پر افغانستان د شوروی یرغل او د حفیظ الله امین د له منځه وړلو لاملونه/غلام حضرت احساس

0 787

بشری ټولنی د خپل پیدایښت نه بیا تر ننه پوری د ګڼو فرهنګي، ټولنیزو، اقتصادی، فکري او دا شان نورو علتونو اوعواملو په وجه له سترو ناخوانو سره مخ وی.
زموږ د هیواد غیرتي ولس د تاریخ په اوږدو کې د وطن پالنی روحیی په درلودلو سره دهیواد د خپلواکۍ د ساتلو په لار کې تل د ځاني اومالي زیانونو په ګاللو سره د پرمخ تللی تمدن او پر مختګ نه بی برخی پاتي شوي دي. د هیواد تاریخ ته په کتو سره دا ښکاره ده چې افغانانو د اولسمی او اتلسمی پیړیو په اوږدو کې د خپلو توریالیوغازیانواو اتلانو د سرښندنو په وجه چې مشرئ یې د ازادی بښونکي نهضت ملی مشر میرویس خان کوله د لمړی افغان دولت بنسټ کیښود. ورپسی په کال۱۷۴۷ستر احمدشاه بابا د افغانستان ټوټی هیواد یو موټی کړ، پیاوړی مرکزی دولت یي جوړ او په یو سیمه ایزی ستری امپراتوری یي واړاوه.
د اتلسمی پیړی په دوهمه نیمایي کې انګریزانو د هند د ډهلی تر شا و خوا خپله پوله وغزوله، له بله خوا تزاری روسیی د نولسمی پیړۍ په ورستیو کې د مرکزی اسیا ډیری سیمی لاندی او پوله یې تر آمو سینده راورسوله چې موخه یې له دی لاری د هند ګرمو اوبو ته رسیدل و. د جنوب لویدیځ او جنوب په لور د تزاری روسیی پرمختګ د انګریزانو ګټي په هند کې د ګواښ سره مخ کړی او په دی ترتیب د دغو دواړو سترو امپراتوریو ګټی په ټکر کې سره راغلی چې ددی ستری لوبی د پیل مرکز یې زموږ ګران هیواد افغانستان وګرزید.
د پورتنیو یادو ټکو په وجه دواړو خواوو یانی انګریزی او روسی ښکیلاک دواړو غوښتل چې خپلو موخو ته د رسیدو په نیت  افغانی ټاټوبي و نیسی. لکه څنګه چې د افغان ـ انګلیس دری ګونی جګړی یې غوره مثال دی.
اخوا تزاری روسي ښکیلاک چې د اکتوبر انقلاب وروسته شوروی اتحاد یې ځای ناستی شو  د انګریزی استعمار مخنیوی او د هند ګرمو اوبو ته رسیدل یې نیت و، هم غوښتل افغانستان د خپلی ولکې لاندی راولي.
شورویانود غازی امان الله خان د واکمنۍ راهیسی افغانانو سره د ښه ګاونډیتوب، د یو بل په کورنیو چارو کې نه لاسوهل او ځمګنی بشپړتیا د اصولو په پام کې نیولو سره درناوی او خواخوږی ښووله،همدا راز شورویان ژمن وو چې د هیواد د ټولنیزو، کلتوری، اقتصادی ودانولو چارو او پروژو د پراختیا په هکله به لازمی مرستی کوی. شورویانو د دی تر څنګ  د هیواد په وسله وال سیستم د وسلو پیریدلو او په نظامی برخو کې یې د کدرونو د روزلو په چارو کې خپل ژور اهداف او ستراتیژیکی موخی لرلی. شورویانو وکولای شو په دی شان د یو ښه ګاونډی په توګه د افغانانو باور تر لاسه کړی او خپل ځان د یو ریښتینی دوست په توګه وروپیژنی.
افغانستان په کال ۱۹۱۹ کې خپله خپلواکي د وخت انګریزی ښکیلاک څخه د ډیرو قربانیو په ورکولو تر لاسه کړه، ولی کلونه کلونه د یحیی کورنۍ د موروثي ارتجاعی واکمنیو له امله د نړی د تمدن له کاروانه وروسته پاتی شو او وګړو یې په مطلقه بیسوادۍ ، فقر، لوږه اوغربت کې  ژوند کاوه.

د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د خپلو مرامی او ستراتیژیکو اهدافو په درلودلو سره یو مترقی انقلابی ګوند و چې د افغاني ټولنی د پرمختګ او د خلکو د ژوندانه او پوهی د سطحی د  لوړولو له پاره یې مبارزه کوله چې د ګوندي غړو له خوا  د هیواد د ریښتیني، سپیڅلي، اتل او زړور بچې ارواښاد حفیظ الله امین په لارښوونه او قومانده د کال ۱۳۵۷د ثور په اوومه نیټه د لومړی ځل له پاره په هیواد کې ملی او دموکراتیک انقلاب بری ته ورسید، چې د سیمی او نړۍ ملکونو ته حیرانونکی وو.د وخت انقلابی دولت  په هیواد کې د ملک د پرمختګ په اړوند بی ساری بدلونونه منځ ته راوړل لکه دځمکو اصلاحات، د بیسوادی پر ضد مبارزه، سود، سلم او اجباری ودونه منع کول اوداسی نوری بیلګی لری چې د خپل ملی اوخپلواک دریځ او سیاست په درلودلو سره د وخت شمالی ګاونډي شوروي  اتحاد د لوی غوښتونکی او ښکیلاک ګر رژیم له اهدافو سره په ټکر کې وو. دا ځکه چې ځوان انقلابی دولت دا ټول نوښتونه د هغو له دیکتی او مشورو پرته په خپله پلی کول. دلته هر څه د شورویانو د کلونو استخباراتی هلو ځلو، لګښتونو او غوښتنو پر خلاف تر سره او  دوی  ناهیلی شوي وو دا ځکه:
– د ثور انقلاب په خپله په ګوند کې د ارواښاد حفیظ الله امین په مشرئ، سرښندنه، زړورتوب، خلاقیت او درایت سره بریالی شو او دا راز د شورویانو څخه پټ ساتل شوی وو.
– چون هغوی پوری تړلی جاسوسان او پرچم ډله انقلاب کې بی برخی پاتی و، د ځوان انقلابی دولت مشری  خلقیانو کوله او د اروا ښاد حفیظ الله امین رول په کې رغنده و چې دا هغوی ته د منلو وړ نه و.
– د ځوان دولت بریالیتوبونه او د هغه له پریکړو نه د ولسونو ملاتړ.
دپورتنیو او داسی نورو ډیرو عواملو او علتونو په وجه د شوروی ښکیلاکګر رژیم غوسه راوپاریدله او دا ځکه چې دوی دا کار د خپلی پراختیا غوښتنی سیاست ماته ګڼله او په دی لټه کې شول چې څرنګه خپلو شومو موخو ته د رسیدو له پاره خپل ګوډاګیان واک ته ورسوی. لکه څرنګه چې خبر یاست د شوروی  ښکیلکګرو له پاره د وخت د ملی واکمنۍ د را پرځولو او خپلو پلورل شوو اجیرانو د واک ته رسولو یواځنۍ لار دا وه چې له یوی خوا دننه د ګوند او دولت د مشرتابه او غړو تر منځ د ستونزو او بی باوریو فضا را منځته او له بلی خوا د ماهرانه تو طیو او دسیسو په کار اچولو سره ځوان او ولسی نظام  سیاسی بحران سره مخ کړی تر څو خپلو موخو ته لار هواره کړی.
شورویانو د خپلو اجیرو لاسپوڅو او د کې،جې،بی د جاسوسي دستګاه په لاس روزل شوو نوکرانو په مرسته د ځوان دولتی حاکمیت په ټکولو او ورانکاریو لاس پوری کړ تر څو نظام د خلکو او عامه وګړو په ذهن کې له کرکی سره مخ او د راپرزولو شرائط یې له پخوا اماده وی. دبیلګی په ډول د وخت د استخباراتو لویی اداری یانی اکسا له خواچې اسدالله سروری یې مشرئ کوله د ګڼ شمیر هیوادوالو غیر حق نیول او د اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو له پریکړو پرته په سزا رسول ووچې د وخت د لمړی وزیر ارواښاد حفیظ الله امین له ښکاره غبرګون سره مخ شو مګر هغوپه ډیروبیباکیو سره خپلو سرغړونو ته دوام ورکاوه.
د نورو ډیرو عواملو او دلایلو په وجه شوروی مقاماتو او کې.جې.بې دا وپتییله چې د وخت لمړی وزیر او د انقلاب قوماندان د دوي په مخکی یوازینئ خنډ دی او باید له منځه لاړ شې او پاتی پروګرامونه یې په خپل وخت تحقق ومومی. هماغه و چې پر نوموړی یې دننه په ارګ کې وسلوال برید تر سره کړ،خو دی په حیرانونکي ډول وژغورل شو او دا توطیه هم له ناکامې سره مخ شوه.
ارواښاد حفیظ الله امین د ۱۳۵۸کال د سنبلی د میاشتی په۲۵ نیټه د وخت واکمن ګوند د مرکزی کمیټی د پلینوم او انقلابی شورا د پریکړو په اساس چې ګوندی او دولتی واکې یې تر لاسه کړ، دی ته اړ و تر څو د یو لړ نوښتونو او اصلاحاتو په راوستلو سره په ملک کې له یوی خوا ټولنیز عدالت پلی او له بلی خوا په نظام باندی د خلکو باور او اعتماد تر لاسه کړی، چې په لنډه توګه د پورتنیو نوښتونو او اصلاحاتو یادونه کیږی:
لمړی- د مصؤنیت، قانونیت اوعدالت ورپسی د تشبث، تحرک او ابتکار د شعارونو پلی کول. چې د یادو شعارونو پلی کول په حقیقت کې د هیواد په حساسو او پیچلو شرائطو کې د یو تقنینی سند حیثیت درلود او ټول اړوند دولتي اداری او ارګانونه مکلف وګرځیدل تر څو د وړاندی شوو شعارونو په رڼا کې دننه په ملک کې ټولنیزعدالت تامین او دخلکو مدني حقونو ته درناوی وشې.
دوهم- د کشفی او عدلی ارګانونو د حقوقي چارو د سمبالتیا له پاره د« قانون کشف وتحقیق جرایم و نظارت څارنوالي بر قانونیت تطبیق ان» تر نامه لاندی د ځانګړی قانون نافذیدل. د یاد قانون له مخی کشفی ارګانونو یعنی د استخباراتو او پولیسو مسؤلیتونه او صلاحیتونه په مشخص ډول تثبیت شوی وو.ترڅنګ یې څارنوالیو د قانونیت د تطبیق څخه د نظارت د لوړ ارګان په توګه د کشفی ارګانونو کړو وړو څخه  یې څارنه کوله تر څو هیڅ یو وګړی د قانون له حکم پرته او بی ګناه  تر تحقیق او څارنی لاندی را نه شې.
دریم- د سیاسی جرایمو له پاره د ځانګړو عدلی او قضایې ارګانونو یعنی انقلابی اختصاصی څارنوالیو او محاکمو جوړول. د هغه وخت دشرائطو په پام کې نیولو او سیاسی جرایمو پوری د شکمنو افرادو شتون د داشان ځانګړو ارګانونو جوړول د بشری حقونو د ضمانت جوته بیلګه وه.
څلرم-  د اساسی قانون د تسوید کمیسون تاکنه.چې د اساسی قانون مسوده نژدی بشپړه شوی وه، خو دشورویانو ظالمانه او له جنایته ډک تیری له امله تر سره نه شوه.
پنځم-  د مرکزی محبس « څرخی پله زندان» څخه دګڼ شمیر زندانیانو خلاصون او د خاص کمیسون له خوا دپاتی ټولو زندانیانو دوسیی له سره څیړل او د خلاصون لړی لا روانه وه.
شپږم- د انقلاب څخه د دفاع عالی شورا جوړول، د یادی شورا د تګلاری په رڼا کې د زرګونو هیوادوالو په خپله خوښه د انقلاب د دفاع په لیکو کې دریدل.
اووم- د اسلام د سپیڅلی دین د درناوی او تبلیغ په موخه د علما او روحانیونو شورا ته پراختیا ورکول، همدا راز له دولتی بودجی څخه د جوماتونو او تکیه خانو د بیا رغاونود چارو پرمختګ.
