د کابل ـ اسلام‌اباد اړیکو د قبایلو اقتصاد خراب کړ

0 312

کوز پښتانه وايي چې پاکستان په لوی لاس له افغانستان سره د تجارت د خرابولو هڅه وکړه چې له کبله یې د دوی اقتصاد او راتلونکي ته کلک زیان اوښتی. د دغه کار دوه لامله ښوول کېږي، اول پر افغانستان د فشار زیاتول او دویم د پښتنو د مالي او اقتصادي سرچینو بندول. له ډېورنډ پورې غاړه مېشتو څه باندې ۳۰ میلیونه پښتنو د لویې برخې اقتصاد له افغانستان سره د پاکستان له لارې په راکړه ورکړه او دوو مهمو لارو ولاړ دی چې پکې تورخم او سپین‌بولدک یا پېښور ـ تورخم او کویټه ـ سپین‌بولدک راځي. د غیر رسمي شمېر له مخه له افغانستان سره د پاکستان په راکړه ورکړه کې تر ۱۰ میلیونه پښتانه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ښکېل وو چې پېښور او کویټې یې بارزې نمونې دي. سره له دې چې په کراچۍ کې چې د پاکستان د ملا تیر بلل کېږي، شا و خوا ۴ میلیونه پښتانه ژوند کوي، خو د هغه ښار په اقتصاد کې د پښتنو ونډه په صفر حساب ده. دغلته د مېشتو پښتنو لویه برخه د نورو په کار و بار کې ورځنۍ مزدورۍ کوي او یا له نورو سره په نوکرۍ بوخت دی.

له ډېورنډ پورې غاړه د پښتنو د څه باندې څلورو لسیزو کار و بار په تورخم او سپین‌بولدک را ټول و او له برکته یې د سلګونه زره پښتنو ژوند نوی رنګ موندلی و. د غیر رسمي شمېرو له مخه یوازې په پېښور او تر تورخم لار باندې د شا و خوا ۲۰۰ زره هغو پښتنو ژوند اباد او ورځنۍ چارې یې په خوند روانې وې چې د افغانستان له ټرانزیټ او افغانانو سره یې کار تړلی و. د همدومره نورو پښتنو کار و بار د کویټې او سپین‌بولدک تر منځ په لاره کې پر هغه ټرانزیټ او چارو جوړ و چې افغانستان ته تر سره کېدل. لسګونه زره نور پاکستانیان چې لویه برخه يې پښتانه وو د پاکستان د کراچۍ په ګډون په لویو ښارونو کې له افغانانو سره په کار و بار بوخت وو.

دا رنګه د پېښور او کویټې په څېر لویو او څه کوچنیو ښارونو کې لسګونه زره پښتنو افغانانو ته خپل کورونه او دوکانونه په کرایو ورکړي وو چې د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د خړپړتيا په تړس کې یې کوربنو پرېمانه عواید بايلودل. دا رنګه د پاکستان په سرحدي سیمو کې د هغو پښتنو ژوند له تباهي سره مخامخ دی چې کار و بار یې له افغانستان سره په تجاري اړیکو ولاړ و. له پاکستان سره د افغانستان د سوداګري د کمېدو له برکته په قبایلي سیمو سربېره د پښتنو نیمايي کار و بار په ټپه درېدلی او خلک له خپلو سیمو پنجاب او سیند ایالتونو ته خپل کار و بار لېږدوي.
په پاکستان کې د سوداګرۍ خونې وايي چې افغانستان ته څو کاله وړاندې د شا و خوا ۷۷ میلیارډه ډالره کلنی کار و بار د دوی په مټ او یا د دوی له لارو تر سره کېده او د دغه کار و بار ډېره ګټه په پاکستان کې تر نورو لومړی پښتنو ته رسېده چې په ۲۰۱۷ کال کې لس برابره د دغې راکړې ورکړې په کمښت سره همدومره زیان دوی ته اوښتی دی.

د کوزې پښتونخوا سوداګر او کاروباریان وايي چې د افغانستان او پاکستان د سوداګري په کمېدو سره د دوی ۹۰ په سلو کې کار و بار له منځه تللی او غواړي خپل کار نورو سیمو ته بدل کړي. د دوی باور دا دی چې پاکستان په دې ګام سره له خپلو مېنو او سیمو د پښتنو بې‌ځایه کول او نورو سیمو ته د دوی د کوچېدو پلان عملي کوي.
سره له دې چې ټول پاکستان له افغانستان سره د تجارت د کموالي له اړخه تاوان حس کوي، خو په کور دننه د پښتنو د لاندې کولو له‌پاره د اسلام‌اباد پینډۍ سټراټېژیک پلان ښه په مزه عملي کېږي.

د پاکستان پخوانی ډیکټاټور پروېز مشرف په ۲۰۰۷ کال کې لا په خپل کتاب د اور په لیکه کې په ښکاره ویلي دي چې د ترهګري په نوم جګړې له برکته یې د پاکستان د قبایلي سیمو نیم کنټرول بشپړ تر ګونډو لاندې کړ. پاکستانیان وايي چې په ۲۰۰۱ کې یې د بن تر ناستې وړاندې له امریکا سره پردې هوکړه کړې وه چې په قبایلي سیمو به د پاکستان پوځ ځای پر ځای کوي او پر ډېورنډ پوله د اغزن تار غځولو او دېوال وهلو په برخه کې به امریکا له دوی سره مرسته کوي.

پاکستان د همدغه پلان د عملي کېدو په درشل کې دی چې په سپین‌بولدک، تورخم، غلام خان او ګڼو نورو سوداګریزو سیمو او ښارګوټيو کې یې سل په سلو کې عملي کړی او پر پوله پرتو نورو سیمو کې هم دا چاره روانه ده. پاکستان د دې پلان له مخې وکولای شوای چې په وروستیو ۱۸کلونو کې د پښتنو اقتصادي ریښې ور وچې کړي او له افغانستان سره د دوی راکړه ورکړه او راشه درشه تر۹۰ په سلو کې بنده کړي.
تورخم او سپین‌بولدک چې لس کاله وړاندې پکې هره ورځ د سلګونه میلیونو ډالرو ورځنی کار و بار روان و، اوس په کلکو نظامي مورچو بدل شوي او له کبله یې د پولې دواړې غاړې بالخصوص په کوزه غاړه کې لسګونه زره پښتنو خپل کار و بار له لاسه ورکړی دی.
د پښتنو پر وړاندې د پاکستان روانه سټراټېژي دا ده چې له خيبر پښتونخوا سره د فاټا یا قبایلي سیمو له یو ځای کولو وروسته د ټولو پښتنو او بلوڅانو پر زېرمو پنجاب واکمن کړي.

د پاکستان له خوا وروستۍ شوې ارزونې او پلټنې ښيي چې د وزیرستان په سیمه کې د ګازو پرېمانه زېرمې شته چې څو لسیزې به د پاکستان د انرژي د یوې لویې برخې اړتیا پوره کړي او اسلام‌اباد غواړي چې له سیاسي او فرهنګي اړخه پر دغه سیمه له واکمن کېدو وروسته په قبایلو کې د زور او رضا له لارې داسې اقتصادي فعالیتونه پیل کړي چې اصلي ګټه یې ټوله پنجاب ته ورسېږي.
اسلام‌اباد د سیپیک په نوم د چین د اقتصادي پروژې لاره هم په لوی لاس له خپل اصلي مسیر خیبر پښتونخوا څخه پنجاب ته تاو کړه چې په دې سره د پښتنو د راتلونکي اقتصادي غوړېدا او پرمختګ مخه ډب کړای شوه.

روانو حالاتو ته په کتو سره له اقتصادي اړخه د کوزو پښتنو وضیعت تر سیاسي بحران ژور دی او د ۲ نورو لسیزو په تېرېدو به د پېښور، اټک، نوښار او نورو سیمو په څېر ټولې قبایلي اقتصادي لارې او زېرمې لکه برېښنا د پنجاب په ولکه کې راشي او پښتانه به د تل په مخه په سند او پنجاب کې د کډوالو په څېر د مزدورۍ ژوند تېروي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply