د استقلال جشن د سیمې غصب او د ازادۍ ورځ

0 746

هر هېواد او ملت ملي ورځې، ملي ویاړنې او ملي جشنونه لري، د دغو جشنونو نمانځنې ته یې جلا سیمې ځانګړې کړې وي.
په افغانستان کې د استقلال، نجات او پښتونستان جشنونه د دغو ملي ویاړلو ورځو د نمانځې په پار د افغانستان په ملي او سیاسي تقویم کې تسجیل دي.
د استقلال جشن په ځانګړيو ملي او عسکري مراسمو نمانځل کېده، یوازې پوځي رسم‌ګذشت د دغه جشن ځانګړنه نه وه، معارف د دغو جشنونو په نمانځه کې همدومره ونډه درلوده چې ملي اردو په غاړه اخیستې وه.

د کابل او ولايتونو ښوونځيو به تر جشن مياشت، دوې د مخه له غرمې وروسته، د جشن له‌پاره دځانګړيو مراسمو پر تمرين او ټرېنينګ وخت تېراوه.
په ولایتونو کې به هر ښوونځی له پوځي مراسمو وروسته په هماغه روحیه او ولوله د ولایت مقام او عسکري قیادت د سټېج تر مخ له ملي بیرغونو سره په رسم‌ګذشت تېرېدل.

اناونسر به له ولولو په ډک درانه غږ هر ښوونځی او د ښوونځي بېلابېل ټیمونه معرفي کول. په پلازمینه کې خو به تر ولایتونو زیات معارف د دغې ورځې نمانځنې ته د چمتووالي پروګرامونه لرل.
د رحمان بابا او خوشحال خان لېسو د ملي اتڼ په ټیمونو کې به د لویې پکتیا او وردګو ژڼیو لکه وښی، ډول ته په غورځېدو څڼې اچولې. د ښار نور ښوونځي په خپل وار د پاچا، ولسمشر او لوړو دولتي ارکانو د سټېج تر مخ په درنو او پخو ګامونو تېرېدل.
پاچا، ولسمشر به په ځانګړې مهربانۍ د دوی سلام اخیست او د لاس په ښورولو به یې د دوی د احترام مراتب منل.

له معارف څخه د رضا کارو یوه ډله د “څارندوی” په نامه وه. دوی له ځانګړي تمرین او ټریینګ څخه په تېرېدو په جلا یونیفورم کې چې د ښوونځیو له مټورو زلمیانو څخه تشکیل شوي وو، دغه رضاکار «څارندویان» به په مراسمو کې د خلکو د خوشالیو د خوندیتابه پر ضمانت سربېره، په نورو طبیعي پېښو او ناخوالو کې هم له ښاریانو سره د مرستې چارو ته په اوږه ورکولو منظم ښاري فورس ګرځېدلی و.

په دوی کې د «زمرک» یوه بله ډله وه چې نسبتاً له تنکیو ژڼیو څخه په جلا یونیفورم کې تنظیم شوې وه. دوی په خپل ځانګړي معصومیت او ادب غازي سټډیوم او د جشن په سیمه کې د خلکو پر ټټر د خپلواکۍ د درناوي کاغذي نښانونه لګول چې له امله به خلکو د دوی په غاړو کې پرتو وسپنیزو ډبیو ته د زړه له اخلاصه مالي مرستې ورغورځولې.
د ثور تر کودتا وروسته څنګه چې حکومت د پولیسو نوم پر څارندوی واړاوه، دغه اداره فلج او له تشکیل څخه وغورځېده.

خو د شپاړسو کالو په تېرېدو د ډالرو په باران، ږلۍ، سېلۍ او سېلاب کې هم چا د دغې ملي ادارې ژوندي کولو ته نوک و نه‌شوای نیولای. وزیران او غټان په فساد کې دومره ډوب وو چې دغسې ژوندیو ملي چارو ته یې پام نه‌شوای ور اوښتلای.
د استقلال د جشن د درنښت او عظمت نمانځلو ته له حضوري چمن سره یوه پراخه ساحه د جشن د سیمې په نامه ځانګړې شوې وه.

