تر کومه، او کوم مصلحت وپالو؟/ مجید قرار

0 558

د غزني د تحصن پر خېمه برید پر ډیموکراسۍ، انساني حقونو او د ملک پر اساسي قانون برید دی. حکومت باید د دې قضیې دوه مرتکبان، د قول اردو قوماندان او د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر ژر تر ژره ونیسي او غزنی دې نور د همګرایانو له فساده وژغورل شي. غزنی ونډۍ نه ده چې هغه یا دغه ټیم ته په خیرات او برخه کې ورکول شوې. غزنی د دې هېواد د وجود یوه لرغونې، تاریخي او مهمه برخه ده. غزنی په تېرو شپاړسو کلونو کې بدمرغه و، خو د ملي وحدت د حکومت له رامنځته کېدلو را وروسته د تباهۍ او بدمرغۍ پر وروستۍ لیکه درېدلی دی. غزني په ټاکنو کې د تحول او تداوم ټیم کامیاب کړ، خو تر ټاکنو وروسته دغه ولایت ونډۍ شو او په ډېر مظلومیت د همګرایانو غوبل ته پرېښودل شو. همګرایانو په دغه ولایت کې د انتقام په روحیه کارونه وکړل، د دې ولایت پر امنیتي او ملکي بستونو یې چور ګډ کړ، دلته یې نفاق او تفرقې ته لمن ووهله، د وروڼو قومونو جنګولو ته یې کار ووایه او لا تر ننه له دودیزو محلي منازعاتو څخه د سترو قومي شخړو د جوړولو تلاش کوي. هغه ولسونه، او د ولسي پاڅونونو غړي چې د حاکم ټیم په ننګه یې کار وکړ، لومړی پنجابي دښمن او بیا د همګرایانو ظلم ته تش لاس پرېښودل شو. ما په کابل کې د غزني کیسه د سړي سړي تر غوږه رسولې، خو حاکم ټیم هیڅکله د غزني پر سغر سیاسي ننګ او دریځ خو څه چې انساني دریځ هم ونه نیود.

نن غزنی د مظلومیت د انتهاء پر پوله ولاړ. انجنیر لطف الله ته له ټاکنو وروسته د همګرایانو د مرېړزانو ډبیانو زنګ وواهه چې تا په ټاکنو کې له موږ سره خیانت کړی، بښنه وغواړه او یا همدا نن رخصت یې. همداسې یې وکړل. ما دغه خبره مخامخ اتمر صاحب ته دوه ځلې وکړه. د غزني د محلي پاڅونوالو د بدې ورځې او د همګرایانو لخوا د پاڅون د قوماندانانو د بندي کولو مو ورته وویل. هیچا هیڅ غیرت ونکړ. په غزني کې پنډ امنیتي ځواک زموږ کلیو ته د طالبانو نه، بلکې د کلیوالو د قتلولو لپاره ور ښکته کېږي، پر کورونو او هستوګنځایونو هاوانونه وروي، سپین ږیري له کورونو راوباسي او وژني یې، او سرتېري د سرک دواړو غاړو ته ناحقه او ناتاره ډزې کوي. ښار د امنیتي منسوبینو د موټرو له وحشیانه رفتار او ځناورانه کردار څخه تر سپوږمو راغلی. زما یو سکنی ماما د پولیسو رینجر په موټر وواهه او شهید شو، او بل سکنی ماما مې د پولیسو په غیر مسؤولانه ډزو ولګېد او شهید شو. په کلي کې مې سپین ږیری قومي مشر له کوره را وایستل شو او سینه یې په ګولیو ور غلبېل شوه. په همدې وروستیو کې خبره آن د ماشومانو تر وژنې او قتل عامونو ورسېده.

زه چې په کابل کې وم، دری ځله مې د ولسمشر په دوسیه کې په غزني کې د ملي اردو لخوا د سپین ږیرو د وژنې مستند راپورونه کښېښودل، نورو وزیرانو، سلاکارانو او د ملي امنیت منسوبینو ته بیا بیا ودرېدم، خو نه یواځې چا غوږ ونه ګراوه بلکې لکه د نورو ولایتونو، په تشو خبرو هم خوشاله نکړای شو. اوس که سړی زموږ مشرانو ته ووایي چې د عطاء پر خلاف خو له شرافته غلي یاست، د دې قاتلانو په مقابل کې سکوت مو په کوم ډول شرافت دلالت کوي؟ زه پوهېږم چې دا خبرې ترخې لګېږي، لیکن یو څوک خو به یې کوي. یو څوک خو به بالآخره ریښتیا وایي. تر کومه او کوم مصلحت وپالو؟

Leave A Reply