د امریکا سیاستونه او نړیوال بحرانونه! /محمد داود قریشي

0 355

پر نړیوالو پېښو د امریکا مستقیم او غېر مستقیم تاثیر یو واضح حقیقت دی. دا چې امریکا د نړۍ په ټولو لویو پېښو کې په مستقیم ډول دخیله ده، نو د نړیوالو مسلو په حل او فصل کې هم مهمه او کلیدي ونډه لري. که څه هم له سړې جګړې وروسته د امریکا له خوا د نړیوالو کشالو جوړول کومه نوې خبره نه ده خو په دې وروستیو کې د ډونالډ ټرمپ په راتلو سره دا ستونزې لاپسې په ډېرېدو دي.

سره ددې چې یوه کمزورې خوشبیني موجوده وه چې که چېرې ټرمپ ټولټاکنې وګټي، او د امریکا ولسمشر شي، نو له روسېې سره به د امریکا اړیکې بېرته نورمال حالت ته ورسېږي، او نړیوالې شخړې به راکمې شي. خو برعکس د روسېې او امریکا تر منځ اړیکې لاپسې ترینګلې او خرابې شوې، آن تر دې چې له سړې جګړې وروسته تر ټولو بد حالت ته ورسېدلې. د امریکا او روسېې تر منځ د اړیکو د خرابېدو عمده لاملونه د سورېې جګړه، د اوکراین موضوع او په ختیځه اروپا کې د ناټو تحرکات دي چې په ټولو موضوعاتو کې روسیه پر امریکا برلاسې ده، خو امریکا ددې پر ځای چې په خپلو ناکامو سیاستونو له سره غور وکړي، له ړانده مقاومت او زور څخه کار اخلي چې په دې سره د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې د بحراني کېدو په لو روانې دي.

د سورېې جګړه چې اصلاً د امریکا او روسېې د ګټو جګړه ده او قرباني یې د سوریې مظلوم ولس دی. امریکا د هرې ورځې په تېرېدو سره د خپلې ناکامۍ برخلیک ته نژدې کوي؛ ځکه له یوې خوا د امریکا ملاتړې ډلې له ماتې سره مخ دي، او له بلې خوا په سیمه کې تر ټولو ځواکمن متحد هېواد ترکیه له لاسه ورکوي. د ترکیې سره د امریکا د اړیکو خرابېدل نه یوازې د امریکا د دېپلوماسۍ ناکامي ده بلکه د ناټو سازمان ته هم ستر ګوزار دی، ځکه په ناټو کې تر امریکا وروسته ترټولو ځواکمن فوځ د ترکېې دی.

په دې وروستیو کې د امریکا لخوا کردي ملېشو ته د وسلو ورکولو ترکیه دې ته مجبوره کړه چې په ښکاره ډول د امریکا پر ضد ودریږي، د سورېې په خاوره کې د زیتون په نوم پراخ عملیات پېل کړي او امریکا پلوه ډلې تس نس کړي، چې د ترکیې په دې اقدام سره د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې هم تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېدلې.

د کوریا ټاپو چې له دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته د امریکا او روسېې تر منځ د رقابت میدان دی، او شمالي کوریا د امریکا لپاره یو لوی سردردی دی. د ټرمپ په راتلو سره نوموړي د (وېره واچوه امتیاز واخله) تګلاره غوره کړه، او پرشمالي کوریا یې هر اړخیز فشارونه ډېر کړل؛ آن تر دې چې په اټومي برید یې وګواښله، خو د شمالي کوریا رهبر (کیم جونګ اوون) د ټرمپ له لېونتوب هم یو قدم مخکې لاړ، او امریکا ته یې د هایدروجني بم ګواښ وکړ، چې لا هم د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې د جنګ بوي کوي.

چین د نړیوال اقتصاد مهمه پایه ده، او په امنیت شورا کې دایمي غړیتوب لري. ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم د واحد چین پالیسي وننګوله او د تایوان له ولسمشر(تسای اینګ ون) سره یې ټیلیفوني خبرې وکړې، چې دا کار د چین له ډېر سخت غبرګون سره مخ شو، دا یې د چین په کورنیو چارو کې د امریکا لاسوهنه وبلله، او ټرمپ یې د د نړیوالو اصولو څخه په سرغړونې تورن کړ. همدا ډول د پاکستان پر وړاندې د امریکا فشارونه هم چین ته د منلو وړ نه دي او د تل په څېر د پاکستان تر څنګ ولاړ دی. له دې سره که څه هم چین په نړیوالو شخړو کې په ښکاره ډول د امریکا پر ضد سینه نه ډبوي، خو د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي رقابت دواړه هېوادونه د یوبل پر وړاندې ډېر حساس کړي دي، نو د اقتصادي او سیاسي اختلافاتو سره سره د چین پر وړاندې د امریکا بې باکه سیاستونو چین هم د امریکا پر وړاندې مقاومت ته مجبور کړ.

ایران چې د منځني ختیځ یو پیاوړی هېواد دی، او په نړیوال ډګر کې د شیعه بلاک استازیتوب کوي؛ د نړۍ د شپږو قدرتونو سره اټومي تړون لاسلیک ته ژمن دی، خو د ټرمپ له خوا د یاد تړون د لغوه کولو ګواښ هغه څه وو چې نړیوالو اصولو ته د امریکا ژمنتیا یې تر سوال لاندې راوستله، چې په دې سره ایران د امریکا د مصروف ساتلو لپاره سیمه ییزې لوبې او شخړې لا پراخې کړې او سیمه ییز بحرانونه لا هم ډېر شول.

د ټرمپ له خوا د اسراییلو د پلازمېنې په توګه  د بېت المقدس پېژندل، هغه څه وو چې په سیمه کې یې د جنګ مړ شوی اور بیا راتازه کړ، او د سولې لپاره ټولې هیلې یې په اوبو لاهو کړې. ټرمپ په دې کار له یوې خوا د فلسطین او اسراییلو تر منځ د سولې امکان په یو تلپاتې او نه هېرېدونکې دښمنۍ بدل کړ، او له بلې خوا د اسلامي هېوادونو پر وړاندې یوبې شرمانه اقدام وو.

له دې ټولو سره سره د امریکا تر ټول نژدې او ځواکمن ملګري، اروپایي اتحاديې پر شرکتونو او اقتصادي پروژو د امریکا له خوا د مالیاتو ډېرولو سره نه یوازې د اروپایي اتحادیې او امریکا تر منځ تجارت او پانکونه له یو بحراني حالت سره مخ شوې، بلکه د دواړو لوریو تر منځ یې سیاسي اړیکې هم ډېرې پیکه او بې رنګه کړي دي.

همدا ډول لیبیا، یمن، مصر، عراق، اوکراین او د نړۍ په نورو هېوادونو کې روان بحرانونه او د نورو شخړو جوړول د امریکا د جابرانه او شرپسنده سیاستونو پایله ده.

Leave A Reply