د ننګرهار د غاصبینو د نیولو لړۍ پیل شوه

0 3,681

د ننګرهار د غاصبینو د نیولو لړۍ پیل شوه:

ولسمشر د خپلې ولسمشرۍ لمړی وخت خارجي سیاست ته ورکړی ؤ د وخت د نشتون له امله ډیر داخلي غاصبین لا هم آزاد ګرځیدل اما اوس د دې وخت رارسیدلی چې ولسمشر له داخلي غاصبینو سره حساب پیل کړي.
په ننګرهار کې ډیر چارواکي د ځمکو په غصب تورن دي، ولسمشر د همدې لپاره لویې څارنوالۍ ته امر کړی تر څو د ختیځ له ټولو غاصبینو سره حساب وکړي.
په ننګرهار کې غلام حیدر فقیرزی د مشرانو د جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار له نږدې متحدینو شمیرل کیږي، نوموړی د کډوالو چارو رئیس او د غاصبینو له جملې څخه دی چې د ۷۶۳۴ جریبه ځمکې په غصب تورن دی، نن ورځ لویې څارنوالۍ مستقیم د کډوالو چارو رئیس غلام حیدر فقیرزي د نیولو مکتوب صادر کړ او د ننګرهار ولایتي ادارې څخه یې د نوموړي د نیولو غوښتنه کړې.

Leave A Reply