تالیف او ژباړه: همایون دوست/په افغانستان کی د خلافت اسلامې خاته او پریواته

0 534

«په افغانستان کی د خلافت اسلامې خاته او پریواته»
یا « افغانستان نه د پیښور جلا کیدو اساسي محرک»
بشریت په دې باور دي چی تاریخ نه تکراریږې،خو کله نا کله د زمانی واټن په تفاوت سره د ځینو پیښو راټوکیدل په شکل او محتوا کټ، مټ په ټولو اړخونو کی سره دومره ورته والې لری، که نومونو بدلوالی یې له پامه وغورځول شی، بیا ګرانه ده چی یو له بله توپیر کړو. زمونږ تاریخ شاهد دی،چی ان د ځینو تحریکونو خاته(ظهور) او پریواته(زوال) له یو ځایه او په یوی بڼه د یو ډول پایلو سره ختم شوی، ځلانده بیلګه یی، بریلویانو د خلافت اسلامې (۱۸۲۹- ۱۸۳۰م.) او حبیب الله (بچه سقاو) امارات اسلامې (۱۹۲۹- ۱۹۳۰م.) پیرونه دې، سربیره په دی چی د دواړو پیرونو تر منځ روغه پیړۍ زمانی واټن پروت دي، خو په ظاهر او باطن کی د غبرګونو ورورنو په څیر مازی دومره تفاوت لری، چی خلافت اسلامې کابو یوولس او سقویه اسلامې امارات په نهه میاشتو واکداری کی وتوانیدل، چی له مادی او معنوی بابته ملت ته د زیانونو دومره دروند پیټۍ په اوږو بار کړی،چی په ملاه کړوپ او نه جبران کیدونکو کړاو سره یی تر ننه اخته کړی. تصادف نه دي، چی دواړو تحریکونو د مشرانو برخه لیک هم چندان توپیر سره نه لری، د خلافت اسلامې د مشرانو سرونه په بالاکوټ له تنی غوڅ او راجپوتیانو په نیزو ګجرات پوری نڅولي، د سقاویانوسرونه بالاحصار په لمن کی د دار په حلقو بندی او تنی یی باد ګډولي، ورسته وزیریانو یی مړی «مداغه» شا او خوا کی په یوه کنده کی خاورو لاندی پټ کړل. (خو جمعیت اسلامی شوده فکرو، مرنجان د غونډۍ نه ناپیژندو مړو هډوکی، د سقاو په نامه له خاورو وسپړل د کاذبو اوښکو څڅولو په بهیر کی دوی هغه مهال ټکان وخوړ چی چا یی له غوږه تیر کړل، چی « نادر خان او هاشم خان څنګه زغملی شوای، چی د دوی پلار(یحیی خان) اونیکه (یوسف خان) په هدیره کی دی د اعدام شو مجرمینو مړی خښ شی؟»).
د دواړو غورزنګونو مشران چی په ریښتنی سره د ساده پرګنو ډوب له بطن څخه پورته شوی ؤ، په دی توپیر چی یو یی د دینی زده کړو لوی عالم او د «مطلق توحید» په لیدلوری له مذهبه څخه د هر ډول شرک او موهوماتو، چاڼ او جارو کولو سر سخته مبارز ؤ، خو بل یی د تاویزونو دری ځونډې په غاړه لرل او بشپړ نالوستی، لاکن د مړزانو او چرګانو د جنګولو بیرقبه مهارت تر څنګ د غلا په تور تورن او لوټماره مفرور ؤ.
جوته ده، چی زمونږ د ناښوالوی په رامنځ ته کولو کی سر بیره په دوی، د بهرنيو لاسونو ښکاره ونډه درلوده. خو منصانه یی نه ګڼم، چی د خپلوستونځو ټوله پړه په دوي وتپو،بده به نه وی چی د خپل ولس نیمګړتیاوی رابرسیره کړو او وار،وار د تکرار مخه یی ډب کړو.
سید احمد بریلوی: په خټه سادات ۱۷۸۶م.کال په نوامبر کی هندوستان د اتارپرادش په ایالت کی سترګی غړولې، په وړکتوب کی د شاه عبدالعزیز دهلوی تر نیغی ښوونی او روزنی، د سلفی طریقت سر سخته پلو ؤ.
ورسته له کتابته د استاد په سپارښتنه په جهادی ملیشو کی تنظیمیږی، کله چی جهادی مشر یي امیرخان په بډو اخیستلو ناببره انګلیس واکمنۍ ته غاړه ږدې، دی د شپږو کالنوجهاد پس په ناهیلې سره جهادی لیکې پریښودو ته اړ کیږی او په ۱۸۲۱م.کی د حج تر سره کولو په هوډ رهې کیږی. په حجازو کی د دوه کلنو هستوګنی په ترڅ کی محمد بن وهاب له پیروانو سره په ناسته پاسته کی د هغوی لیدلوری تر اغیز لاندی په ۱۸۲۳م. بیرته هند ته ستنیږی.په دي مهال د کابل، پیښور او کندهار واکدارانو خپل منځې تربګنۍ له کبله د سیهکانو میخه لنګه شوی وی، ملتان او کشمیر د افغانستان له سټې نه داړلی او په ټول پنجاب یی خیټه اچولی وی، انګریزانو بنګال مهار کړی، پادریان روزمره د مسیحې مبلغینو په مټ دعوت شوی ډلې،ډلې ځوانان ته تعمیدی غسل ورکاوه، په دهلی کی مسلمانانو واکداري د ژوندون ورستې سلګۍ وهلې.
دی وضیعت ته په کتو سره ډیر خواشینې کیږی، د کړکیچ نه د وتلو په لټون د سلا مشوری له پاره خپل استاد شاه عبدالعزیز دهلوی دیری ته ځی، چی په هندی مسلمانانو کی پراخه معنوی نفوذ درلود، هغه ته د یو داسی ګوند جوړولو وړاندیز کوی، چی د مذهبی چارو مخ بیولو تر څنګ، د زور نه په کار اخستلو کی پوځی چاری هم په مخ بوځی او باید دفاعی حالته ووځو او په تعروضی بریدونو لاس پوری کړی. د مورخ «الوی رویا» په خبره دا د هند په تاریخ کی په دې بڼه غورزنګ لومړنی نوښت ؤ.ده په خپلو استدلالونو خپل استاد داسی اغیزمن کړ چی، هغه همدم شاه اسماعیل دهلوی او مولوی عبدالحی ( زوی او اوښي ) د ده بعیت او عملې مرستې ته وهڅول او له همدی شیبیي پس یی شاه اسماعیل دهلوی په ټولو چارو کی تر مرګ پوری ملګری او مرستیال پاتی شو.
شاه اسماعیل دهلوی:۱۷۷۹م. اپریل په ۲۶ دهلي کی زیږدلی، نیکه یی شاه ولي الله دهلوی د «دیوبندی دارالعلوم مدرسی» فکری تاداو ایښودونکو له مشرانو ګڼل کیږی،هغه د بن وهاب همزولی او په مدینه کی هممهاله د یوه استاد تر ښوونی زده کړی سرته رسولی وی او هند ته د راتګ سره سم په اسلام کی د سمښتپالو سرلاری شو.
کله چی مرهټه ځواک په دهلي کی مغلولی حکومت ته کواښ پيښ کړ، شاه ولی په خپلو هلو ځلو وتوانید، چی مسلمانانو واکمنی له حتمی مرګه وژغوری او عمر یی اوږد کړی. (مرهټو په اولسمی پیړۍ کی د اسیا په جنوب شرق کی قوی دولت جوړ کړی ؤ، چی د احمد شاه بابا سره د مخامخ کیدو تر مخه د هند لویه برخه کنترولوله او هوډ یی درلوده چی د مغلو واکمنی نسکوره کړی)
د (جنبش شاه ولی­ الله در هند) د مولف په وینا :«احساس خطر از فروپاشی قدرت و حاکمیت سیاسی سنتی مسلمانان در هند و روی کار آمدن طوایف غیرمسلمانی چون هندوها و سیکها و سلطه آنها بر مسلمانان، به مبارزاتی عملی به منظور حفظ و پاسداری از حوزه اسلامی هندوستان و قدرتمند ماندن مسلمانان آنجا دست زد؛ تا آنجا که طی نامه ه­ای، از احمدشاه ابدالی حاکم افغانستان در نیمه دوم قرن هجدهم میلادی خواست که وارد هند شود و حاکمان غیرمسلمان مرهته و جات را سرکوب کند و او نیز با نبرد با مرهته، شکست سختی بر آنها وارد ساخت؛ اما با درهم فروریختن دولت نیرومند مرهته، که مانعی بر سر راه پیشروی قوای اروپایی و استعمارگر بود، راه برای غربیان اشغالگرهموارتر شد.»
پانی پت جګړی سربیره په دی چی، په دهلی کی مسلمانانو حکومت ته یونیم سل کلنو له پاره نوره ساه ورپو کړه، افغانستان یی هم په ۱۷۶۱م. پسرلی کی د منځي ختیز تر ټولو په لوی هیواد بدل کړ او احمد شاه بابا د واکداری سیمه یی تر دوه میلیونه کیلومتره مربع لا پراخه کړه.
مرهټه پیشوا د زوی په ګډون په لسګونو زرو هنودو، سیکهـانو او جټانو وژل کیده منفی اغیز وړاندلید هغه مهال د انسان له وسه پورته خبره وه، چی ځینی افغان دښمنه مورخین یی د ننیو معیارنو په بڼست احمد شاه بابا غندی. هغه مهال په ټوله نړۍ کی د تضادونو له مینځه وړلو یواځینی لار، بری په جګړه کی ؤ. دا چی انګلیس په کومه مکاری د سیمی ذاتی تضادونو نه استفاده وکړه، د کارل مارکس په وینا «د ټولواک مغول ځواک، خپلو وارثیونویې مات کړ، د وارثیونو ځواک مرهټیانو مات کړ، د مرهټیانو ککره افغانانو ماته کړه، دا مهال، چی په ټوله کی ټول د یو بل سره په جګړه کی ښکیل ؤ، انګریزانو په رامنډه کړه او ټول یي پښو لاندی وزبیښل.».
– د شاه اسماعیل پلار شاه عبدالعزیز دهلوی ۱۷۴۶ـ۱۸۲۴م نومیده.هغه د مسلمانانو په خاوری د ښیلاکګرو په تیری تل سپوغې نیوکی کولي، کله چی د هند د اوقاف ریاست مشر ؤ له خپل دریځه په استفادی سره او د نورو علماو په تاُیید، په ۱۸۰۳م. د هغوی په وړاندی د جهاد فتوا ورکړه او په نر او ښځو یی واجبه وګڼله، څو دوی اړ باسی چی له هندوستان نه ووځی، خو ژر د انګریز پلوملایانو په مټ فتوا شنډه او باطل کړای شوه.
خو پلویانو یی د سید احمد بریلوی او شاه اسماعیل دهلوی په مشری جهاد په ټولو معیارونو برابر او مشروع ګاڼه، چی د لړۍ یی له افغانستان نه پیل کړه.
تالیف او ژباړه: همایون.دوست
پاتی برخه لری.

Leave A Reply