په دغه ساحه کې هر وزارت او مستقلې ادارې په خپل ملکیت کمپ او نندارتون درلود. په نندارتونو کې به د وزارت اړوند تولیدات خرڅلاو او نندارې ته ایښي وو او په کمپ کې به د استقلال د جشن په ویاړ بېلابېل هنري او دودیز پروګرامونه تر سره کېدل.

په تنظیمي جګړو کې لومړی او تر ټول ستر برید او ګوزار د استقلال د جشن پر همدغه سیمه وشو. د مرنجان پر غونډۍ “تل دې وي استقلال” توري پړمخې وغورځېدل او تر ډېره دغه سیمه د ګلم جمو د وحشت او دهشت اډه ګرځېدلې وه.
خو د استقلال د جشن له سیمې سره چې په دې ورستیو شپاړسو کالو کې څه شوي له هغه به موږ تاسې خبر کړو؛
د استقلال د جشن سیمه له نیمې پېړۍ زیاته د استقلال سمبول ګرځېدلې وه، په کادستر، د ځمکو اداره او ښاروالۍ کې د جشن د سیمې په نامه ثبت او راجسټر وه.
نن سبا د جشن ټوله سیمه، ودانۍ، نندارتونونه او کمپونه زورواکو لاندې کړي، کورونه په‌کې رغېدلي، ټوله نقشه او هیيت یې پر بل مخ اوښتی، بې‌پلانه ودانیو په سر اخیستې، هټۍ په‌کې درېدلې، کانټینرونه په‌کې انبار دي.

تاسې پوهېږئ چې دغه غصب ته د افغانستان شړېدلي حکومت څنګه سوړې سوړې پرتوګ ور اغوستی؟
سرکاري پنډتانو دغه ټوله سیمه ‎خپلو نازوليو ته د پنځوسو، دېرشو ان سلو کالو، د کال په لس، شل زره افغانۍ اجاره ورکړې او هغوی په بې‌نقشې بې‌پلانه ودانیو لاندې کړې ده.
په دې توګه د دغې سیمې پر غصب، د استقلال د جشن تاریخي، ملي او حقوقي ارزښتونه مسخه شوي دي. تېری دا چې د جشن پر همدغه سیمه کې د تبلیغیانو لوی جومات رغېدلی. پاکستان یوه پلا زموږ استقلال په اخوانیانو او مجاهدینو وګواښه، بیا یې طالبان را ایله کړل او اوس یې د تبلیغي جماعت په مټ د استقلال د جشن پر سیمه ګونډې وهلې.
د تبلیغي جماعت نوم تر جهاد او مهاجرت له مخه چا په افغانستان کې ګردسره اورېدلی نه و.

پوښتنه دا ده چې دا کوم سیاسي ګوند یا ټولنیز فرهنګي جوړښت دی، له عدلیې وزارت سره د ثبت او راجسټر پاڼه ورسره ده، لیډرشیپ یې څوک کوي، د کوم هېواد او چېرې دی؟
چې دا هیڅ نه‌شته، بیا څنګه د دغسې پراخ فعالیت خوندي مخه موندلای او د استقلال د جشن سیمه لاندې کولای شي؟

ولسمشر غني دې د څرخي پله د صنعتي پارک غاصبانو ته د مصنوعي چیغو او سر ماتولو د ګواښ پر ځای، خپل روغ سر له ارګه دغې سیمې ته ور اوچت کړي.
ټول پوهېږي چې صنعتي پارک ته د غني لاس نه‌شي رسېدلای، خو د جشن سیمې ته یې چیغه هم رسېدای شي، له ارګه د کیڼ لاس تیږه هم ور رسېږي، سر ماتول پرېږده، خپل سر دې ورښکاره کړي.

نور دې هیڅ نه کوي، د کابینې له غونډې دې له وزیرانو سره د جشن سیمې ته ووځي، هر وزیر چې د خپل وزارت ملکیت و نه پېژانده، همالته دې پړی پر شا ور واچوي.
یو ملت چې د خپل استقلال د نمانځنې سیمه و نه لري، هلته په اصلي مانا د استقلال ورځ نه‌شي نمانځل کېدای.
همدا د استقلال د غصب توطيه ده.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.