موخه لرل مو پر ځان باور زیاتوي/ژباړه: حمیدالله حمیدي

0 226

وړاندې تر دې چې اصلي موضوع ته راشو، راځئ فرضيې ولولئ:

لومړی زده کوونکی: زه یو عادي زده کوونکی یم. درس او زده کړې راته کوم ځانګړی تعریف نه لري او له یوه مضمون سره هم چندانې مینه نه لرم. ډا ډه نه یم چې په راتلونکې کې به پوهنتون ته هم لاره پیدا کړم او که نه؟ که رښتیا ووایم دې ښوونځي ته مې هم مور او پلار مجبور کړی یم.

دویم زده کوونکی: زه له زده کړو سره لېونۍ مینه لرم او هره ورځ له کوره د ښوونځي پر لور په پوره مینې سره وځم. پوهېږم چې په هڅې او انګېزې سره به خپلې موخې ته ورسېږم او ښه راتلونکې به ولرم.  په درس کې هم له یوه مضمون سره  بې کچې مینه لرم او غواړم لوړې زدکړې هم په هماغه برخه کې وکړم. له همدې کبله مې له هغو کسانو سره چې په دې برخه کې یې زده کړې کړې دي ناسته ولاړه او مشورې هم پيل کړې دي چې څه وکړم او څنګه وکولای شم خپلې موخې ته په اسانۍ سره ورسېږم.

لومړی کارکوونکی: دومره پیدا کوم چې ور باندې ژوندی یم، د سپما غم چندانې نشته را سره، د راتلونکې په اړه هم کوم ځانګړی دلیل او پلان نه لرم. د ځان لپاره مې یو کوچنی کور کرايه کړی دی او ژوند په کې کوم؛ خو که مې د لاس مزدوري نوره هم کمه شي کېدای شي په کلي کې له دې نه هم یو کوچنی کور کرايه کړم او په کې و اوسېږم.

دویم کارکوونکی: له دندې سره مې مینه لرم او هغه مې د وجود یوه برخه بولم. هره ورځ له خوبه سهار وختي پاڅېږم او له ځانه سره دا پرېکړه کوم چې په پوره مینې او له پرون څخه به په څو چنده زیات کار کوم. هره ورځ مې باید له بلې غوره وي. داسې کور لرم چې اوسېدل را ته پکې په زړه پورې دي، خو له ځانه سره مې پرېکړه کړې ده چې کارونه مې یو څه نور هم ګړندي او منظم کړم، تر څو راتلونکی کال له دې څخه په یوه ښه کور کې ژوند وکړم او په خپل ژوند او کورنۍ کې مثبت بدلون راولم.

زموږ چاپېریال دې دواړو ډلو ته له ورته خلکو  ډک دی. د اسانۍ غوښتنه او لږ توقع په لومړۍ ډله کې وي، له بلې خوا کوښښ، انګېزه او نه ستړې کېدونکې هڅې په دويمه ډله کې څپې وهي.  کېدای شي د لومړۍ ډ‌لې د نوم په اخیستلو موږ هم ستړي او ستومانه شو خو له دويمې ډلې خلکو سره په کېناستو کېدای شي د آرامۍ او سوکالۍ احساس وکړو. کېدای شي احساس وکړو چې بریا او نېکمرغي زموږ ده. خو د دغو دوو ډلو تر منځ د بېلتون کرښه څه ده؟

«موخه»

موږ ټول دا هیله لرو چې ژوند مو له بریاوو او سوکالۍ ډک وي، هر کس بریا او پرمختګ له بېلې زاویې ویني، کېدای شي د هغه لیدلوری له نورو سره متفاوت وي، هر سړی دا هیله لري چې په خپل لاس جوړه کړې نړۍ کې د سلطنت پر تخت کښېني.

کېدای شي په مالي برخه کې وي یا په کورنۍ چارو کې، یا کېدای شي د زده کړې په برخه کې وغواړي چې د سلطنت پر تخت کښېني، هر څه چې وي خپله نړۍ یې ده باید په همدې سترګه ورته وګوري. په هر حال د ښه ژوند لپاره موږ باید ډېر شیان بدل کړو، موږ اړ یو چې د ښه ژوند لپاره په خپل ورځني ژوند کې سلګونه بدلونونه راولو او هغه څه چې موږ خپلو هیلو ته رسولی شي په دقیقه توګه وڅېړو او کار ورباندې وکړو؛ څو مو ښه او سوکاله ژوند ته لاره هواره شي.

د موخې درلودل ولې اړين دي؟

ډېر دلايل شته چې د موخې د لرلو ارزښت او اهميت پرې ثابتېدای شي، خو موږ يې دلته يوازې د څو هغو يادونه کوو.

۱ د موخې پر مټ پر ژوند کنټرول ټينګولی شو-موخه د یوه (GPS) په څېر عمل کوي، لوری در ښيي او مرسته در سره کوي، څو وکولای شی د بريا لوړو ته ورسېږی. موخه د هیلو وروستۍ برخې در پېژني، څو په پر له پسې هڅې او کوښښ سره ځان ور ورسوی، ژوند مو یو نوی رنګ او شکل غوره کوي او ښه راتلونکې دربښي.

۲ له موخې سره ټول تمرکز پر اړينو مسايلو وي-کله چې تاسو د خپلو غوښتنو د پوره کولو په هڅه کې وی، نو هغه څه ته ارزښت نه ورکوی چې د غوښتنو له پوره کېدو سره مو مرسته نه کوي او يا دا چې وخت مو بېځايه ضايع کوي. یوازې د هغه څه په اړه به فکر کوی چې بريا ته مو رسولی شي. هغه مهال به يوازې په دې فکر کې وی او هغه لارې چارې به لټوی چې د هيلو او غوښتنو په پوره کولو کې مو مرسته کوي.

۳ له موخو سره پرېکړې هم سمې وي- که غواړی چې خپلو هيلو ته ورسېږی نو بايد په پرېکړو کې ډېر دقت وکړئ. که موخه ولری نو لومړيتوبونه به ټاکی او له لومړيتوبونو سره سمې پرېکړې به کوی.

۴  له موخې سره د کار په ککرۍ بدلېږی- که موخه ولری نو اجازه به ور نه کړی چې بېځايه او بې مانا فکرونه مو ذهن در ګډوډ کړي. تاسو به د دې جوګه ياست چې په ډېر کم وخت کې ډېر لوی کارونه ترسره کړی او پر يوه بريالي کس بدل شی.

۵که موخه ولری نو پر نفس مو باور ډېريږي-  که موخه ولری نو کولای شی چې په ذهن کې مو د هغه څه تصویر جوړ کړی چې غواړی ترلاسه یې کړی. پر نفس به مو باور ډېر وي او له پوره شوق او ذوق سره به خپل کار ته دوام ورکوی. دا چاره مو بالاخره په وجود کې د مثبتې انرژۍ د را ټوکېدو سبب هم کېږي.

۶ موخې مو د پرمختګ سبب کېږي- کله چي له مهالوېش سره سم د صبر له لارې خپلې موخې ته ورسېږی، د خولې خوند به مو ښه وي او بې له ځنډه به د بلې موخې د ټاکلو پرېکړه کوی. په دې ډول سره به تل د پرمختګ په حال کې وی. که کلونه وروسته خپل تېر وخت ته فکر وکړی و به ګوری چې څومره پرمختګ مو کړی او ژوند مو څومره سم لوري ته تللی دی.

۷ موخه د بريا کيلي ده- د موخې ټاکل د بریا پر لور لومړی ګام دی. کله مو چې د ځان لپاره موخه وټاکله پوه شی چې نیمه لاره مو وهلې ده.

نور نو ځنډ په کار نه دی. همدا څو لحظې هم چې تېرې شوې له ځانه وپوښتئ: «څه دي چې بايد د ترلاسه کولو هڅه يې وکړم او چېرې دي چې د ور رسېدو لپاره يې هڅه وکړم».

ځوابونه مو پر کاغذ وليکئ او همدا نن ورّځ عملي اقدامات پيل کړئ.

Leave A Reply