د پیغام رسولو هڅې / عصمت قانع

0 448

د میربت کلا غلام ګل ګوروان ته یې په عامه ژبه پک غوبه ویل. غلام ګل له ځوانۍ څخه پک و، یانې نه یې پر سر تار درلود او نه یې په چا کار درلود.
د سهار په خړه کې به یې د کلي غواوې، غوایي، خره، کوټکي، ګیله ګیان یانې سخوندران د غره پر لور وشړل او له خپلې زېړې تولۍ سره به تر تور ماښام پورې د غره په لمن کې د پادې او کورم په پوولو او روزلو بوخت و. پتک به یې له اوبو، توبره به یې د ډوډۍ له اتامو او شپېلۍ به یې له نغمو ډکه وه.

چې ماښام به یې کلي ته ګورم را په مخه کړ؛ نو پر لاره به یې سندرې ویلې، عجیبې عجیبې غړانګې به یې کولې، شاه وزیره یاره ډېره مینه مه کړه او ګل پر قره‌باغ دی جانانه، د شا غاسي یاره جانانه، شاغاسي مړ سو بارکزي ژړا کوینه ـ ګل په لمن خپور دی، کمیس د چټې های های جانانه.

د میربت کلا ګورواني خو ګورواني نه وه تیاره پاچاهي وه ـ ۱۲۰ کوره کلی و، هر کور څلور بول درلودل. د غلام ګل ګوروان پخه ډوډۍ له کلي څخه وه، جامه او ناروغي یې هم د کلي پر غاړه وه، پردې علاوه په هرو لسو څلور بولو کې یو د غلام ګل په پخه پچه ختلی و.

د کلي اخندزاده صاحب چې د غلام ګل غوبه پر خلاف یې ګڼې څڼې درلودې او هر سهار به یې د شرشمو په تېلو غوړولې هم د کلي د پخې ډوډۍ تیارخور و.
زموږ په کلیو او بانډو کې درې ډوله خلک دي چې له ولس څخه پخه ډوډۍ راټولوي، ملایان، غوبانه او ډمان، هغه خلک دي چې پخه ډوډۍ یې د هر کور پر نغري او تبۍ باندې حواله ده.

د کلي اخند زاده صاحب هم پخه ډوډۍ د چړیانو په وسیله له کلي څخه راټولوله او له غلام ګل غوبه سره یې خورا یارانه جوړه کړې وه، په جومات کې به یې د ماخستن له جماعت ورکولو وروسته د غلام ګل غوبه صفتونه کول او د کلي د پادې په باره کې به یې د غلام ګل غوبه مسوولیتونه د کلیوالو د تايید او ملاتړ وړ بلل.
خبره بله وه. اخند زاده صاحب پر غلام ګل غوبه باندې نه و عاشق شوی، له تېرو دوو کالو راهیسې اخندزاده صاحب کونډ و، میرمن یې د لنګوغ پر وخت مړه شوې وه، د خپل طبیعت له مخې کلیوالو د ځان سیال نه باله چې لور او خور ورکړي او د نږدې کلیو او بانډو اخندزاده خېلو او صاحب زاده خېلو چرت نه پکې واهه.

د غلام ګل ګوروان په کوڅه کې دوې کونډې وې او هغوی هم پرځای ناستې وې. له مودو مودو زاریو وروستو اخندزاده صاحب د کلي کوروان راضي کړی و، کله چې پاده او کورم کلي ته راولي او غواوې د کونډو پر کوڅه د څښتنانو کور ته ورسپاري، نو د اخندزاده صاحب له ادرس څخه به ښکنځل کوي.
پک ګوروان چې به څنګه د کونډو پر کوڅه را برابر شو؛ نو زیړو غواوو ته به یې په حکیمانه ښکنځلو خوله پرانیستله.

چوی چووي ستا په ک…. کې د اخندزاده صاحب دا غټ بلاګی در ووهم، های های دې خوا راوګرځه ستا په دا شي کې د اخندزاده صاحب دا غټ موږی درومنډم.
څه دپاسه دوې هفتې د ګوروان په ژبه د کلي د غواوو په مخصوص الت باندې د اخندزاده صاحب دا غټ موږی ور حواله کېده چې بالاخره د کلي چړیانو او طالبانو ګوروان د اخندزاده صاحب د توهین په تور د ماښام په خړه کې د ډانګانو او سوټیانو تر وارونو او ګوزارونو لاندې کړ.
پک ګوروان په مرګ سره وټکول شو، پښتۍ یې ماتې شوې. د میربت کلا دیګان موچي به ویل چې کبرغه ګوروان شکستانده شده است.

سهار په کلي کې اوازه ګډه شوه چې پک غوبه د جومات چړیانو او طالبانو په مرګ وهلی دی، هيچا ته هم د ګوروان د وهلو او ټکولو علت نه مالومېده، ځکه چې د جومات او ګوروان تر منځ داسې خواږه روابط موجود وو چې وهلو او ټکولو ته حاجت نه پاتې کېده. کلیوال مجبور شول چې د غوبه د وهلو او ټکولو پوښتنه وکړي.

سهار وختي څو تنو سپین‌ږیريو د پک غلام ګل عیادت وکړ او هم یې د وهلو ټکولو په باره کې پوښتنه ترې وکړه.
ګوروان بېچاره په زګیروي کې ورو ورو کلیوالو ته وویل چې اخندزاده صاحب پخپله د غواوو په الت کې د خپلې غټې ډګې د وهلو فرمایش راته کړی و.
وروسته کلیوال پوه شول چې اخندزاده صاحب غوښتل، د کوڅې کونډو ته د خپلې مضبوطې تناسلي الې پیغام ورسوي.

د غلام ګل ګوروان او اخندزاده صاحب کیسه مې په کابل کې تر هغو پیغامونو پورې را په یاده شوه چې د اقتدار د کونډې کونډان سیاستمداران یې کله کله په سيمبولیکه توګه د تصمیم‌ګیري د مرکز پیریانو ته ور رسوي.
د لږه‌کیو هزاره‌ګانو، ازبکانو او تاجیکانو نماینده ګان د ISII ادرس ته همدا پیغام رسوي چې ګویا همدا دوی دي چې د واحد افغانستان پر ضد د پنجاب له ارمان سره مرسته کولای شي، خو د هېواد قومونه نه پرې پوهېږي او دغه پیغام د قومونو پښتۍ ماتوي.

د ټکنوکراټانو په جامه کې بیا ځینې لونډان امریکا ته پیغام رسوي چې ګویا همدا دوی دي چې کولای شي، د خپل سامان په زور د کونډې رضایت تر لاسه کړي.
خو فکر نه کوم چې د افغانستان د سیاسي واک کونډه دې لا تر اوسه پورې دغو خاصو پیغامونو ته متوجه شوې وي.

زما په خیال تر څو چې د کونډې د وراثت اصلي ادرس د افغان وطن، افغان ملت د کابل د اقتدار له مرکز څخه د پردو هیلو تار په ملي تېغ غوڅ نه کړي، حالات به همداسې وي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.