د معلم مړینه؛ ویرجنه پېښه او خطرناک پیغام/محمد نعمان دوست

0 545

خبر شوم د ساینسي مضامینو یو استاد د کوهي بېخ ته کښته شوی. ما ویل که نوي حکومت معارف ته توجه ډېره کړې. استادان یې هڅولي چې تجربې وکړي. کشفیات وکړي او نوی نسل ښه وروزي.

خو زه ساده یوازې پر شعارونو غولېدلی وم. دا ټولې وړاندوینې مې ناسمې وې. ښوونکی د کوهي بېخ ته مجبوریت کښته کړی و. هغه مجبوره و د رخصتیو په وخت کې کار وکړي، د خپلو اولادونو او بوډا مور و پلار ګېډې په وچه ډوډۍ مړې کړي.

ښوونکی د کوهي په بېخ کې په کار بوخت و. هغه وارخطا و. هغه ته د خپل مشر زوی ناروغتیا ور یادېده. هغه ته د بوډا پلار کمزوري وریادېده. هغه ته د خپلو ماشومانو زړې جامې ور یادېدې او… هغه غوښتل ډېر کار وکړي. دارو واخلي، ماشومانو ته سږ اختر کالي واخلي او… خو درز شو. پر معلم صاحب څاه ونړېده، یو دروند شی یې پر سر ولګېده او همالته بې‌سیکه شو.
معلم بستر شو، خو د هغه د بدن مقاومت غریبۍ خوړلی و. د دې درنې ضربې تاب یې را نه ووړ او د تل په مخه یې خپل بچي او خپله کورنۍ يې پر سپین میدان پرېښوده.

دا ښوونکی له یوې نیمې لسیزې راهیسې د معلمي پر سپیڅلې، خو بې‌اهمیته شوې دنده بوخت و. بې‌اهمیته چې نه ده نو څه ده؟ زرګونه شاګردان یې وروزل، خو خپلو بچیو ته ناکام ثابت شو. د سلیقو پاللوپه دې دور کې یې د هغوی ګیډې یې مړې و نه‌شوای ساتلای. د هغوی بدنونه یې په مناسبو جامو پټ نه‌شوای کړای او…
رښتیا،
یو نکل را یاد شو. نکل خطرناک دی. وايي چې یو وخت یو ځوان د قیمار شوق وکړ. ډېرو منع کړ، خو نه کېده. اخېر ورته چا وویل چې مخکې له قیمار شروع کولو پلانۍ سیمې ته ولاړ شه، هلته د ټولو جوارګرو استاد اوسېږي، له هغه مشورې واخله. ځوان روان شو، ځای یې پیدا کړ. یوه خونه وه یو سړی پکې لوڅ لغړ ناست و، یوازې لنګ یې وهلی و. ځوان دې نندارې حیران کړ، تر لږ فکر وروسته يې ټکان وخوړل او ذهن یې کار شروع کړ. هغه پوه شو چې د جوارګرو استاد چې دا حال لري، د نورو به څه حال وي؟ همالته پر خپل نیت پښېمانه شو او بیا یې د قیمار شوق و نه کړ.

شاید د دې تکړه او تجربه‌کاره ښوونکي کیسه هم کور په کور وګرځي. شاید شاګردان یې خبر شي. شاید دا نکل د نورو زده‌کوونکیو تر غوږونو هم ورسېږي، شاید د دې کیسې په اورېدو د ماشومانو زړونه ساړه شي. د شاګردانو زړونه له درس ویلو تور شي او داسې وګڼي چې ښه، زموږ استاد چې په ګېډه موړ نه‌شو، زموږ استاد چې غریبۍ ان د کوهي په بېخ کې مړ کړ، زموږ به څه حال وي، هسې نه کتابونه وغورځوي او هسې نه له درس ویلو پښېمانه شي.
دلته ښوونکي یوازې په الفاظو کې ښاغلي او د درناوي وړ دي. په عملي ژوند کې د دغه مقدس مخلوق بل حال دی.

دا ډېر بدنصیبه مخلوق دی، وګورئ د دوی په لاس روزل شوي کسان والیان شي، وکیلان شي، وزیران شي ان رییس جمهور شي، خو دا ټول بیا په ډېره سپین‌سترګي خپل ښوونکي هېر کړي.

زموږ ښوونکي چې په دغه شان سختو شرایطو کې د وطن نسل روزي، دومره ناپامي ورسره نه ده په کار. لږ تر لږه باید خپله او بچیان یې په ګیډه ماړه وي. لږ تر لږه باید دې ته مجبور نه‌شي چې په یوه مړۍ ډوډۍ پسې ان د ژور کوهي تیاره بېخ ته ور کښته شي او بېرته د راپورته کېدو وس و نه لري.

دا ښوونکی د چپرهار ولسوالي اوسېدونکی و. له دې ښوونکي کوچني اولادونه او مېرمن پاتې شول او دا ټول د هغه بوډا او کمزوري پلار اسرې ته، د داسې پلار اسرې ته چې یو ځل یې تېر کال د ځوان زوی په شهادت ملا ماته شوې وه او دا دی یو ځل يې بیا ملا ماته شوه.

د دې بې‌وسه ښوونکي د کورنۍ غم خوړل په کار دي. د نورو ښوونکيو له حاله خبرېدل په کار دي. که نه غریبي به یې رانه دغه شان وړیا اخلي او زموږ نوی نسل به په تیاره کې تیندکونه خوري.

دغه ښوونکی افتاب الدین منصف نومېده. د ننګرهار د چپرهار اوسېدونکی و. د لیسانس تر کچې یې زده‌کړې کړې وې او د ننګرهار په بېلابېلو لېسو کې ښوونکی پاتې شوی و. اوس هم د جلال‌اباد ښار په یوه حکومتي لېسه کې معلم و.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.