برمته نيونې، د صحرايي محاکمو نوې بڼه

0 285

د شنبې په ورځ د غزني په جغتو ولسوالۍ کې يو ډلې لس تنه هېوادوال چې شپږ پکې ښځې وې، برمته کړل او له ځان سره يې کوم نامالوم لوري ته وتښتول.
پرون د دغو برمته شويو کسانو له ډلې شپږ تنې ښځې راخوشې شوې، خو سړي لا هم د تښتوونکيو په لاس کې دي.
بده لا دا چې تر اوسه مالومه هم نه ده چې تښتوونکي څوک دي او ولې يې دغه مسافر د لويې لارې له سره له ځان سره وړي دي.
غزنی وار له مخه د دغسې پېښو بدې خاطرې لري.

د کابل – کندهار پر لويه لاره وخت ناوخته دغسې بدې پېښې شوې دي، کله داعش خلک له موټرو کښته کړي وي، کله يې طالبان کښته کوي، نيم وژني، نيم د پيسو په بدل کې خوشې کوي او ځينې نور بيا داسې ورک شي چې مړی ژوندی يې نه ښکاري.
دغه وروستۍ پېښه بيا ځکه له نورو بېله ده چې تښتوونکي يې بېخي مالوم نه دي، نه ولايت مقام خبر دی، نه د سيمې امنيتي ارګانونه، خلک تښتول شوي او هر سړی له ځانه اټکل کوي چې پلانۍ ډلې به د پلانۍ موخې له‌پاره تښتولي وي. خو له خپلې خبرې او ادعا څخه هيڅوک هم ډاډه نه دی.

لومړی خو په غزني کې امنيت حالت تر بدترينې کچې پورې خراب شوی دی، ګڼ شمېر ولسوالۍ يې سقوط دي، هغه چې سقوط نه دي اعلان شوې، ولسوالۍ وسله‌والو ته پاتې دي او مرکزونه يې ښار ته رالېږدول شوي دي، حتا هغه کلي هم ترهګرو ته پرېښوول شوي دي چې دا څو کاله کليوالو پاڅونوالو د سر په بيه ساتلي وو. د ښار په منځ کې هدفي وژنې روانې دي. دوکانداران، ښوونکي او حتا سيمه‌ييزې راډيوګانې طالبانو ته منظم باج ورکوي او که سر وغړوي، په هماغه ورځ يې سر وهل کېږي. په دغسې حالاتو کې سړي تښتوونې کومه نابلده او حيرانوونکې خبره نه ده، خو د دغې لړۍ پای خطرناکه ګواهي ورکوي.

حکومت په امنيتي برخه کې ورځ تر بلې کمزوری کېږي، د واک ساحه يې راټولېږي او په مقابل کې يې وسله‌وال ورځ تر بلې پر لا زياته سيمه مسلطېږي.
په عدلي او قضايي ارګانو کې تر غوږو پورې رسېدلی فساد ورځ تر بلې خلک له حکومت څخه نور هم پسې زړه‌توري کوي او د ترهګرو صحرايي محاکمو ته مخه کوي.

هسې هم په درست هېواد کې صحرايي محاکمې په درز کې روانې دي، چېرته يې سړی حلال کړی وي، چېرته يې ښځه سنګسار کړې وي، چېرته يې خلک جريمه کړي وي، څوک يې له هېواده شړلي وي، ځينو ته يې د پور پرې کول ور په غاړه کړي وي، ځنګلي قانون حاکم دی، حاکم په فساد کې ډوب او بې کفايته دی او ولس لکه د اختر اوښ اووه ځايه حلالېږي.

اوس چې دغسې سړي تښتوونې دوام پيدا کړي، صحرايي محاکمې به د طالبانو له کنټروله هم پسې ووځي او لا به پسې پراخې شي.

بيا که د هر چا له بل کس سره شخړه راځي، يا يې خبره ورسره اوړي، له توپک سره به ورته په لاره کې درېږي، له موټره به يې کښته کوي او چې څه يې زړه غوښتل هغه به ورسره کوي.

له حکومته د اقدام غوښتنه له زاڼو د کټوري غوښتل دي، خو که يې لږ وس رسېږي، په زاريو، عذر او نانواتو دې د دې لړۍ مخه چې هر قسم وي ونيسي، که نه، د دې وطن د خلکو په ناخوندي سر او مال به چور ګډ شي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply