ولې جګړه درويشتو ولايتونو ته وغځېده؟

0 318

د ملي دفاع سرپرست وزير تورن جنرال طارق شاه بهرامي وايي، دا مهال د هېواد په درويشتو ولايتونو کې دوښمن پر سرتېريو بريدونه پيل کړي او سرتېري په کلکه دفاع کوي.
کلکه دفاع داسې وي؟
طارق شاه بهرامي پرون کندهار ته تللی و او د ملي امنيت مشر يې هم ملګرتيا کوله. دوی په کندهار کې د شهيدو سرتېريو فاتحې ته تللي وو او په څنګ کې يې ژونديو پاتې سرتېريو ته ډاډ ورکاوه.
ډاډ داسې وي؟

ښاغلي بهرامي په خپلو خبرو کې ويلي دي چې په دغو درويشتو ولايتونو کې نهه داسې دي چې جګړه په کې تر زغم وتلې ده، خو په څنګ کې يې پسې زياته کړې ده چې حکومت په څلور کلن پلان کار کوي او دوی ډاډه دي چې په دې پلان به په افغانستان کې جګړه ختمه شي.
تر څلورو نورو کالو به سرتېري او خلک همداسې مري؟
موږ تر دوه کاله وړاندې پورې په هېواد کې جګړه تقريباً په ځينو سيمو پورې محدوده ساتلې وه. ځينې لېرې پرتې ولسوالۍ به سقوط وې، خو ولايتونه نه سقوط کېدل.

په هلمند، روزګان، غزني او زابل کې به جګړې روانې وې، خو مزار، کندوز، فارياب او بادغيس ته يې لمبې نه رسېدې.
دوه کاله وړاندې نيم افغانستان ارام و او اوس په درست افغانستان کې داسې ولايت نه دی پاتې چې نيم دې ارام وي.
هغه مهال هم موږ همدوسره سرتېري درلودل او د طالب اورپکيو شمېر هم همدومره و، خو پر سرتېريو يې زور نه رسېده.
هغه مهال فساد و، خو چور نه و ګډ شوی.

د نوي حکومت له پيله تر اوسه پورې جګړې ورو ورو زياتې شوې، ناامنۍ د کابل تر دروازو راروسېدې، د کابل په ولسواليو کې د سرتېريو کاروانو ته کمينونه نيول کېږي، ولايتونه سقوط کېږي او د حکومت له خوا ولس ته په هوا کې ليکې ايستل کېږي چې څلور کاله نور وخت دې هم ورکړل شي، امنيت به راشي. خاورې به راشي چې داسې روان يې، دا وړۍ نه شړۍ کېږي.
رښتيا خبره دا ده چې زموږ سرتېري نه دي کمزوري شوي، طالبان هم نه دي قوي شوي، د فساد پر ځای په دولت کې چور ګډ شوی او داسې کسانو ته يې واک سپارلی چې د دوو خرو دانه نه‌شي بېلولای.

دا څه وخت مخکې به يې د دفاع وزير وزارت ته ويده راووړ، ويده به يې وايست، “د جهان پر مخ ويده راغی، ويده ولاړ.” چې پوښتنه به دې وکړه چې دا سترګې دې ولې پټې نيولې، ويل به یې شرمېږم. نجونې نه شرمېږي، د افغانستان د دفاع وزير له خلکو شرمېږي.

مصعوم جان يې د ملي امنيت لوی رياست ته ورمشر کړی دی. يو خو پر لاره نه‌شي تلای، بل په رسمي وخت کې له اودسونو نه وي خلاص.
دی د ملي امنيت رييس دی، خو فکر کوي چې د ملي امنيت په لوی رياست کې يې ملايي نيولې او د سرتېريو امامت ورسپارل شوی دی. که اوبه نه وې، تيمم به وهي.
مصعوم چې له اودسونو خلاص شي، په رسمي وخت کې د فوزيه کوفي له ډاره ټليفون نه‌شي خلاصولای. چې زنګ يې ورته راشي، لوڅې پښې تر حوېلۍ ورسره ځغلي.

حکومت دې د بې‌کفايته چارواکيو په داسې نمايشي سفرونو، پسخندي خواخوږيو او د بزدلۍ په ډاډ ورکولو د ولس سترګو ته خاورې نه ورشيندي.
دا حکومت نه دی خبر چې د سرتېريو په ليکو کې څوک د سرباز د بېګا ډوډۍ ته غل دی؟ حکومت ړوند دی چې نه ویني د کابل په منځ کې د پل‌خشتي مخ ته د سرتېريو ډوډۍ په ليلام پلورل کېږي؟ حکومت تر اوسه نه پوهېږي چې د سرتېريو مرمۍ پلورل کېږي او بېرته په هماغه کارتوس د سرباز ژوند اخيستل کېږي؟ سرکار لېونی دی چې سره خوله ماشومانو ته درګرده د جنرالۍ رتبې ورکوي او بيا تمه ځنې لري چې وطن به وساتي؟
که حکومت په دې ټولو پوهېږي؛ نو خيانت کوي او که نه پوهېږي؛ نو بد کوي چې واک چلوي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply