په افغانستان کې بشري پرمختیا له ننګونو سره مخ ده

0 270

د بشري پرمختیا په شاخص کې په وچه کې د ډېرو راګیرو هېوادونو مهمې ځانګړنې دا بلل شوې چې د ژوند کچه پکې کښته ده، د ژوند معیارونه یې ټیټ دي، بې‌وزلي پکې لوړه، د مېندو او ماشومانو مړینه اوچته، روغتیايي خدمات یې بې‌کیفیته او زده‌کړو ته لاس‌رسی یې بې‌خونده دی. د بشري پرمختیا د شاخص د ۲۰۱۷ کال د راپور پر اساس د بشري پرمختیا د شاخص د ۳۲ وروسته پاتې هېوادونو له ډلې یې د ۱۰ په وچه کې راګیرو هېوادونو له ډلې یو افغانستان دی. د همدې راپور پر اساس په هرو ۳ انسانانو کې یې یو په نا سم بشري وضعيت کې ژوند کوي.

سره له دې چې افغانستان د ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۵ کاله پورې د بشري پرمختیا په برخه کې ۶۲ فیصده پرمختګ کړی دی او خپلې نمرې یې صفر اعشاریه ۴۷۹ ته لوړې کړې چې د ۱۸۷هېوادونو له ډلې په ۱۶۸مقام کې ځای لري، خو لا هم د نړیوال معیار له تر ټولو ټیټې ټاکل شوې کچې چې صفر اعشاریه ۴۹۷ دی ټیټ دی. له پا کستانه په دې برخه کې افغانستان لږ څه ناوړه حالت لري. البته د سویلي اسیا د هېوادونو د بشري پرمختیا منځنۍ کچه صفر اعشاریه ۶۲۱ ښوول شوې چې له کښته معیاره لږ ښه‌والی لري.

مثلاً په افغانستان کې په منځنۍ کچه عمر لس کاله ډېر شوی دی او د سړي سر کلنی عاید له نږدې ۲۰۰ ډالرو څه باندې ۶۰۰ ډالرو ته لوړ شوی دی، خو بیا هم په وروستیو ۵ کلونو کې د افغانستان د سړي سر کلني عاید ډېر بدلون نه دی کړی. د نړیوال بانک د ارزونو پر اساس د افغانستان په کورنیو ناخالصو تولیداتو کې ډېر هم بدلون نه دی راغلی او په ۲۰۱۷ کال کې څه باندې ۲۰ میلیارډ ډالره ښوول شوی دی. د اقتصاد وده یې د ۲۱مې پېړۍ د لومړۍ لسیزې خلاف د دویمې لسیزې په دویمه نیمايي کې ان څه باندې ۲ په سلو ته را ټیټه شوې چې د افغانستان د پرمختیا تر اړتیا ډېره کمه بلل کېږي.

تمه دا ده چې د افغانستان اقتصادي وده په روان ۲۰۱۸ کال کې څلور په سلو ته لوړه شي چې دا کچه هم د هېواد روانو اړتیاوو ته په کتو سره د بشري ودې له اړخه خورا کمه بلل کېږي. نړیوال اقتصادي سازمانونه د افغانستان له‌پاره هر کال د شا و خوا لس په سلو کې اقتصادي ودې تر لاسه کول اړین ګڼي، خو په مرستو د متکي افغانستان له‌پاره به دا ډېره ستونزمنه وي. د افغانستان تمه سترو نړیوالو او سیمه‌یزو پانګونو او پروژو ته ده چې په کار سربېره به هېواد ته پانګه را دننه او د راتلونکې اقتصادي غوړېدا په هیله به کورنۍ پانګونه ورسره زیاته شي.

دویمه هیله یې د نړیوالو ځواکونو د مرستو او حضور د ډېرېدو له اړخه ده چې ورسره سم به کورني لګښتونه پراخ او کارونه زیات شي. تر دې ټولو مهمه دا ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني حکومت هڅې کوي چې خپلو کورنیو محصولاتو او صادراتو ته وده ورکړي او خپل واردات د منځنۍ اسیا له ارزانه بازارونو تر لاسه کړي.
د بريټانیې د اکسفورډ پوهنتون د بې‌وزلي او بشري پرمختیا د نوښت OPHI د ۲۰۱۷۷ کال د راپور پر اساس په افغانستان کې په هرو دریو کسانو کې یو له بې‌وزلي سره مخامخ دي چې د دې ډلې څه باندې نیمايي بیا له سخت فقر سره مخامخ بلل کېږي. د دې ادارې د ارزونې پر اساس د هغو افغانانو شمېر څه باندې ۵۲ په سلو کې دی چې په ورځ کې نږدې دوه ډالره عاید لري. له بې‌وزلي سره ډېر مخامخ افغانان په کلیوالو سیمو کې اوسېږي چې اروزګان، نورستان او بادغیس تر نورو ولایتونو ډېر د اندېښنې وړ بلل شوي. کابل، پنجشیر، پکتیکا د OPHI د تېر کال د بې‌وزلي په لېسټ کې نسبتاً ښه بلل شوي ولایتونه دي. د بې‌وزلي درې مهم اړخونه یا شاخصونه زده‌کړو او روغتیايي خدماتو ته نه لاس‌رسي او د ژوند معیار د معیار ټیټوالی کېږي. د بې‌وزلي نړیوال معیار دا دی چې یو کس په ورځ کې تر یو ډالره کم عاید ولري.

سره له دې چې په افغانستان کې څلور میلیونه نجونې ښوونځیو ته ځي او لسګونه زره لوړې زده‌کړې کوي، خو بیا هم تر نیمايي ډېرې نجونې لا هم له زده‌کړو بې‌برخي دي چې د ملګرو ملتونو د زریزې د اهدافو پر اساس باید تر ۲۰۲۰ کاله پورې په افغانستان کې ۸۰ په سلو کې نجونې ښوونځي ته لاس‌رسی ولري. د افغانستان دولت د شمېرو پر اساس د زېږون پر مهال د مېندو د مړینې کچه په سلو کې ۷ ته را ټیټه شوې، خو لا هم دغه شمېره زړه بوږنوونکې بلل کېږي. په ۲۰۰۲ کال کې دا شمېره ۱۶ په سلو کې وه. د افغانستان دولت وايي چې شا و خوا ۴۰۰۰ ښځينه قابلې یې روزلې چې له کبله یې د زېږون پر مهال د مېندو د مړینې په کچه کې ښکاره کموالی راغلی دی، خو لا هم په افغانستان کې روغتیايي اسانتیاوو ته د خلکو لاس‌رسی ستونزمن دی او ډېر خلک له روغتیايي مرکزونو په لېرې واټن کې پراته دي.

افغانستان د نړیوالې ټولنې د څه باندې ۱۰۰ میلیارډه ډالرو له لګښت سره سره لا هم د بشري وضیعت د ښه‌والي په برخه کې له جدي ننګونو او ګواښونو سره مخامخ دی. حکومت نړیوالو مرستو ته منظم اړ دی چې وکولای شي په شته بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ برلاسی شي. د افغانستان د کار مارکېټ ډېر کوچنی دی او هر کال دغه مارکېټ ته له ۳۰۰ تر ۵۰۰ زرو پورې ځوانان ور زیاتېږي چې نږدې نیمايي یې لوستي او نیمه لوستي ځوانان دي. لا هم د کار له‌پاره له افغانستانه بهر په لویه کچه ځوانان روان دي چې دا پخپله د دغه هېواد بشري ودې ته لوی زیان رسوي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply