخه ټول زده کړي مهارتونه هېر کړي. د  پوهنتونونو مجرب استاذان د زيات عمر لرلو او نورو ډول ډول پلمو سره له پوهنتون څخه وباسي،په داسې حال کې چې په خپله امريکا او روسيه کې هم چې هېوادونه يې له بې شمېره پوهانو او انجينرانو څخه ډک دي، د ځوانو کدرونو په روزنه کې د دغه ډول مجربو کسانو له پراخو تجربو څخه د ژوند ترپايه ګټه اخلي .

افغانستان خود خپلې لږې اقتصادي او پوهنيزې ودې له مخې د پوهانو او مسلکي کسانو د کمښت له امله دې ډول کدرونو ته ډېره اړتيا لري. امريکايانو او ددوی نړيوالو ملاتړيو دا کار ددې لپاره وکړچې دشورويانو د نيواک پړاو څخه د پاتې شويو  پوهو او مسلکي کسانو پرځای په لويديزو هېوادونو کې د خپلې خوښې کسانو څخه کار واخلي. د پوهنتون استاذانو د مقررۍ لپاره يې يواځې د خپل اند او خوښې سره سمه لايحه جوړه کړه ، په اردو او ملکي لوړو مقامونو کې د تقرر لپاره يې د امريکايانو د خوښې سره سم په ډېردقت او زيرکۍ سره د شتمنو کسانو اړوندان ولټول. د اردو منصبدارانو لپاره يې هم د بهرنيانو د خوښې سره سم ټاکلي عمر معيار وټاکه. د دوی د خوښې مخالف  مجرب کسان يې د لوړ عمر لرلو په پلمه له نظامي خذمته  ګوښه او د هغوی پر ځای يې دخپلې خوښې بې تجربې کسانو په روزلو پيل وکړ. په ملکي ساحو کې د نويو مقرريدونکو کسانو لپاره يې انګليسي ژبه او کمپيوتر زده کړه د اساسي معيار په توګه ومنل.

 

خلک وايي چې امريکايانو د افغانانو له سايکالوجۍ  او زرباورۍ نه په ګټه اخيستو او خپلو موخو ته د رسيدو په هيله د ايرانيانو او   پاکستانيانو پرضد د کلتوري برلاسۍ او ځمکنۍ پراختيا په څېر د ډېرو حساسو موضوعګانو له کبله پرله پسې په لوی لاس د افغان اولسونواحساسات راپارول، خو په عمل  کې يې د  ايرانيانو سره د کلتوري برلاسۍ په هکله او د پاکستانيانو سره د افغان خاورې په اشغال کې مرسته کوله. د ساري په توګه دوی په ظاهر کې پر ايران د نظامي بريد تر کچې د سختې دښمنۍ تبليغات کول؛   افغانان يې د مذهبي او کلتوري پراختيا د ګواښ تر نوم لاندې  د ايرانيانو پر ضد راتحريک کول؛ خو په عمل کې يې  دامريکا او  ا يران  په لګښت، پارسي ژبه او په پارسي ژبه  ټولنيزې ليکنيزې،تصويري او غږيزې  خپرونې او رسنۍ د پارسي کلتور د بشپړې واکمنۍ  لپاره پر افغانانو تحميل کړې. د تروريستانو د مخنيوي په پلمه يې له ډيورنډ کرښې دې خواته د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني نظاميانو سره په ګډه نظامي پوستې  جوړې کړې چې دهغو په پای کې پاکستاني نظاميان لسګونه کېلومتره د ډيورنډ فرضي کرښې څخه دې خوا ته راتېر شول.

د افغانستان کورني امريکايي واکمنان هم د خلکو د غولولو په خاطر د خپل هېواد سره د خلکو له مينې ډکو احساساتو څخه په ناوړه ګټې اخيستو د هېواد په مختلفو سيمو کې د پاکستاني پوځيانو سره د ځينو نظامي پوستو پر سر وسلوالې نښتې رامنځته کوي چې يو شمېر بې ګناه ځوانان هم په کې شهيدان کيږي.  داسې اوازې دي چې امريکايان د دې لپاره  د ځواکمن افغان اردو د جوړولو مخه نيسيي چې هغه ونه کړای شي په خپل نظامي ځواک سره له پاکستان څخه خپله خاوره بېرته واخلي.که نه پنځلس کاله موده او هغه ميلياردونه ډالر چې امريکايان يې هره شيبه د افغانانو سترګو ته ښکته او پورته کوي  په بشپړه توګه بس وو چې افغان اردو پرې له هره اړخه په خپلو پښو ودروي.

