د طالبانو د تحریک د مشر تابه هئیت ته/ محمد ایاز نوري آزادي

0 430

۳/۰۳/۲۰۱۸

 

درنو وروڼو، السلام علیکم!

 

زه لکه یو مستقل افغان، خدای پرسته، ستاسو هېواد وال، ستاسو په ارمان او درد کښې شریک دغه عرائض ستاسو محترم مشرتابه ته وړاندې کوم. ستاسو تحریک هغه وخت ګران او ټپي، ټپي افغانستان ته راڅرګند شو، چې د نجیب کمونیستي دولت ړنګ او د افغان مجاهدینو حاکمیت د مرحوم برهان الدین رباني په مشری د کابل تاریخي ښار پخپل منځي جګړو کښې خاص او خاص د حکومتي قدرت په خاطر لوټې، لوټې کړی وه، مظلوم کابلیان د ۶۵۰۰۰ په شمېر وژل او زخمیان او باقي نورو د هجرت مخه ونیوله. ستاسو ظهور او بیا مو په اکتوبر د ۱۹۹۶ز کال د پروفیسور رباني د بی واکه تحمیلي حکومت ته سقوط ورکول او د شر او فساد څخه د بی ګناه ولس ژغورل، ستاسو په مهمو ارزښتناکه کارنامو کښې افغان تاریخ ثبت کړي دي. دا، چې ستاسو په حاکمیت کښې د هر افغان فزیکي امنیت خوندي وه، هم د افغان ولس غوڅ اکثریت ورته معترف دئ.دا، چې له بلې خواء ستاسو شبږ کلن دولتي حاکمیت ځوان وه او د افغانستان په یوه برخه کښې جګړه ایز حالت د راپرزول شوي د جمعیت د تنظیم سره موجود وه، خپل منفي اغېزې يې پر تاسو او ټول هېواد لرلې.

زموږ د شریکې نړی د هغه وخت حالات داسی وه، چې ستاسو حکومت سره صادقانه لاس نیوی خصوصاً په اقتصادي بخش کښې نه کېدلو او بیا خبره تر دې ورسېده، چې ستاسو حکومت تر پایه نریوال رسمیت پیدا نکړ او په ملګرو ملتونو کښې نړیوالو زبرځواکونو هم هغه د رباني ورک شوی حکومت ته رسمیت ورګړی وه. ستاسو په حکومت کښې لکه هر سیاسي حرکت د افغان ملت دښمن هم موجود وه، همداء شان ستاسو په تحریک کښې ډیر صادق وطن دوسته مسلمان مشران هم موجود ول. ستاسو د حکومت هغه غلطو اجراعات د هم دغه پټ په تاسو کښې ننوتلي دشمن اجراعات ول. دا هم واضحه خبره ده، چې تاسو ۶ کاله پر افغانستان حکومت وچلولو، او  بیا په سپتمبر د ۲۰۰۱ز کال د نړی پر یو په هر لحاظ زور مند هيواد متحده ایالاتو د یو شمیر کسانو له خوا،چې افغان تبعه په کښې نه ول، وژوونکې حمله وشوله، چې زیات انساني تلفات ئې رامنځ ته کړل او هغه مغرور هیواد او حکومت ئې سخت په غضب راوستل. نتیجه د دغې حملې دا شوله، چې امریکائي حکومت د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر په اومه نېټه زموږ په افغانستان وسله وال یرغل پیل او (د افغانستان اسلامي امارت) په نوم حکومت ئې له منځه یووړ او نوي اداره د شاغلي حامد کرزي تر مشری لاندې رامنځ ته شوله. دلته دا خبره هم کیږي، چې د طالبانو د خلع شوي حکومت مشرتابه کوم وخت، چې شاغلی ګل آغا شیرزی د کندهار والي وه، ورته پیغام کړی وه، چې موږ ته مصونیت راکړی، نور موږ تاسو سره کوم برخورد نه لرو…! نوموړي والي کابل ته دا پیغام ولسمشر حامد کړزي ته رسولای وه، هغه ورته ویلي وه، نه اوس دې د طالبانو دغه خواست معطل شي. بیا خصوصاً د ۲۰۰۵ز کال نه راپیل د طالبانو وسله واله جګړه د موجود حکومت سره پیل او تر نن پورې په شدت سره روانه ده. زما په نزد یو افغان طالب او یو د ملي اردو عسکر دغه دواړه د افغان ملت بچیان دي، دوی باید په یوه سوله ایز چاپیریال کښې نظر پخپله وړتیا د هیواد د آبادي لپاره ونډه واخلي، نه دا، چې په وسله یو بل ووژني.

اما د اوس زموږ د هيواد ګران تاریخي افغانستان وضعیت داسی راغلی دئ، چې ستاسو د طالبانو د تحریک وسله وال موجودیت هم یو واقعیت دئ، د افغان موجوده حکومت د محمد اشرف غني تر مشرتوب لاندې هم یو واقعیت دئ، د ناټو د نظامي سازمان موجودیت هم زموږ هیواد کښې یو واقعیت دئ، یعنی په ښه یا بد حال ئې دغه درې قوې هلته موجودې دي. اوس په داسی یو حساس او مغلق حالت کښې یو تدبیر او حکمت ته هم سخت ضرورت لیدل کیږي. لومړی مهم خنډ دلته د روانې جګړې درول دي. موږ باید تل د افغانستان ملت او افغان مظلوم ولس له سترګو ونه غورزوو. حکومتونه ځي او راځي، لاکن هغه څوک، چې ثابت دي، او د افغانستان اصلي خاوندان دي، هغه د افغانستان  ولس دئ، افغان ولس په ټول کښې سوله غواړي.

درنو طالب مشرانو! هغه څه، چې یو افغان وګړي او یو افغان سیاسي تشکل ته باید لومړیتوب ولري، هغه د افغانستان مظلوم مبارز او غیرتي ولس او خلک دي، تاسو فکر وکړئ، چې همداء اوس اقلاً دغه رواني تشویش، چې پر خلکو ورپروت دئ، چې هره ورځ یو بل ته وائي، چې ګوره دلته زموږ هیواد کښې امنیت نشته، وسله واله جګړه روانه ده، او امکان شته، چی دغه نن زه ووژل شم…؟!. دا څومره غټ ځور ده. راځی خپلو ګاونډ ملکونه ته وګورو، هلته هم دوی خپلمنځي مشکلات او شخړې لري لاکن دوی او سیاست وال ئې ملک جنګ ته نه ورکوي، دغه پرون په پاکستان کښې یو قدرتمند صدراعظم میا نواز شریف له دندی وشړل شو، لاکن ملک کښې وسله وال جنګ پیل نشو. اوس افغان حکومت دا، چې پخپل وړاندیز کښې تاسو ته د بی قیده او شرطه خبرو او دا، چې هر محل کښې، چې د طالبانو مشرتابه ته قبوله وي، افغان حکومت ورسره خبرو اترو ته رضایت لري، نو زما رایه دغه ده، چې د افغان ولس ته په احترام راځی دا وړاندیز ومنی، ستاسو په خوښه هر ځای مو، چې خوښ وي، خبرو ته حاضر شی، تاسو هم د ویلو لپاره یو څه لری او افغان حکومت هم باید تاسو ته جواب ولري او یو ځای لکه دوه افغان اړخونه باید یوې فیصلې ته سره ورسېږی. نن د ناټو د نظامي سازمان په چوکاټ کښې د بهرني عسکر موجودیت یوه مهمه ملي موضوع ده. دوی اوس دلته پخپل ټول قوت راغلي او حاضر دي او معلومه ده، چې دوی هم  د خپل ولس او هیواد لپاره خپل اهداف او خپلې ګټې په نظر کښې لري، ( هغه دري متل دئ، پشک ها خاص به رضای خدا موشها را نمی خورند… یعنی دا جنابه پشکه نس هم مړوي)، نو موږ افغانانو ته هم ښائي، چې د خپل ولس رایه او منافع کلکې په نظر کښې ولرو. کله، چې د لوی خدای په نصرت او رحمت یو وار له خیر سره اوسنی ملي مصیبت یعنی اوسنی روانه جګړه هیواد کښې ودریده او مطمئینه سوله ټینګه شوله، ټول افغان سیاسي مشران به سره جرګه شي او خاص دغه موضوع به د افغانستان د خلکو په رایه د مصلحت پر میز باندې واچوي، چې دغه د ناټو د موجوده عسکرو سره څه وکړو؟ د هغوی په شتون کښې زموږ ګټه ده او که په خارج کولو ئې؟ د نورو کورنیو پخوانیو شخړو د حل لپاره،  بیا هر افغان، هر سیاسي تحریک حق لري، په شرعی محکمه کښې خپل عرض و داد یو منصف او اختیار والا قاضي ته وړاندې کړي. خو عدالت خو په جګړه ایز حالت کښې نشي تامین کیدلای. زما په آند په ژوند کښې حتی له کورني ژوند څخه پیل بیا تر لویو لویو ملي مسایلو لپاره «ملي مصلحت» موجود وه او ده. په همدې ارتباط به زه دلته زموږ د تاریخي افغانستان د یوه ملي او شرافتمند زعیم اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان (رح) د ویاړمنې بادشاهی د ایام یوه پېښه را واخلم. کوم وخت، چې افغان نامتو ملي مبارز عجب خان (اپریدئ) د انګرېزانو سره پس له لویو مجاهدو یوې جوړې ته ورسید او یرغمله انګریزه پیغله ایلس (Elsse) ئې بیرته غلیم ته صفا سلامته وروسپارله، په دغه موقع د غازي امان الله خان په امر اخستل شوې یو ډیره اندازه عسکړي وسله د برتانوي هندوستان د کراچی بندر ته رارسیدلې وه. تجربه لروونکي انګلیس له موقع استفاده وکړه او افغان زعیم امان الله خان ته یې پیغام وکړو: « ستاسو عسکري وسله موږ د کراچی بندر کښې قرانطین کړې ده، شرط دغه ده، چې افغان حکومت به زموږ یو خطرناک دشمن عجب خان له برتانوي هند څخه ورغواړي او دا یاغي کس به د افغانستان شمالي برخه کښې اوسیږي٬٬» د دغه خبر په تر لاسه کولو مشر غازي په شاهي ارګ کښې خپل د شوراء مجلس جوړ کړ او ورته ئې وویل، زه خو د مستقل افغانستان یو غازي پاچا یم او دغه د قوي زور غږوونکي انګلیس سره څه وکړم، ستاسو تدبیر او حکمت کوم دئ؟ ډول ډول، چا ډیر احساساتي، چا لږ احساساتي، چا تدبیر مخته کړ، چا حکمت مخته کړ… بلاخره افغان پاچا وویل، زه د ملي مصلحت له مخې

عجب خان دلته کابل ته راغواړم. بیا عجب خان کابل ته مخامخ ارګ ته پاچا امان الله خان حضور ته ورغلو. افغان پاچا هغه په غیږ کښې کلک ونیو او ورته ئې وویل: « عجب خانه! زه نن ستا په باب د خپل مخالف انګریز دا غوښتنه منم. نن زه تا د ملي مصلحت او د هیواد د ملي ګټو د ساتلو لپاره د هیواد شمال ته لیږم. هغه وه، چې دغه باتور د پاچا په فرمان د سل جریبو زراعتي ځمکی په اخستلو د خپلې پتمنې کورنی سره د بلخ ولایت مزار شریف ته کوچ شو.( سرچینه، د خوشال خان خټک فرهنګي ټولنه، د عجب خان اپریدي شخصیت او ژوند لیک)

په دې ترتیب اماني حکومت هغه قرانطین شوې وسله د انګریز له منګولو را خلاصه او هیواد ته راورسوله.

بناً د افغان موجوده حکومت سره ستاسو خبرې کول دا ستاسو ناکامي او کمزوړي نه ده، تاسو یو طرف یاست. نن ديره مهمه ده، چې هم افغان حکومت او تاسو د طالبانو وسله وال مقاومت هر خپل قدم د ګران او ټپي افغانستان د ولس د منافعو پر بنسټ ومخته کښېږدئ.

 

و من الله توفیق

Leave A Reply