په افغانستان کې د روسيې نوي لوبه/مجیب لحاظ

0 272

وروستیو کې د هېواد د ولسمشر د حکم پر اساس د پنځو ولایتونو والیان له دندو ګوښه او یاهم تبدیل شول، چې له دې جملې څخه د سمنګان ولایت ګوښه شوي والي عبدالکریم خدام هم د بلخ د ګوښه شوي والي عطا محمد نور په څېر دواړه پښې په یوه موزه کې واچولې او ویل یې مرکزي حکومت توافقي دی او د جمعیت ګوند له مشورې پرته، دی څوک له دندې نه شي لیرې کولای.
ان تر دې چې ګوښه شوي والي د سمنګانو لپاره نوي ټاکل شوي والي ته ګواښ وکړ، چې دغه ولایت ته ور نه شي، شمال کې له عطا محمد نور وروسته د جمعیت ګوند دا دویم والي و چې د مرکزي حکومت د پرېکړو خلاف راپورته شوی و، تر دې وروسته روسیې د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د قومي اقلیتونو حقونو ته پام وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروفا وویل، د افغانستان له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړې چې افغانستان کې باید د اسې حالت رانه ولي چې افغان متحده ټولنه دې په قومو او ټبرونو وویشل شي.

د روسیې دبهرنیو چارو وزارت به غټو ټکو کې داسې وویل(( موږ له کابل غواړو چې په افغانستان کې باید د اقلیتونو حقونه تر پښو لاندې نشي.))

اوس نو پوښتنه دا ده چې دا پیشو موږک د خدای لپاره نیسي؟

خوا اوشا دوه میاشتې مخکې کله چې ولسمشر محمد اشرف غني دپلخ د پخواني والي د عطا محمد نور استعفا ومنله او هغه له دندې ګوښه شو هم روسیې په افغانتسان کې د اقلیتونو مسله یاده کړه او غوښتنه یې وکړه چې باید د اقلیتونو حقونه ونه خوړل شي.

اوس نو خبره داده چې که د نړۍ دې مات شوي زبر ځواک ته ښه ځیر شو، دوی نه پر ولس واکۍ مین دي او نه هم ورته په افغانستان او د نړۍ په هیڅ ګوټ کې د اقلیتونو موضوع دومره اهمیت لري لکه دوی چې اوس په افغانستان کې ورته ځان اندیښمن بولي، د روسیې د ظلم، وحشت او بربریت خو لاډیر ژوندي شاهدان موږ په خپل کور کې لرو، ماریا زاخاروفا ښايي له یاده ویستي چې پر افغان ولس باندې دوی کوم ظلمونه ونکړل، دوی دبشر دحقونو کوم اصل ته پام کړی وچې نن دې بیا یوه داسې موضوع مطرح کړي چې اصلا په افغانستان کې ریښه نه لري، ان په خپله خدام هم له دندې لرې کیدل د سیاسي عنصر په توګه مطرح کړه نه په توکمیز شکل باندې.

دا چې روسیه دلته اوس توکمیز عنصر مطرح کوي، غواړي اوبه خړې کړي او کبان ونیسي، لکن خبره دا ده چې افغان ملت واحد ملت دی چې له بېلابېلو پرګنو او قومونو څخه جوړ دی، ټول قومونه یو بل ته پوره درناوی لري یو له بل سره پر مړي ژوندي شریک دي، او اساسي قانو چې د هېوادونو دمور قاون حیثیت لري دا اصل په کې ښه څرګند دی، دا چې اوسنی ولسمشر په دې پلمه بدناموي او غواړي دلته د قومي عنصر مطرکړي هغه خو ولسشمر غني ان د ټاکنیزو مبارزو پرمهال د بارز شعار په توګه ویل چې(هیچ افغان از هیچ افغان کمتر نیست و هیچ افغان از هیچ افغان بهرت نیست)

په دې مانا چې په دې خاوره کې ټول اوسېدونکې د اساسي قانون په رڼا کې برابر حقونه لري او معامله دقوم، ژبې او سمت له مخې نه کیږي.

که احیانا اوس دخدام کیسه او دوه میاشتې مخکې د نور کیسه د روسیې په خوله د اقلیتونو دحقونو تر پښو لاندې کولو کیسه اوسي، بیا نو د لوګر د والي حلیم فداي، د لغمان د والي عبدالجبار نعیمي او نورو کیسې څو بولئ.

هغه روسیه چې افغانستان کې کړي ظلمونه لا هم تازه دي غواړي له خپل حریف څخه په دې خاوره د غج اخیستو په خاطر یوه پلمه جوړي کړي ان تر دې چې دوی، د تر هرګرو ډلو ملاتړ هم کوي

الجزیرې یوه راپور کې، چې سرلیک یې و«په افغانستان کې د روسیې نوې لوبه» وویل چې روسیه له ځینو تروریستو ډلو، په ځانګړي ډول د طالبانو له تحریک سره مرسته کوي.

د ټایمز ورځ پاڼې په یوه راپور کې هم لیکل شوي چې روسیه طالبانو سره مرسته کوي او لیکلي یې دي

روسیه هره میاشت طالبانو سره دوه نیم میلیونه ډالره مرسته کوي

د طالبانو یوه لوړپوړي مالي مسوول د ټایمز ورځپاڼې ته ویلي و دغه پيسې په افغانستان کې د طالبانو قومندانانو ته داعش سره د مبارزې او ناټو ځواکونو ته د زیان رسولو په موخه ورکول کیږي.
په دغه خپره شوې لیکنه کې په غزني ولایت کې د طالبانو له یو مالي مسول سره هم خبرې شوي وې. دغه مالي مسوول هم منلي چې د روسيې لخوا له طالبانو سره هر میاشت مالي مرستې کیږي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.
له دی سره په پاکستان کې د کوټې شورا یوه لوړپوړي غړي هم طالبانو ته د مسکو مالي ملاتړ تایید کړی.
د یادې ورځپانې د معلوماتو له مخي د تیلو ټانکرونه د روسیې هیواد لخوا حیرتان بندر له لارې افغانستان ته لیږدول کیږي او بیا هغه شرکتونو ته ورکول کیږي چې له طالبانو سره اړیکي لري.
هغه څوک چې د یوې تروریستي او ترهګرې ډلې ملاتړ کوي، ایا هغوئ په رښتیا هم د بشر دحقونو مدافعین کیدلای شي، داچې څوک باید ولایت وکړي څوک لري شي، څوک وزیر او څوک ولسوال او یا بله دنده پر مخ یوسي دا ټول یواځې د افغان حکومت صلاحیت دی چې په دې اړه دنورو هېوادونو خبرې یواځې په کورنیو چارو کې لاسوهنه او خپلو شومو موخو ته د رسېدو هڅې بللای شو او بس.
چې موږ د افغان ملت په توګه هیڅ چاته د دې چارې اجازه نه ورکوو.
د یو موټي واحد افغانستان په هیله

Leave A Reply