لوی واده / عصمت قانع

0 710

پروفیسر رسول امین دی پروردګار بې‌سواله او بې‌ځوابه جنت ته ور لړه کړي، ځوانمرده، خرابات او متواضع انسان و، زه یې نمک‌خور وم، کبان یې راباندې خوړلي، پانتا او کوکا کولا یې راباندې څښلې ده او کله کله یې د پېښور سردریاب ته هم له ځان سره بېوولی یم، دوه کاله د پېښور په بورډ تاکال کې ورسره ګاونډی وم.
په دا دوه کالو کې مې ازار نه دی ترې لیدلی، خدای دې په هغه دنیا ازار نه ورکوي، پر حوض کوثر دې یې تنده ماته شي.

یوه ورځ یې کیسه راته کوله چې د مردان په هوتي نوابانو کې د چا کره واده و او له پېښوره یې زما په ګډون یو زیات شمېر مېلمانه غوښتي وو. د مېلمنو په ډله کې له ماسره د تیمرګرې د خان یو ناظر هم تللی و چې په خاني مشهور و.
د پروفیسر له قوله خانی د پښتو د دېرې او حجرې د ګپ و شپ په ټولو رموزو او پټو اسرارو پوه و او د وخت له نبض سره سمې ټوکې به یې ځای پر ځای جوړولې او یاران به یې په بد وخت کې په هاها خندول.

د واده په شپه همدغه ناظر د مردان په هوتي کلي کې د واده له سېل څخه راوتی و او د جوارو په پټي کې یې د تخرګونو او د نامه تر غوټۍ را لاندې د دې نورو سامان الاتو حجامت کاوه.
امین صاحب کیسه کوله چې د ماښام په تیاره کې زه او څو تنه یاران ناڅاپه پر خاني ور برابر شوو، څه ګورو چې نه ګورو خانی د سامان الاتو په حجامت او صفایي بوخت دی.

زموږ له ډلې یوه تن خاني ته کړه چې وه خانيه خانه خرابه! ته ولې د سامانونو حجامت کوې، ته څله دا شیګڼی خرېيې ستا خو واده نه دی؟
ده ویل چې خاني سر را پورته کړ او په کټ کټ يې وخندل او بیا یې راته کړه چې ګوره وروره! ډ ېر لوی واده دی، څه پته لګي کېدای شي، زموږ هم په‌کې شوړه برابره شي…

پرون د ټلوېزیون سکرین ته ناست وم، د مصر د اهرامونو په باره کې مې یو مستند فلم ته کتل چې ناڅاپه دروازه وټکېده، زوی مې ور ووت او چې راغی، ویل یې کاکا ډېر غټ غټ میلمانه راغلي دي.

ما ته په کور کې اولادونه کاکا وایي او په کلي کور، کندهار او زابل کې ټول کشران راته کاکا وایي. چې ور ووتم؛ نو په رښتیا هم ښه غټ غټ مېلمانه راغلي وو، تور د کارتوسو ضد زغره‌وال کروزینګ د دروازې مخ ته ولاړ وو. شاته یې په ډبل سېټه ۴*۴ موټر کې وسله‌وال محافظان ناست وو.
حیران شوم چې څه خبره ده؟

خو د حیرت لحظه مې ژر تمامه شوه. له کروزینګ څخه یو اوتو شوی سوداګر را کوز شو. ده د امریکایانو له راتک سره سم ځان په پروژو او ټېکو بوخت کړ او اوس د درواغجن له قوله، بوجۍ بوجۍ ډالر لري.
ست مې ورته وکړ چې خدای مو راوله، څنګه مو پښه راغلطه شوې ده، دا له کومه راغلئ؟
ښه راغلاست راځئ کور ته!
کور ته راسره را ننوت او د مېلمنو د خونې پر اخېري هواره شوې توشک باندې کښېناست، چې بالښت ته یې ډډه ووهله؛ نو يې په خبرو شروع وکړه او راته کړه يې؛
قانع صاحب زموږ افتخار يې! هغه څه چې تا وکړل د بل چا د وس خبره نه وه. که ته نه وای، په مېډیا کې دا ټلواله او دا جنګ‌سالاران چا نه‌شوای یادولای. که ته نه وای، دوی به تر اوسه پورې خپل اسونه یرغه ځغلولای او همدا ته وې چې په چکړي، سنګ چارکي، مضور، مولانا او … دې د میډیا میدان سور اور کړ.

بس صفتونه یې شروع کړل، زه له صفتونو څخه بد وړم، غوښتل مې چې زما صفت ژر ختم کړي. ژر په خوله کې ور ولوېدم او ورته و مې ويل؛ څنګه دي د سوداګرو کارونه څنګه دي، کار و بار خو به ښه روان وي، که يې مزه نه‌شته؟
ويل يې دا دوه زره څوارلس کال لکه د بدشګون پیری داسې و، اثر يې غورځولی دی. کارونه ساړه دي، ټیکې نه‌شته، روپۍ دوبۍ ته ځي او ډالر بېرته د ډالرو وطن ته روان دي، په ټول شازاده سرای کې به اوس یو ميلیون ډالر پیدا نه‌شي.

ماهم ورسره امین ووایه او ورته و مې ویل، خير خدای به خیر کړي، اوس ډېر څه شوي دي. خدای دې بیا پر دې وطن هماغسې بدې ورځې نه راولي لکه تېرې چې شوې. ده راته کړه، څه خیال کوې څوک به ريیس جمهور شي؟
زما چې په رښتیا هم خیال د ريیس جمهور په باره کې ګونګی و او څه مې نه‌شوای ویلای، ورته ومی ویل، چې خدای دې هغه وکړي چې زموږ ټولو خیر په‌کې وي.
سوداګر راته کړه؛
ګټه او تاوان زموږ په لاس کې دي، موږ باید له موقع څخه ښه استفاده وکړو، ځکه خدای پاک هم زموږ پر عمل حساب کوي.

ما ورته وویل، هو زموږ ښه انتخاب به ښه نتېجه ورکړي، خدای پاک دې موږ په سمه لاره ور برابر کړي. د سوداګر تندی وغوړېد او د چایو تر یوه غټ غوړپ وروسته یې غاړه تازه کړه او راته و یې ویل؛
ته نه کاندیدېږې؟

ما ورته وخندل او بیامې ورته وویل؛ تا ته دا زما مخ د ريیس جمهور مخ ښکاري؟ خدای دې کور له غنمو ډک کړه!

دی جدي شو او لږ یې ځان سره وڅانډه او بیا یې د مطلب خبره شروع کړه، ګوره قانع صاحب ته هره خبره په ټوکه کې سره نغاړې، داسې مه کوه.
زه حاضر یم د کمپاین دومره مصارف په غاړه واخلم چی ته وا بس دي، ښه کارو بار دی چې کمپاین ښه تود شو، د یو چا په ګټه به تېر شو، په سوونو لکه خو به والله وګټو، ته پر خلکو ګران یې، په خدای خو به تر بشردوست درې واره زیاتې رایې راټولې کړې. زه د کار و بار په سور پوهېږم، راځه همدا اوس لېڅې را ونغاړه داسې پیسې به وګټو چې ته وا شاباس.

ما ورته کتل څه مې په خوله نه راتلل، حیران وم چې څه ورته ووایم. فکر مې کاوه چې د افغان وطن هر څه د وخت او زمان په مارکېټ کې د خرڅلاو له‌پاره ايښودل شوي دي.

هغه جدي و او همدا خبره یې کوله؛ سوچ پرې وکړه، ګټه هر وخت نه وي، د ګټې وخت دی. ما ورته وویل سوچ به ضرور پرې وکړم خو ناممکنه ده.
د مېلمه تر رخصتېدو وروسته مې له ځان سره سوچ کاوه چې نړېدلي سړکونه، وران بندونه، وران کورونه او وران وطن به ودان شي، خو تباه شوي اخلاق، د سیاست د خرڅلاو کلچر، د پیسو مافیایي مینه به څنګه کېږي؟

د رسول امین کیسه را په یاد شوه چې په لوی واده کې خاني هم خوټې خرېيلې. دوه زره څوارلسم کال هماغه د هوتي د نوابانو لوی واده و، پاکستان، طالبانو، مافیا، د شمال ایله جاریانو، ایران، توران ځمکې او آسمان ټولو خپل سامانونه ورته خرېيلي وو او زموږ سوداګر هم د مافیایي معاملاتو له لوليو سره ورغړېدل.
څوک شته چې د افغان وطن د درنې مور نصیحت واوري؟
بچو له خپل هویت، خپلو اخلاقو او خپلو ایډیالونو سره ژوند وکړئ، که یې نه کوئ، بې‌هویته به شئ، بې‌پته به شئ، بې‌نومه، بې‌نښانه به شئ!
خدای دې په نیکو درسره مل شي.

 

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply