د ښارونو تر منځ د وروڼو، خويندو اړيکه د زړې تجربې نوې څپه

0 295

افغانستان او هند له مودو د تاريخي او دوديزو ملګرتياوو په مضبوط مزي پېيل شوې دي، ځکه خو د دې اړتيا نه‌شته چې بل څوک دې دغه اړيکې افغانستان ته په ګوته يا ور وپېژني.
د امريکا دغه دريځ يا سلا مشوره چې هند په افغانستان کې مشروع امنيتي ګټې لري، بې اوماچه د ځان خولې کولو انډول دی.

امريکا موږ ته د بل هېواد د ګټو د مشروع ښوول مرجع نه ده، افغانان هيڅکله دغسې مراجع په رسميت نه‌شي پېژندلای. پوښتنه دا ده چې امريکا څنګه په يو خپلواک هېواد کې د بل هېواد د امنيتي ګټو د مشروعيت او نه مشروعيت حق ځان ته ورکولای شي؟

د افغانستان او هند تر منځ هيڅکله کومه سياسي ترينګلتيا نه ده پېښه شوې، دواړو هېوادونو په خپلو منځونو کې د اړيکو دوام له شکه وتلی حقيقت ګڼلی، افغانان د هند په تاريخ کې د صداقت، زړورتيا او رښتينتوب کرکټر او سيمبول پېژندل شوی او افغانانو هند خپل تاريخي او باوري ملګری ګڼلی دی، ځکه خو د هند او افغان دوستي د نورو له خوا وړاندې شويو تعريفونو ته اړه نه ده.

افغانان نه دا چې د هند له مرستو منندوی او د قدر په سترګه ورته ګوري، د خپل هېواد په ابادۍ او اقتصادي وده کې يې د ملا تير ګڼي، ځينې پرمختياوې بې له دې چې ګټورتوب يې وارزول شي، يوازې د يوې نندارې او تبليغاتي څپې په توګه رادبره کړای شي، ځکه خو ډېری دغسې پرمختياوې کومه ځانګړې ګټه نه‌شي لرلای او د پرمختګ ارابه نه‌شي ګړندۍ کولای. له همدې ځايه یې تکرار د ناکامو تجربو په توګه د مقطعي سياستونو او سياستوالو د غاړې غور ګرځېدلی وي. د ببرک کارمل په وخت کې له ستر شمالي ګاونډي سره د اړيکو په اوج او موج کې کابل له مسکو سره د وروڼو ښارونو په توګه وپېيل شو، دغسې د هېواد نور لوی ښارونه هم د پخواني شوروي اتحاد له ښارونو سره د وروري او پيوستون غبرګوني وروڼه وګرځول شول.

وايي بريژنيف د ختيزې اروپا له کوم ولسمشره پوښتلي وو چې شوروي اتحاد تاسې خپل ورور ګڼئ، که ملګری؟ ولسمشر ورته ويلي وو، ورور!
کمونيسټانو چې رفيق، ملګری او کامريډ د خپل سياسي او ايډيالوژيک قاموس په زړه‌پورې ټکی ګرځولی و، پوښتنه وکړه؛ ولې ملګری، په ملګریتا کې څه زيان دی؟

ولسمشر ورته ويلي وو؛ ملګرتيا پخپله خوښه وي، خو وروري د طبيعت جبر دی.
د کابل او مسکو يا نورو ښارونو د وروري دغه اعلان يوازې د توريو، ټکيو، کرښو او جملو يو اعلان پاتې شو، نه کابل د مسکو په څېر پرمختګ وکړای شو او نه هم مسکو د کابل مشر ورور پاتې شو.

په دې توګه مشر هم د خندا وګرځېد، کشر. په غبرګون کې يې د پاکستان ديره تنظيمونو او لوېديځ ته د شوروي له خوا د افغانستان د لاندې کولو يوه نوې تبليغاتي څپه برابره کړه چې له امله سعودي او لوېديځ له مجاهدينو سره د مرستو زياتوالي ته ورمات کړ، اوس دغسې يوه ننداريزه لوبه له ډيلي را پورته شوه، افغان سفير د افغانستان لس ښارونه د هند له لسو هغو سره د خويندو ښارونو په اړيکه وپېيل.

زموږ ځينې سفيران او ډيپلوماټان د خپل هېواد د استازيتوب په پرتله د کوربه هېواد سفير ښکاري، له همدې ځايه په دريځونو او ډيپلوماسي کې د خپل هېواد ګټې او نزاکتونه پام‌وړ نه‌شي ګڼلای. په تشو تبليغاتي غورځو پرځو کې د خپلې بقا او لاس ته راوړنو په لالهاني اوښتي وي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.