د کابل پروسه د سولې، که د سولې شورا له‌پاره؟

0 378

ټاکل شوې ده چې سبا د روانې مېلادي مياشتې په اته ويشتمه، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کابل پروسې دويمه غونډه جوړه شي.
په دغه غونډه کې به د پنځه‌ويشتو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو مرستيالان او د دريو نړيوالو سازمانونو استازي برخه واخلي.
افغان حکومت ځکه دغې ناستې ته خوشبين دی چې په په باور يې دا غونډه له نورو هغو سره توپير لري.
توپير دا دی چې په دغه غونډه کې افغان حکومت د سولې په اړه د حکومتي چارواکيو په خبره، يوه هر اړخيزه طرحه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کوي او په دې توګه د هغوی ملاتړ خپلوي.

کومه طرحه؟
څو ورځې وړاندې د سولې شورا په کابل کې د زرو په شا و خوا کې کسان راټول کړي وو، دوه ورځې يې کښېنولي وو او د سولې په اړه يې غږول.
لومړۍ ورځ د سولې له‌پاره د را يو ځای شويو کسانو تر منځ په جنګ او ناندريو ختمه شوه. نه سره جوړېدل.
په دې بله ورځ يې لږ د يو بل خبرو اورېدو ته کښېنول، ګروپونه يې جوړ کړل او اعلان وشو چې طرحه جوړه شوه، نړۍ ته به د کابل پروسې په دويمه غونډه کې وړاندې شي.
دا چې په دغو زرو کسانو کې څوک راغونډ وو، د جنګ‌ځپليو سيمو خلک پکې ډېر وو، که د هغو سيمو چې ښوونځي يې پرانيستي، کلينيکونه يې فعال دي، په کليو او ولسواليو کې يې جګړې، چاودنې او بريدونه نه‌شته او تر يوې اندازې پورې د ترهګرو له چاړې خلاص دي، دا خلک يوازې په دې خاطر راغونډ کړل شوي وو چې د سولې شورا په مهمو کسانو کې يو يا دوه کسه د دوی د ډلې وو. اوس پر دې موضوع خبرې نه کوو.
خبرې پر دې کوو چې نړۍ به څنګه قانع کوو؟
دې غونډې ته د نړۍ د پنځه‌ويشتو هېوادونو استازي راځي، هر هېواد بېله تګلاره، بېله کړنلاره او بېل ليدلوری لري.
ځينو ته د ترهګرو ځپل مهم دي، ځينو ته ورسره سوله ښه کار ښکاري، ځينې بيا د خير پر غونډۍ ناست دي، که په افغانستان کې سوله وي، که جګړه، دوی ته يې نه چندان ګټه رسېږي، نه تاوان.
خو ځينې بيا داسې هېوادونه هم شته چې د هغوی ګټې د افغانستان په جګړه کې نغښتې دي، هغوی به څنګه د دې وطن له‌پاره سوله غواړي؟
تر دې هم يوه بله خبره ډېره مهمه ده.

موږ سوله غواړو؟
زموږ ولس ښايي د نړۍ تر بل هر ولس سولې ته تږی وي، دلته که د يوه تن وينه بهېدل هم درېږي، درست ولس به له خوشحالۍ ورته ژاړي، له حکمتيار سره سوله يې ښه بېلګه ده، خو ايا دغه لاره چې حکومت ورباندې روان دی، رښتيا تر سولې پورې رسېدلې، که ترکستان ته تللې ده؟
يوه خبره بايد ومنو چې سوله پروسه ده، پروژه نه ده.
په پروژه کې پلان جوړېږي، وخت ټاکل کېږي، امکانات ارزول کېږي او په ټاکلي وخت ټاکلې لاس ته راوړنې ته تمه کېږي، خو پروسه تر پلان زياته، ژمنتيا ته اړتيا لري.
ماتې به منې، مايوسۍ به پکې راځي، يوازې به پاتې کېږې، خو هدف ته به ځان رسوې.

موږ ژمنتيا لرو؟
له بده مرغه زموږ ډېری لوړ پوړي چارواکي سولې ته ژمن نه دي. سولې ته د تاوان د يوه پېټي په سترګه ګوري او يوازې هغه وخت به اوږې ورته ټيټوي چې نور نو ناکام او وروستي حد ته رسېدلي وي.
زموږ د هېواد د ډېرو محترمو زورورو او ښکرورو ګټې په جګړه کې دي. هغوی په هيڅ توګه نه غواړي دلته سوله راشي. هغوی له پاکستان سره هم هيڅ مشکل نه لري، په چاودنو او بريدونو يې هيڅ خوا نه بدېږي، بلکې لا ورته خوشحاله کېږي، ځکه د دوی ګټې ورسره ډېرېږي.

بله د مايوسي خبره دا ده چې موږ د سولې له‌پاره څوک درېيمګړي ټاکلي دي. د سولې شورا تشکيلاتو ته په کتو ټول په ښه توګه پوهېږي چې حکومت په چا سوله راولي.
دا يو بد تهداب کرزي ايښی دی چې کوم جنګېره، بدماش او زورور يې ليدلی، د سولې شورا ته يې لېږلی دی. د سولې شورا د خپه شويو چارواکيو د جور امد د بنډار تاوخاونه ده، د سولې شورا دفتر تر اوسه د دې له‌پاره دی چې ماڼېجن چارواکي ته د توبې غوږونه ونيول شي او په همدې مهمانخانه کې د جنجال نه کولو زارۍ ورته شي، هغه پر يوه چوکۍ کښېني او له مقابل چارواکي سره سوله وکړي. غني هم پر همدې پله روان دی.

که داسې وبولو چې دا نن زه او ته طالبان يا خدای مه کړه نور ترهګر يوو او له جګړې هم ستړي يوو، سوله غواړو، په افغانستان کې د سولې شورا په ګډون داسې يوه اداره شته چې ګرېوان ور ته څېرې کړو؟ درد ورسره شريک کړو؟ په دې باور شو چې تاوان نه را رسوي، يا مو لږ تر لږه د بل له شره خوندي کولای شي.
دلته ولس د سولې چيغې وهي، ولسمشر په ټولو حواسو او اخلاص سوله غواړي، خو تر ولسمشر راتاو کسان بيا نورې خبرې کوي.

ښه به دا وي چې يو ځل په کور دننه هغو کسانو ته ډاډ ورکول شي چې سوله نه غواړي، زموږ چې خبره يوه شوه، بيا به د نړۍ د ملاتړ په حاصلولو فکر کوو.
په اوسنيو حالاتو کې که نړۍ ملاتړ هم وکړي، سوله به را نه‌شي، يوازې د سولې په شورا کې د را يو ځای شويو کسانو امتيازات، موټر او ساتونکي به ډېر شي.

 

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply