د فساد بل سرخوږی / ډاکټر فرقان احمد توقير

0 613

حکومت او چارواکيو له پیله د لېرې پرتو او بېرته پاتې سیمو نا‌امني پام‌وړ نه‌شوای بللای، د طالبانو له سقوطه تر ۲۰۰۵م پورې دومره کراري وه چې له ولسوالیو یو رینجر له یوه ډرېور او دوو عسکرو سره د ولسوالي تر وروستۍ څنډې په جلب پسې وتلای شوای، لکه د ظاهر شاه او داوود خان د وختو یوه عسکر به چې پوره کلی ولسوالي ته را په مخه کړی و.
پر ‌دې سربېره طالبانو هم له بېرته را‌پورته کېدو پر خپلو زړونو د صبر درانه کاڼي انبار کړي وو.

له بده‌بخته حکومت لېرې پرتو او بېرته پاتې سیمو ته خپل خدمتونه و نه‌شوای غځولای، په ښارونو هغه هم لویو هغو کې د خپل حضور چکچو ته تم شو.
هغه وه چې په لېرې پرتو سیمو کې د حکومت له دغسې ناپامي یا مجرمانه غفلته خطرناک محرومیت را ‌وټوکېد.

د دغه محرومیت پر لمبو نا‌اهله چارواکیو، امریکایي بمباریو او شپنیو پلټنو نور تېل وغورځول، خو حکومت بیا هم دغه سیمې پام‌وړ و نه‌شوای بللای.
اوس هم حکومت ته د لېرې پرتو سیمو جګړې او امنیت لومړیتوب نه لري، تر ‌دې چې حکومت رسمي ویندویان به بړ بړ لګیا وي او لېرې پرتو غرنیو کلیوالي سیمو ته د طالبانو د شړلو او په شا تمبولو زېری درباندې کوي، لکه دغه سیمې چې د افغانستان له جغرافیې دباندې یا علاقه‌غیر وي.
حکومت ایله د ولایت او ولسوالي د مرکز پر سقوط، له ځانه د غفلت دوړې وڅنډي، د لېرې پرتو سیمو په کیسه کې نه وي.

ځینو اندېښنه لرله چې جګړه د کابل دروازو ته رسېدلې، خو د کابل حدود او جغرافیه نه‌شوای په ګوتو کېدای، اوس دغه حدود د اوسپنیزه موانعو په لګولو څرګند شول، ځکه خو کابل نور هم وړوکی شو، پلازمېنه هغه کوچنۍ ساحه وپېژندل شوه چې د ‌دغو چوکاټي اوسپنیزه موانعو دننه موقعیت لري.
ولسمشر غني کابل په خپله پخوانۍ اصطلاح یا تکیه کلام «چارچوب» او اوسني “چار چوکاټ” کې دننه په ایسارولو خوندي کړ.

خو له څه مودې د دغو اوسپنیزه چوکاټونو دننه هم د جنګ جګړو ښې پرېمانه دانې یو پر‌ بل انبار پرتې دي. که څه هم د دغه جنګ بڼه هسې نه ده لکه له لرې پرتو سیمو چې را غځېدلې، خو جنګ جنګ دی، وايي ډګري ډګري ده، اصلي او جعلي نه غواړي؟
خو دا کوم جعلي یا زرګري جنګ نه دی، ما په خپلو سترګو لیدلي چې په دغو جګړو کې وینه توی شوې، که څه هم د خدای په فضل تر ‌اوسه ګولۍ نه دي پکې چلېدلې، خو له امکانه لېرې نه ده، که نه چاکوګان، بوکس‌پنجې ښې په درز کې لګیا دي خولې لګوي.

دغه جنګ د کابل ګوټ ګوټ نیولی، خو لکه دمخه مو چې وویل له لرې پرتو سیمو نه دی راغلی، بلکې له کابله لېږدېدلی دی.
په کابل کې غځېدلي جنګونه په پیسو دي، که څه هم جنګونه ټول د پیسو له‌پاره دي، تر‌ دې چې اوس جګړې هم په کرایي یا قردادي لښکرو پر مخ وړل کېږي، استخباراتي یا نیابتي جګړې د پیسو په زور تودې ساتل کېږي، خو دغه جنګونه د پیسو له‌پاره نه، بلکې خپله د پیسو پر سر دي.
دغه جنګونه د افغانستان بانک له هغه اعلان سره غځېدلي او تاوده شوي دي چې ځینې بانک‌نوټونه یې ناچله اعلان کړل.

خو بانک د خلکو سرونه د ‌دغو بانک‌نوټونو پر څرنګوالي خلاص نه‌شوای کړای. یو خو د بانک‌نوټونو کیفیت دومره خراب دی چې روغ نوټ موندل د مرغۍ پۍ ګرځېدلې.

د نمبر بدل نوټ پر نه چلښت ټول ان له پخوا یوه خوله دي. که څه هم بانک سولېدلي، یا هغه چې پر توش قلم لیک پرې شوی، سوری او غوړ شوی وي، ناچله بللي، خو د سولېدلیو یا زړو هغو تعریف او څرنګوالی ګونګ او مبهم دی چې له امله یې فساد له ادارو، کمپنیو او قراردادونو د ښار واټونو او څلور لارو ته ووت. په دې مانا چې د دغسې پنځه سویز بیه یې دوه نیم او زریز هغه یې پنځوسوو ته را ټیټه کړه.

پخوا ښه و د تېلو پمپونه د دولتي انحصاراتو له تصدي سره وو، ډېری دغسې زاړه بانک‌نوټونه له کم جنجال پرته ډریورانو په تېلو کې ورکول چې د دولت په خزانه کې له ټولېدا یې د قانون له مخې د له منځه وړلو پروسه بشپړېدله.

افغانستان بانک د «ویسا» په نامه یوه باوري مهالنۍ لرله چې بانکي پرمختیاوې، اعلانونه، خبرتیاوې د سپما لارې چارې او په ټوله کې اقتصادي مسایل یې له مسلکي او اکاډمیک اړخه څېړل او ارزول، خو اوس د هغې خپرونې درک نه‌شته.

په نوره نړۍ کې دغه ستونزې ته دا لارې په پام کې نیول شوې چې د وخت په تېرېدو نوي بانک‌نوټونه په نوي ډیزاین مارکیټ ته وړاندې کړي، پخواني هغه نوي وي که زاړه چې بانک‌نوټونه ورسېږي، بېرته یې له بانکه نه باسي، په دې توګه کرار کرار په دوو دریو کالو کې پخواني نوټونه راغونډ او ځای یې هغه نوي ونیسي، ځکه خو دولت او رعیت د زړو یا د بانک په خبره، د مندرسو بانک‌نوټونو د چلښت او را ټولولو له ستونزې سره نه مخامخېږي.

 

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply