ډاکټر فرقان احمد توقير/ د درواغو، که خالي لاسونو پېغور؟

0 611

حکمتيار صاحب موږ ته د جهاد مشر، تنظيمي ليډر، زړور جنګيالی، سرتېری مجاهد، نوښتګر انجنير او د اثارو په مټ ملا، مفسر، فقيه، ليکوال، اديب او په وروستيو کې شاعر را پېژندل شوی دی.
شاعر مې ځکه وويل چې څو کاله وړاندې يې د لومړني شعر هرکلي ته په شمشتو کې درنه مشاعره جوړه شوه. تر مردان او حسن ابداله پوسټرونه، بېنرونه ولګېدل، ملا زاهدي، استاد صميم او اسد دانش د مشر مېلمه، صدر او نايب صدر په ځانګړيو مقاماتو کښېنول شول.
د خدای فضل و، مشاعره په خير و خيريت او بې‌ساري دوم دام پای ته ورسېده، که څه هم نږدې وه ډاکټر ځلاند په بيستو کې تللی وای، خو خدای خير کړ، په لږ څه کې بچ شو.
الله تعالی پر حکمتيار صاحب بلا صلاحيتونه او استعدادونه لورولي دي، پر نورو علومو، فنونو سربېره يې په ژبپوهنه کې هم د خپل بخت ازمايلو ته ګونډه ماته کړه. که څه هم استاد مجاور احمد زيار ژبپوهنه ساينس بولي، خو حکمتيار صاحب له لابراتواره پرته په دغه ډګر کې له ځينو سره ګوتې ولګولې.
خو د ده يو تخصصي ډګر ښايي زما په څېر له ډېرو پټ او تت پاتې و، هغه دا چې حکمتيار صاحب د خپل وخت زبردست منجم دی، بې له دې چې الغيب عندالله ورسره ونښلوي، له راتلونکې ښه په قاطعيت درته غږېدلای شي.
مرحوم محمد ابراهيم کندهاري په ټول ژوند کې کومه وړاندوينه تر خسوف او کسوف پورې له الغيب عندالله پرته نه وه کړې، خو حکمتيار صاحب تر ده زيات په خپل نجوم باوري دی.
د دغه باور وروستۍ بېلګه په راتلونکيو ولسمشريزو ټاکنو کې د هغه چا د حتمي او بې‌چون و چرا بري خبر دی چې حکمتيار صاحب وړمه ورځ اعلان کړ.
دا خبره کليشه، ډېره تکراره او سولېدلې چې موږ تر اوبو له مخه د ګاولو په ايستلو روږدي يوو، خو حکمتيار صاحب ټول عمر د اوبو په تلوسه يبلې پښې مزل کړی او د همدې سرابونو لالهاند پاتې شوی دی.
تر اوسه ذهن پر دې جوړ و چې د حکمتيار صاحب پل دومره بختور دی چې له چا سره مل شوی، ډوب کړی يې دی، خو اوس چې د خپلې ملتيا په زور د پورته کولو په موډ کې دی، هغه ده چې راتلونکی ولسمشر هم هغه څوک ورته ښکاري چې حزب غوښتی وي، يا يې حزب ملاتړ ته راوتلی وي.
د محمد اشرف غني د حتمي بري وړاندوينه پر همدې بنسټ ولاړه وه چې حزب نه‌شته ورسره، خو په دويم پړاو کې يې چې د قطب الدين هلال د ملاتړ چيغه پورته کړه، ميليوني رايه په سيند لاهو، د جان‌کېري پرېکړې ته اړ شو.
حکمتيار صاحب په دې اند و چې له ده پرته به يې کله هم څوک شل نه‌شي کړای، خو شل څه چې پوره يوويشتو ته خبره ورسېده.
په شلمه پېړۍ کې له هېواده په خپله ورکه پسې وتلی حمکتيار، په يوويشتمه پېړۍ کې خالي لاسونه راستون کړای شو.
د خالي لاسونو که د درواغو پېغور وار له مخه سايل صاحب، مرحوم اجمل خټک ته ورکړی، که څه هم ښاغلي سايل په قسم او قران ويلي چې خټک صاحب يې نه دی ښوولی، خو جابر عوام به څه کړې چې د ده شعر يې له پيله تر پايه په مرحوم خټک صاحب پورې نښلولی دی؟
د دغه نښلولو يو پټ جواز دا و چې مرحوم اجمل خټک ويلي وو؛
که د مرام د سرې ډولۍ سره درغلی نه وم
ملګرو واورئ پښتنې به زېږولی نه وم
حکمتيار صاحب پر کريملين د شنه بيرغ په رپولو خپل ملګري بې‌سده ساتل، خو له نيمې پېړۍ لالهانده مزل وروسته بيا هم بې‌منزله او لاسونه تش راووتل؛
راغلې خو خالي خالي لاسونه، دروغجنه دروغجنه
نه دې سپرلی راووړ، نه ګلونه، دروغجنه دروغجنه
تا خو وې چې تا له به تصوير د ګلاب راوړم
کوم دې پرې د سرو وينو رنګونه، دروغجنه دروغجنه
تا نه د نغمې د درد کيسه ده هېره شوې
مه چېړه زما د زړه تارونه، دروغجنه دروغجنه
ستا د هر نظر له هره تاره درواغ څاڅي
څه به در په ياد کړمه لوزونه، دروغجنه دروغجنه
څنګه دې سايله! ځان بدل کړ په محفل کې
څه دې کړه له شونډو خالونه، دروغجنه دروغجنه

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.