د امریکا نوې سټراټېژي؛ د ایران او طالبانو اړیکې / فریدون خوځون

0 211

په افغانستان کې پراخېدونکې جګړې د نویو ابعادو په خپلولو سره افغانان اندېښمن کړي دي. سره له دې چې د افغانستان او سوېلي اسیا په اړه د متحدو ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان شوې سټراټېژۍ تر یوې کچې د خلکو اندېښنې راکمې کړې، خو پای ته و نه رسېدې.

پاکستان؛ په افغانستان کې د 2004 کال د طالبانو د جګړو له بیا پیلېدو راهیسې د طالبانو ملاتړی بلل کېږي او په دې تورنېږي چې په خپله خاوره یې کې د طالبانو په ګډون لسګونه وسله‌والو ډلو ته د جګړې امکانات برابر کړي دي. دې ډلو که په افغانستان کې جګړه ګرمه ساتلې او ورسره یې هند ته هم ګواښ پېښ کړی دی.
خو دمګړۍ یوازې پاکستان نه دی چې په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي او هڅه کوي چې له طالبانو څخه په سیاسي استفاده خپلې موخې تر لاسه کړي. دمګړۍ ایران هم په دې ډګر کې کوښښ کوي چې تر پاکستان وروسته نه‌شي. د دې تر څنګ روسیې او ممکن د سیمې نورو هېوادونو هم په یو ډول نه یو ډول له طالبانو سره اړیکي ټينګ کړي وي. د منځنۍ اسیا هېوادونه هم د افغانستان له وضعیت څخه خپلې اندېښنې لري.

په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت له لوري د اوبو مهار او د بندونو جوړول او له بلې خوا د داعش را منځ ته کېدو ایران او روسیه له طالبانو سره خواخوږۍ او همکارۍ ته اړ ایستل. د داعش ځواک او په غیر مستقیم ډول د ځینو افغان چارواکیو او رسنیو له لوري ورته د لوړ پرواز ورکولو نور هېوادونه هم اندېښمن کړل.

د اوبو کنټرول د ملي یووالي حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه دی او دمګړۍ د اوبو او برېښنا وزارت د سردارمحمد داوودخان ټولې هغه طرحې چې د اوبو د مهار له‌پاره یې پلان کړې وې، ارزیابي او له سره د پلي کېدو له‌پاره پر مېز ايښې دي.
د اوبو په مهار کې د ملي یووالي حکومت جدیت ته په کتو سره د تهران اندېښنې پيل شوې او له بېلابېلو لارو یې کوښښ وکړ چې د کمال خان بند د جوړېدو مخه ونیسي. د سلما بند د چارو د پای ته رسېدو او د کمال خان بند د پيلېدو سره سم، د هېواد په لوېدیځ کې نا امنۍ زور واخیست. داسې اسناد او شواهد په ډاګه شول چې ایران د دې جګړې بشپړ مسوولیت پر غاړه لري او طالبانو ته په مالي امکاناتو سربېره یې د پوځي امکاناتو وېشل هم پيل شول. هلمند د سختو جګړو شاهد شو.

په هرات کې د وژنو او تښتونو لړۍ پيل شوه، پر فراه د طالبانو تمرکز ډېر شو. په بادغیس، غور او نیمروز کې طالبانو نوی حضور نندارې ته کېښود. په دې وروستیو کې طالبانو تیوره ولسوالۍ سقوط کړه چې اصلي موخه یې د سلما بند پر وړاندې د خنډونو جوړول و. د دې تر څنګ طالبان غواړي چې د تیوره او کوهستاناتو تر منځ ځان ته یو ارتباطي پل جوړ کړي او دا لړۍ د فاریاب او تر هغې هم وړاندې شمالي ولایاتو سره ونښلوي. تر څنګ یې په فراه او نیمروز کې ناامنیو ته لمن ووهل شوه چې د بخش‌اباد او کمال خان د بندونو مخنیوی وشي. داسې ډېر شواهد له هماغه پيله د ځايي چارواکیو او ان د ملي امنیت شورا لاس ته ورغلل چې د دې ټولو ناامنیو تر شا یې د ایران شتون ثابتاوه.

په اصل کې یوازې د اوبو مساله نه وه چې ایران یې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ ته اړایسته، بلکې په افغانستان کې د داعش حضور هم د ایران له اندېښنو څخه و. ایران فکر کوي چې داعش په افغانستان کې د امریکا پروژه ده چې موخه یې ایران ته هم ناامنۍ لېږدول دي. دا هغه فکر دی چې له روسیې سره هم شته، حتا چین هم د داعش له حضوره ورته انګېرنه او اندېښنه لري.

دا اندېښنې هغه مهال لا پسې ډېرې او جدي شوې چې په کور دننه یوشمېر لوړ پوړو چارواکیو د داعش او حکومت په اړه ځينې غیرمسوولانه څرګندونې وکړې. مثلاً د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر رسماً امنیت شورا تورنه کړه چې د داعش پروژه مخ ته وړي. دغه راز د بلخ والي عطامحمد نور، د ولسمشر مرستیال عبدالرشید دوستم، د پکتیکا يوه پخواني والي او نورو مسوولانو داسې څرګندونې وکړې چې د داعش په اړه یې د سیمې د هېوادونو شکونه تقریباً یقیني کړل.

په بدل کې افغان حکومت په غیرمستقیم ډول د کمال خان بند د جوړېدو چارې څو میاشتې د تدارکاتو په کمېسیون کې وځنډولې. له ایران سره په وار وار اړیکو او خبرو کې هيڅ ډول پرمختګ رانغی. حتا د دغو بندونو د جوړېدو په سر د اوبو او برېښنا وزیر او ولسمشر تر منځ ناندرۍ هم راپورته شوې. د اوبو او برېښنا وزیر ولسمشر ته سر وټکاوه چې تدارکاتو کمېسیون یې په غیرقانوني ډول د کمال خان، بخش‌اباد او ځینو نورو بندونو د جوړېدو تړونونه په اجنډا کې نه دي نیولي او په میاشتو میاشتو یې ځنډوي.

افغان حکومت تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د سلما بند ساتنه پيل کړه او هم یې د کمال خان بند د جوړېدو له‌پاره مټې را ونغښتې. ستره ستونزه د فني او تخنیکي کارګرانو او انجینرانو ساتل او د کار تر سیمې رسول دي.

حکومت سره له دې چې کره او موثق اسناد یې لرل، د لوېديز او سوېل‌لوېدیز د ناامنۍ تر شا ایران دی، خو بیا هم د دې له‌پاره چې وکولای شي، پېښې شوې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي، ځان ناګاره کړ. دا هم سمه ده چې د افغان امنیتي ځواکونو د مورال لوړ ساتلو او هم د دې له‌پاره چې په هممهاله ډول له دوو ګاونډیانو سره نه‌شي کولای په کړکېچ کې ښکېل شي، کوښښ یې وکړ چې له ایران سره سوله‌یز تفاهم ته ورسېږي. له بده مرغه ایران نه یوازې دا چې د کابل ډیپلوماسي ته یې مثبت ځواب ور نه کړ، بلکې لا یې هم پر خپل دریځ ټينګار وکړ.

نړیوالو ځواکونو هم دا مساله ښه درک کړې ده، د جنرال جان نیکلسن څرګندونې هم پر حقیقت ولاړې وې. تر دې مهمه بیا دا ده چې د افغانستان په تړاو روسیه هم د ایران پر سیاست مخ ته ځي. څه وخت وړاندې افغان امنیتي ځواکونو په هلمند کې د چورلکو ضد ایران ساخت وسله کشف کړه. که څه هم چې دا هوايي ضد وسله د الوتکو ضد به اغېزناکه نه وي، خو په شدت سره د چورلکو له‌پاره اغېزمنه تمامېدای شي.

اوس چې تازه امریکا د افغانستان په تړاو خپله نوې سټراټېژي اعلان کړې چې له مخې به یې افغانستان ته نور امریکايي سرتېري هم د روانې جګړې د ګټلو له‌پاره راځي، ورسره دا اندېښنه هم زیاتېږي چې ممکن ایران او روسیه په ځینو نورو او سختو اقداماتو لاس پورې کړي.

د سټراټېژي په اعلان کې که څه هم چې ښه دا وه چې د ایران یادونه و نه‌شوه، خو په بشپړ ډول د ایران د رول له پامه غورځول ممکن امریکا او افغانستان ته نوې سرخوږي جوړه کړي. یو له دې اقداماتو څخه ممکن دا وي، ایران د دې له‌پاره چې په افغانستان کې امریکايي ضد مقاومت پياوړی کړي او له بلې خوا په افغانستان کې د داعش له پراخېدونکي ګواښ څخه ځان په امان کړي، د طالبانو د اکمال او ملاتړ تر څنګ له سوریې او عراقه ایران‌پاله داعشیان افغانستان ته را ولېږدوي چې له یوې خوا د ایران موخې پلې کړي، له بلې خوا له ختیځه د پراخېدونکي داعش پر وړاندې دفاعي دېوال جوړ کړي او امریکا په افغانستان کې وننګوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.