داهغه قومانده وه چې دهرات د صرافی مارکیټ ددلګی بولندوی دهرات د صرافانوداتحادیې مشر ته په جګ آواز قطعه تقدیم کړه (ټرته ! شاته واچوه لغت ).
د افغان با شهامته اردودامیرشیرعلی خان له پیرنه زرین تاریخ درلود ،چې داتلولۍ له حماسو ډک وو ، خو له بد مرغه دا میړنی ځواک په۱۳۷۱م کال دپاکستان په نغوته او دمجاهدینود ناپوهی اوسوډرتوب له کبله راوپرځید اونړید.
دافغانستان اتل اردو څلوراصولنامې (نظامنامې ) درلودې :
د انظباط او قراول اصولنامه ، د جمع نظام اصولنامه ، د داخله خدماتواصولنامه اوسفربری .
چې وروسته دافغانستان د حرب د دیوان په منظورۍ دقانون حیثیت پیداله ولسی جرګې وروسته پاچا توشیح کړ .
په یوه قطعه کې هزاره ، ازبک ، پښتون او تاجک له یوې قروانې نه راټول په خوند یې دخوړنځی له میز نه راتاو ، ټوکې اوټکالو سره یی یوځای ډوډۍ خوړله ، په سنګر کې یې دیوبل پرپرهرونو پټۍ لګولې .
هزاره اوترکمن ورورپه پښتو قومانده په ډیره سختی پوهیده او په اول سر کې به یې ویل :
(هموزغدر موفموم که ،سلاح ازمه آتې حسین علی یه ) ماناداچې حسین علی دده زوی وو اوسلاح دماندینې(ناموس) حثیت ورته درلود ، راشه اوس یې ګوره چې نیمایی ټوپک اوتیل په طالبانو خرڅیږی .
په هرصورت هغه خبر چې هیڅ افغان ته دمنلووړ نه ده ، هغه دې باشهامته اردو ته په سپک نظر کتل دی .
خودهرات دصرافی بازار د دلګی قومندان په غوړه مالۍ سره ددې اردو په ضوابطو ریشخند وهلی اود څو روپیو په خاطر یې ځان صراف ته ګونډه اوزموږ ملی اردو ته یې سپکاوی کړی ، هیله ده چې سزاورته ورکړل شی تر څوبل څوک داسې کار ونه کړی .