داسې بريښي چې امريکايان او نړيوال ملاتړي يې په خپلولمسونو سره د نظامي پلوه کمزوري افغانستان او ځواکمن پاکستان ترمنځ په لوی لاس د دې لپاره د جګړې زمينه مساعدوي چې د افغانستان لا زياته خاوره د پاکستان له خوا ونيول شي. بيا نو د ښه نيت لرونکي منځګړي په توګه افغاتان اړ کړي چې د نوي اشغال شوي خاورې د پرېښودلو په بدل کې د ډيورنډ کرښه د پاکستان سره په رسميت وپېژني.

 

افغانان بايد راويښ شي او خپل ځانونه ددغې لويې  توطئې ښکار نه کړي. اوس افغانستان د اقتصادي او نظامي اړخه کمزوری هېواد دی . نو ځکه د ډيورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني تاڼو د جوړولومخه بايد د جګړې پر ځای په سياسي هلو ځلو سره ډب شي. بايد پام وکړو: تر څو پورې چې افغانستان له اقتصادي او نظامي پلوه دغښتلي ځواک په څېرپر خپل ځان بسيا کيږي د پاکستان سره بايد له پراخې نظامي نښتې څخه ډډه وکړي ، خو د خپلې خاورې د ازادولو داعيه بايد په سياسي لحاظ همېشه ژوندۍ او فعاله وساتي.

 

په ۱۹۴۸ ميلادي کال کې له انګرېزانو څخه د هندوستان او په خاصه توګه د پاکستان تر ازادۍ وروسته پاکستاني رژيمونو د انګرېزانو په لمسون هڅې کولې چې د نيمايي افغانستان خاوره ناحقه په خپل هېواد پورې ونښلوي. خود افغانستان پر ضد د ټولو فشارونو او توطئو سره سره دوی خپله موخه تر لاسه نه کړی شوه. کوم وخت چې  شوروي اتحاد په افغانستان کې د خپلو  لاسپوڅو په مرسته پر دغه هېواد باندې يرغل وکړاو د افغانستان قانوني دولت يې د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف په ډېرې بېشرمۍ سره نسکور کړ، امريکايانو ته هم له نړيوالو قوانينو څخه د دا ډول سرغړونو لاره خلاصه شوه چې څرګندې بېلګې يې پر عراق ، سوريې او نورو عربي هېوادونو باندې د اتمي او کيمياوي وسلو د شتون په پلمه بې رحمه يرغلونه دي. دا ده اوس د امريکايانو پرله پسې يرغلونو، نړۍ د  دريمې نړيوالې جګړې پر څنډه ودروله .

 

پر افغانستان باندې شوروي يرغل پاکستان ته هم د خپلو مجاهدو ګوډاګيانو په مرسته زمونږ هېواد کې د پراخو لاسوهنو موکه په لاس ورکړه. د پاکستان غوا هغه وخت په پوره شيدو راغله چې د امريکا متحدو ايالتونو د سوسياليزم د مخنيوي او له اسلام څخه د ملاتړ تر نوم لاندې د عربي هېوادونو د تېلو په پرېمانو پيسوسره  د پاکستان له لارې پر مجاهدينوباندې د خپلو وسلو پراخه پلورنه پيل کړه.

پوښتنه پيدا کيږي چې ولې انګرېزان او بيا وروسته امريکايان  مينه لري چې پاکستان ته د افغانستان خاوره ورکړي ؟  دوی خو پوهيږي چې د ډيورند ناولي فرضي کرښه خو انګرېزانو ددې کرښې بلې خوا ته پښتني سيمو کې د اولسونو د نه لمسونې په موخه پر  امير عبد الرحمن باندې په فشار سره منلي وه .انګرېزانو د دا ډول چلند د منلو په بدل کې يعنې د پښتنو په دغه سيمه کې د اولسونو د نه   لمسولو له کبله امير عبد الرحمن ته ټاکلي اندازه پيسې په باج کې ورکولې.

 

له انګرېزانو څخه د پاکستان تر ازادۍ وروسته په ۱۹۴۹ ميلادي کال کې د افغان خپلواک اولس لويې جرګې اعلان وکړ چې د انګرېزانو سره د مخکېنيو شاهي رژيمونو ټول غيرعادلانه تړونونه لغوه کوي .

اوس له يوې خوا د تړون يو اړخ يعنې  استعماري برتانوي هند نه شته او له بلې خوا د نړيوالو قوانينو له مخې د يوې پېړۍ تر تېريدلو وروسته د اجارې هغه پخوانی تړون چې ان ډېر مخکې يې خپل حقوقي ارزښت له لاسه ورکړی و په بشپړ ډول فسخ دی.

 

انګرېزانو او د هغوی تر شا امريکايانو له هماغه لومړي سر څخه د ډيورنډ کرښې په مسئله کې ژورې پلان کړي استعماري موخې لرلې، نو ځکه تر اوس پورې د پاکستان په پلوۍ ولاړ دي.

انګرېزانو غوښتل چې په دغه سيمه کې بايد همېشه د دوی په  ګټه يوه  ترينګلتيا موجوده وي ترڅو د مداخلې لپاره ددوی سره همېشه ښه پلمه په لاس کې وي . د هند او پاکستان ترمنځ کشمير، د   افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ فرضي کرښه هغه جنجالي ستونزې دي چې انګرېزانو په خورا مهارت د خپلو راتلونکوموخو لپاره په لوی لاس ايجاد کړي دي. امريکايان له دې ترينګلتيا څخه ځکه ملاتړ کوي چې په دغه پلمه د خپلو  سياسي، نظامي او اقتصادي ګټو ترڅنګ د سيمې هېوادونو د کنترول او ګواښ لپاره د هغوی په ګاونډ کې پراخ شتون ولري. امريکايانو خپلو موخو ته د رسيدو لپاره د  افغانانو له زرباورۍ  څخه په ګټې اخيستو د دموکراسۍ، ښې حکومتوالۍ، د مخدره موادو د کرکيلي او قاچاقو د مخنيوي او داسې نورو ښکلو او جذابو وعدو  په ورکولو سره په افغانستان کې ځانونه ټينګ کړل، خو کله چې افغانان ددوی د تشو وعدو په ماهيت پوه شول ، هغوی يې د انګرېزانو له لوري د ډيورند  فرضي کرښې تېرولو په شان د تشو امنيتي او سترا تېژيک تړونونوپه لاسليک کولواو غرضي اقتصادي او مالي مرستو سره داسې  وغولول چې لاسونه او پښې يې د اوږدې مودې لپاره وروتړلې.

افغان دولت بايد د پخوانيو رژيمونو له مثبتو تجربو څخه ګټه واخلي . د شاهي او سردار محمد داود  جمهوري رژيم  په مهال افغانستان خوار و، خو د هېڅ ستر ځواک دېکتې ته حاضر نه شو. د هغه وخت د اقتصادي ودې په کچه يې د شورويانو او امريکايانو شرطي مرستې نه منلې. امريکايانو خو  هغه وخت هم په ډاګه ويل چې په هېڅ صورت د چا سره بې شرطه مرستې نه کوي، نو ځکه د اوس غوندې يې سياسي فشار هم نه شو واردولی. ددې کار يو لامل دا و چې هغه وخت امريکا د نړۍ يواځينی زبرځواک نه و.

 

د کيڼ لاسي رژيم په منځته راتګ او د شورويانو پر غوړو وعدو د زرباورۍ له امله هماغه پخوانۍ ناپېيلتوب له منځه ولاړ؛ د شورويانو پرخوا تمايل زيات شو. په پای کې  له هرې خوا (د شورويانو او لويديزوالو له خوا ) د نوي رژيم پروړاندې دومره زياتې دسيسې پيل شوې چې ډېر ژر يې د خپلې بربادۍ کندې ته ورپورې واهه.

 

افغانان بايد له خپلو ترخو تجربو څخه عبرت واخلي. د مختلفو هېوادونو سره يواځې د خپلو ملي ګټو له مخې سياسي او اقتصادي اړيکې وساتي. په دوه اړخيزو اړيکو کې په ورکړل شويو وعدو باندې تر پلي کيدو د مخه باور ونه کړي.يعنې هېڅکله هم د يو چا تشې خبرې او تشې وعدې په پټو سترګو ونه مني. خو ددې کار لپاره اړينه ده چې هېوادوال مو د شخصي ګټو پرځای، خپلو ملي ګټو ته د پوره ژمنتوب په روحيه کې سم وروزل شي. دا هغه وخت کيدای شي چې د نورو هېوادونو د څارګرو شبکو تر ناوړه اغېز لاندې رانه شو اوټول افغانان د هغوی ناوړه غوښتنو ته په يوه غږ منفي ځواب ورکړو.

بريالي اوسئ

Leave A Reply

Your email address will not be published.