مشروعيت / شيرين اغا غورځنګ

0 279

په سیاسي علومو کې د مشروعیت موضوع ډېره لرغونې ده او په معاصر سیاست کې خورا ارزښتمنه موضوع ده، د سیاسي فلسفې پوهان مشروعیت په ټولنه کې یو اخلاقي يا عقلاني اصل په پام کې نیسي چې وضعیت داسې چمتو شي چې حکومت له ملته د اطاعت غوښتنه وکړي. ځینې پوهان مشروعیت په ټولنپوهنه کې څېړي او وایي، د حکومتي سیسټم اطاعت له کومې نیوکې پرته او پرته له دې چې دا حکومت څنګه را منځ ته شوی دی ضرور دی چې ټولنه له ناورین سره مخ نه‌شي او په ټولنه کې د حکومت پر وړاندې بغاوتونه پیل نه‌شي.

مشروعیت قانونیت یا انصاف ته وایي، خو ماکس ویبر باور لري چې مشروعیت پر حکومت د ملت باور لرلو ته ویل کېږي. په ټوله کې هر حکومت د مشروعیت ادعا کوي، تر دې چې په ځینو هېوادونو کې نظامي حکومتونه د کودتا یا اوښتون”انقلاب” له لارې منځ ته را غلي وي، هم د مشروعیت نارې وهي، ممکن همدا نظامي حکومتونه کله کله مشروع ثابت شي او هغه حکومتونه چې د خلکو په رایو را منځ ته شوي وي نامشروع ثابت شي.

د مشروعیت نه‌شتون او بحران په حقیقت کې د تغيیر او انقلاب بحران دی. کله چې د حکومت مشروعیت متزلزل شي، د ټولنې بربادۍ ته لار هوارېږي او ټولنه له ناخوالو سره مخ کېږي. زموږ د هېواد تېرې تورې لسیزې، د تاریخ تورې شپې او ورځې په همدې هينداره کې کتلای شو او بیا باید تخریبونکيو عناصرو او ايتلافونو ته اجازه ور نه کړو چې خدای مه کړه تېرې تجربې را تکرار کړي.
په هر حال، هغه معیارونه چې د حکومتونو مشروعیت را ښيي کوم دي؟
حکومتونه هغه مهال مشروع دي چې ډېری خلک پرې باور ولري، ډېری خلک د نظام قوانینو او اصولو ته ژمن و اوسي او دا ومني چې حکومت له کوم زوره پرته د الزامي قواعدو له حقه برخمن دی.

بله پوښتنه چې په دې بحث کې ده، د مشروعیت اصلي سرچینې او ډولونه یې هم باید وسپړل شي.
پوهان د مشروعیت سرچینې درې ګڼي؛
۱. ایمان یا عقیده
ممکن مشروعیت له پخوا د دود په شکل په میراث را پاتې شوی وي او اوس هم د هماغه دود له مخې د مشرانو اطاعت پر ځان لازم ګڼي.
۲. د شخصیت اغېزه
د اشخاصو”مشرانو” پاک نېتي او ژمنتیا پر خلکو اغېزه کوي او د هماغې اغېزې له مخې یې اطاعت کوي.
۳. قانون
کله چې حکومت له کوم تبعیضه پرته قانون عملي کوي، د قانون عملي کول حکومت ته د مشروعیت قدرت ورکوي.
پوهان وایي چې مشروعیت ممکن له دغو دريو ډولو خالي نه وي؛
۱. ایډیالوژیک مشروعیت
دا هغه مشروعيت دی چې سرچینه یې پر ټولنه واکمنه ایډیالوژي وي، په دې مانا چې ټولنه په واکمنې ایډیالوژي ګروهمنه”معتقده” وي.
۲. جوړښتي یا سازماني مشروعیت
د ټولنې سیاسیون له ځان سره یو لړ قواعد لري چې پر اساس یې خلک اطاعت ته را بولي، که ملت له همدې اصولو سره سم اطاعت وکړ، سازماني مشروعیت بلل کېږي.
۳. شخصي مشروعیت
ځینې مشران په ټولنه کې ځانګړی سیاسي شخصیت لري چې په خلکو دومره اغېزه کوي چې د ژوند په ځینو برخو کې د ده قدرت او واک پر ځان مني.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply