د سياست، استبداد او ارتجاع له خدمته د دين ژغورنې اړتيا

0 489

د پلاسټيکي څپلکو يوې کمپنۍ دومره ارزانه او بادوامه توليدات مارکېټ ته راوايستل چې تر يوه بريده يې د نورو کمپنيو د توليداتو د خرڅلاو مخه ډب کړې وه.
د دغو کمپنيو مالکان پسې ولګېدل، د بیروکراسي په زور يې لاندې نه‌شوای کړای، خو د ناروا تبليغاتو وروستۍ څپه دا را وختله چې کمپنۍ په خپلو توليداتو «د څپلکو په تلي» کې د خدای او پيغمبر نوم حک کړی.

پر ځمکه د څپلکو د تلي په لګېدو د ګډوډ وډو کرښو له څرګندېدو سملاسي پر کارخانه ور وغورځېدل، په نيم ساعت کې يې نه دا چې کارخانه لوخړه کړه، بلکې منيجر او څو تنه کارکوونکي يې پکې ژوندي وسوځول.
فرنټير پوسټ له خيبر پښتونخوا د لومړنۍ انګرېزي ورځپاڼې په توګه د افغان شوروي جګړې په وروستيو کالو کې راووتله.
دې ورځپاڼې خپل يو مخ پښتو ادب او تاريخ ته ځانګړی کړی و چې مشهور ليکوال، محقق او شاعر مرحوم شېرزمان غمجن طايزي چلاوه.

د اسلام‌اباد او کراچۍ مسلم، دي نيوز او ډان پسې ولګېدل، له دين سره يې په تضاد کې د فرنټير پوسټ د څو کرښو يو کالمه خبر پلمه کړ، فرنټير پوسټ په څو دقيقو کې له دفتر، ديوان، ماشينونو او څو تنه کارکوونکيو سره د اور خوراک شول.
ښايي ټولو ته څرګنده وي چې په پاکستان کې مسيحيان د نړۍ تر ټولو بېوزلي، بېرته پاتې خو خدمتګار او خواريکښ خلک دي، دوی له ښاره لېرې، په بېرته پاتې سيمو کې جونګړو ته ورته کورونه او کلي رغولي چې په وروستيو کې د نويو ښاري نقشو، ريل، ميټرو او نورو پرمختيايي پلانونو په غځېدا، د دوی بېرته پاتې کليو او مېنو د ګران بيه او کمرشل سيمو د وړتيا په تر لاسه کولو د ځمکو مافيا او غاصبان را وپارول، هغه وه چې د يوه ملا په کارولو يې کورونو ته څېرمه په خپل لاس قران‌کريم وسوځاوه او د جومات له منبر څخه يې د مسيحيانو پړه اعلان کړه.

د چور تالان په هوس کې په جومات کې را غونډو کسانو د غلو او لوټمارو په ملتيا تر يو ساعت په کم وخت کې سلګونه کورونه له ځمکې سره خاورې کړل.
د کوکا کولا په اړه هم يو وخت دغسې تبليغات ښه په درز کې چلېدل. دغه مشروب کېدای شي د روغتيا او جېب دواړو په تاوان وي، خو له ديني اړخه پر يوه حلال مشروب تبيلغاتي بريد د خلکو د احساساتو هغه زبېښاک دی چې بنسټ يې دين او عقيده نه، بلکې اقتصادي ګټې او سيالۍ ختلای شي.

ويل کېدل چې که پر بوتل د کوکا کولا د لګېدلي ليبل ډيزاين په هينداره کې وکتل شي، “لا مکه”، “لا محمد” لوستل کېږي، بيا به يې د دغه څښاک ملکيت له يهودي کمپنۍ سره درته را ويوست چې ګويا د اسلام پر ضد يې خپله دوښمني په دغه بڼه غځولې ده.

ځکه خو د دغو تبليغاتو په پايله کې «زمزم کولا» او «مکه کولا» راووتل، زمزم او مکه دواړه د ګټې او اقتصادي سيالي په تله او کاڼي وتلل شول.
د کوک او ورته څښاکونو په اړه پروفيسر خورشيد احمد يو علمي بحث را پورته کړی، په دغه بحث کې روغتيا او اقتصاد ته د دغو مشروباتو پر زيانونو هر اړخيزه خبرې شوې، خو له ديني پلوه تر ترټنې لاندې نه دي نيول شوي.

پر وړاندې يې شړومبې د ارزانه او ګټور مشروب په توګه پېژندل شوې دي.
ده شل کاله وړاندې دغه بحث را پورته کړی، د ورځې، اوونۍ، مياشتې او کال په اوږدو کې يې د دغو مشروباتو د کارونې کچه او لګښت، له شړومبيو سره پرتله کړی، بيا يې له روغتيايي او اقتصادي پلوه له ارزونې د سپما کچه د ميليونونه ډالرو په خانه کې را ايستلې ده.

د ده په خبره که شړومبې د کوک او نورو بهرنيو مشروباتو په معيار پېک کړای شي، له اقتصادي او روغتيايي اړخه تر بهرنيو مشروباتو ګټور دي.
پرفيسر خورشيد سره له دې چې د جماعت اسلامي د لارښووې شورا غړی دی، دغه بحث يوازې له اقتصادي او تخنيکي پلوه غځولی، له دين سره يې نه دی تړلی.
د ده په خبره، توپير ايله دومره دی چې شړومبی د بېرته پاتې هېوادونو محصول دی او کوک څنګه چې له پرمختلليو هېوادونو سره پېيلی، ځکه خو د موډ او فېشن په توګه د درېيمې نړۍ د هېوادونو د دسترخوان برخه ګرځېدلی.

د ځينو په اند نکټايي اوس هم د صليب نښه پېژندل کېږي، خو ما څه موده وړاندې يوه عملي تاريخي څېړنه کې د دې بېخي بل ډول شاليد لوست.
څه موده وړاندې د افغان پوځ په يوه ښوونيز مرکز کې دې ته ورته ربړه را منځ ته شوه، هلته د وېشل شويو جرابو په اړه دغسې پروپاګنډ نږدې يوه بلوا را منځ ته کړې وه چې ګنې پر جرابه لګېدلې نښه له دننه د الله تعالی يا پيغمبر نوم لوستل کېږي.

موږ ته چې څوک ووايي غوږ دې سپي يووړ، دومره نه کوو چې خپل غوږ ته لاس کړو، له واره په سپي پسې ځغلو.
په اسلامي هېوادونو کې ډېری سياسي سيالۍ او بدي د دين په نامه پالل شوې، ډېری خونړي جنګونه د دين په نامه تپل شوي دي.

ځکه خو په اسلامي هېوادونو کې دين، استبداد، اقتدار او سياسي ګټو ته استخدام شوی. د شهيد عزيزالرحمان الفت يوه مقاله په افغان اونيزه کې «دين را باید از خدمت ارتجاع و استبداد نجات داد» تر سرليک لاندې پر همدغو مسايلو ژور او پراخ بحث لري. که څوک نيمه پېړۍ وړاندې هغه مقاله نن ولولي، داسې به ګڼي لکه شهيد الفت چې پر همدې ورځ خپله ليکنه بشپړه کړې وي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.