همدا راز په بهرنی سیاست کې د ملګروملتونو منشور او پریکړو ته ژمن پاتی کیدل او د ځانګړی استازی په لیږلو سره د نوموړی سازمان په غونډو او پریکړو کې فعاله ونډه اخستنه، له بلی خوا بهرنیو سیمه ایزو او ګاونډیو هیوادونو سره د ښو او دوستانه اړیکو درلودل په تیره پاکستان سره د وروری او ښه ګاونډیتوب په فضاکې د شخړو هوارول، د دواړو ملکونو تر منځ د دیپلوماتیکو اړیکو پیاوړتیا او په وروستیو کې د پاکستان د وخت د بهرنیو چارو وزیر آغا شاهی کابل ته په وارسره دیپلوماتیک سفرونه، دا ټول هغه څه دی چې دننه په ملک کې د قانونیت او ټولنیزعدالت ټینګښت او بهرنی سیاست کې د لاسته راوړنو د نوموړی ارواښاد د سل ورځنۍ واکمنۍ لنډی بیلګی دی.
سل ورځی د یو ځوان حکومت او هغه هم چې د سیاسی بحران او ستونزو سره مخ وی صرف د تشریفاتو په تر سره کولو اوتعرفي لیدوکاتو باندی تیریږی، حال دا چې نوموړی په دی لنډه موده کې دومره کارونه تر سره کړل چې منل یې له تصور نه بهر دی.
د ده په هکله لیکوال حسن کاکړ په خپل اثر«د ثورکودتا او د هغی ژوری پایلی» کې داسی لیکې
«حفیظ الله امین په حیرانونکی نه سټړیا سره د پوځ په تنظیمولو، د قوماندانانو په تاکنو، د امنیت په خوندی کولو بوخت و،دی د زیات او کم یوی اونۍ په بهیر کې په یوه شپه او ورځ کې یو ساعت خوب او درویشت ساعته کار کاوه. دی په دی وخت کې ۴۹کلن اوپه ځان روغ او تکړه و. له دغه تکړه توب او روغ ځان سره زړورتیا او نوښتګرۍ فکر و چې هغه یې په ګوندیانو کې بی جوړی کړی و.که د خلک ګوند په دغه حساس وخت کې امین نه لرلی واکمن کیده یې په شک کې و»
ارواښاد حفیظ الله امین یو سپیڅلی او خپلواک افغان ولسمشر وچې د کورنیو او بهرنیو ستونزو او فشارونو سره سره د یو ریښتینی افغان په توګه یې هیځ بهرني زبرځواک ته سر ټیټ نه کړ او د هغوی د له شرمه ډکو مداخلو او حرکتونو په وړاندی یې سخت دریزه او پریکنده چلند کاوه. په دی هکله ارواښاد عبدالقدوس غوربندی د«نګاهی به تاریخ ح.د.خ.ا» کتاب په۷۶مخ کې لیکلی
«حفیظ الله امین حتا به قول وعقیده دشمنانش یک عنصر ناسیونالیست، ازادمنش، مغرور، متکی به نفس، جسور، نیک منظر و خوش لباس بود، نگارنده چند بار از زبانش شنیده بودم که میگفت «دوستان شوروی سیاست مستقلانه ما را نمی پسندند و از استقلال فکری ما ناراضی اند»
وی پوزانوف سفیر شوروی را نسبت مداخله اش در امور داخلی افغانستان شخص نامطلوب خوانده و از مقامات دولتی شوروی  مطالبه نمود به ماموریت موصوف در کابل پایان دهد. امین چندین بار از دامی که، کې.جې.بې برایش ګذاشته بود معجزه آسا نجات یافت،ولی تسلیم نه شد و حریف را نیز از دست نداد»
څیړونکي او لیکوال خیرمحمد بایګان په«درسهای چند از تاریخ سیاسی افغانستان» کتاب ۱۴۹ مخ کې لیکی
«امین و امینیست ها طرفدار حاکمیت ملی و تحکیم آن در کشور بودند، نه تحکیم حاکمیت شوروی در افغانستان. از همین روش وقتیکه امین و امینیستها به قدرت رسیدند، در برابر قدرت و ستیزه جویې مقاومت میکردند. خوب بیادم است که مشاور شوروی، قوماندان قطعه ۴ زرهدار را تهدید بدان کرده بود که از نظرش پیروی نمی نماید، قوماندان مذکور ګفته بود که تو مشاورمن هستی، نه قوماندان قوای ۴ زرهدار.تو برایم مشوره بده واینکه انرا قبول کنم یا نه کنم مربوط به من است نه به تو»
بل ځای عطا محمد شیرزی په خپل کتاب «چشم دید واقعات و حوادث چند دهه اخیر تاسیس ح.د.خ.ا وتجاوز شوروی به خاک افغانستان» په ۱۴۰/۱۶۹ مخونو کې لیکی: «امین صاحب احساسات شدید ملی ووطنپرستانه بود.امین بارها در سال ۱۳۵۸ اعلان کرد که فقظ عساکر غیور افغان با دشمنان خود خواهد جنګیدند. وی در یکی از بیانیه های خود اظهار داشت که ما هر ګز از رفقا و برادران خارجی خود تقاضا  نخواهیم کرد که بیایند و خون خود را در راه ما بریزند. در هیچ موقیعیتی چنین تقاضا را نخواهیم کرد.ما به جهانیان میګویم که خود ما از کشور خود دفاع خواهیم کرد. این مطلب را امین در ماه میزان ۱۳۵۸ مطابق سپتیمبر۱۹۷۹در جلسه سران قبایل خوست ولایت پکتیا اظهار داشت. به یقین وی به آنچه که درین جلسه ذکر کرده بود عقیده و باور داشت»
بل ځای نبی مصداق چې د ارواښاد شاګرد هم و په خپل کتاب«د افغانستان سیاسی کمزوری او بهرنۍ مداخله»۲۴۴او۲۴۶ پاڼوکې لیکی:« امین تر ډیره حده د دریمی نړۍ د نورو ملتپالو لارښوونکو په قالب کې و، لکه ګاندی، نهرو، یا هوچیمین کنیانا،او نکروما چې هغوی ټول لندن او پاریس ته د تحصیل له پاره تللی اووروسته هغسی انقلابیان شول چې هندوستان، ویتنام، کینیا اوګانا یې ترخپلواکۍ پوری رهبری کړل. امین په خپل وار غوښتل، وروسته له دی چې د یوې سیاسی اډانی له پاره له روسانو څخه ابتدایی پانګه ترلاسه کړی بیا یې نو غوښتل چې افغانستان د ترقی او دموکراسۍ په خپله ځانګړې لار روان کړی.هغه یو هیواد پال او ملتپال و. د ډیرو هغو دلایلو له منځه چې روسانو هغه په۱۹۷۹ د ډسمبر په ۲۷ وواژه یوهم دا وچې ده ونه منل د لویدیځ افغانستان د شینډنډ په هوایی اډه کې هغوی ته د بی پوښتنی راکښته کیدوحق ورکړی. دغې هوایی اډی روسانو ته اهمیت درلود ځکه هغوی په دی فکرکې وو، که په تهران کې د ایران له خوا د امریکا سفارت د یرغملود نیولو په ځواب کې امریکایی اوناتویی پوځیان جنوبی ایران ونیسی لکه په دوهمه نړیواله جګړه کې چې وشو نو روسانو ته به دا اسانه وی چې شمالی ایران ته د آزاربایجان له خوا ننوځی او مخ پر لویدیځ هم د افغانستان څخه ور ودانګی.د راپورونو له مخی امین خپلو ملګرو ته ویلی وو چې هیواد به دا ونه زغمی چې د افغانستان یوه برخه لکه کومه هوایی اډه دی شورویانو ته د هغوی د مستقلانه استعمال له پاره ورکړل شې»
بل ځای د کې.جې.بې مرستیال (لیونید شیبرشین) لیکی:«د امین په وخت کې د شوروی اتحاد لویان په زیاتیدونکی اندازی ویریدل چې شوروی اتحاد به افغانستان له لاسه ورکړی او امریکایان به چې ایران یې دلاسه ورکړی وهلته ځای ونیسی»
د پورتنیو څیړنو، موثقو منابعو او خپاره شوو شواهدو په رڼا کې د ارواښاد حفیظ الله امین خپلواک سیاست او واکمنۍ د وخت شوروی ښکیلاک له پاره نه یوازی د منلو او زغم نه وو بلکه د نوموړی شتون د دوی پراختیا غوښتونکی سیاست او خپلوشومو موخو ته د رسیدو په اړوند ستر خنډ و.نو ځکه یې زموږ په ګران هیواد په کال ۱۳۵۸ د جدی په شپږمه له جنایت اووحشت څخه ډک تیری وکړ.دوخت پیژندل شوی ملی اونړیوال شخصیت،خپلواک، په هیواد او ولس مین ولسمشر یې سره د یو شمیر کورنۍ غړو او د هیواد د ساتندویانو په ګډون په ډیره بیرحمۍ او ظالمانه توګه په شهادت ورساو او پر ځای یې مسکو پرسته ګوډاګی «کارمل»د ټانک په نلی سپور د کابل تخت ته وخیژاوه او د پرچم ګوډاګي بانډ یې د خپلو ښکیلاکیزو موخو له پاره استخدام کړ. دا ګوډاګۍ ډله هم د خپل پوشایي حاکمیت او پایښت له پاره له ټولو انساني ارزښتونو تیره وه
همدا وجه وه چې نه یوازی زموږ د قهرمان په آزادۍ مین ولس، بلکه دسیمی او نړیوال غبرګون او ماتی سره هم مخ شو. د شوروی اتحاد د ځینو لوړ پوړو چارواکو او د کې.جې.بې استخباراتی کړیووپتیله چې په افغانستان پوځي تیری، د وخت خپلواک ولسمشر حفیظ الله امین وژل، دولتی نظام  ړنګول او پر ځای یې د یوی مزدوری ډلی ورصادرول، ستره اشتباه او نهایت کې خیانت اوجنایت و.
لکه څنګه چې د پخوانی شوروی اتحاد  لوړ پوړی افسر جنرال لیا خوفسکی په خپل اثر(افغان میړانه او غمیزه) کې لیکلی:«۱۹۷۹دیسمبر۲۷ تیری هسی کومه کودتا نه وه چې په دغه شپه تر سره شوه او واک پرچمیانو ته(چې شوروی لوری یې ملاتړ کاوه)و لیږدول شو، بلکه په حقیقت کې دې کار په افغانستان کې د کورنۍ جګړی زیاتې پراختیا ته پکې وواهه چې هم یې افغانستان او هم شوروی اتحاد ته په تاریخ کې له غمه ډکه پاڼه پرانستله»
نوموړی زیاتوی:«هغه اوازی چې موږ ته پیچکاری کیدی داسی وی چې حفیظ الله امین د امریکایانو سره نږدی اړیکی لری او د هغه په شتون کې به موږ جنوب کې د یو بل خطرناکه ګاونډی سره سرو کارولرو. خو داسی سندونه چې دغه ګومان دی ریښتیا شې هیڅکله هم وړاندی نه شول»
همدا راز نامتو فزیکدان او د نوبل جایزی ګټونکی«اندری سخاروف» په خپل مطبوع اثر« دافغانستان جګړه او ګورکې ته زما تبعید» په۲۰-۲۱ مخ کې لیکې:«د شوروی دولت تبلیغاتی سازمانونه مدعی دی چې د افغانستان قانونی دولت شوروی پوځونوته بلنه ورکړی چې د ۱۹۷۸ کال د اپریل انقلاب د ملاتړ او دفاع له پاره افغانستان ته راشې او د هغو اشرارو مقابله وکړی چې له پاکستانه راتلل.خو دغه څرګندونی د منلو وړ نه دی. امین هیڅکله د شوروی هغو قوواوته بلنه نه وه ورکړی چې د هغه د مرګ له پاره لیږل شوی وې
«ریښتیا خبره خو داده چې د خپلواک سیاست د پلی کولو له پاره د امین هوډ، نوموړی د شوروی مشرانو له پاره د یو نه منل کیدونکي عنصر په توګه بدل کړی و.هغه په کورني سیاست کې ستونزی هم لرلې، خوفکر یې کاوه چې کولای شې له بهرنیو مرستو پرته دغه ستونزی له منځه یوسي»
که سرلوړی امین یې شهید کړ خو خپله یرغلګر روس هم په سرکوزۍ د امین له هیواده وتښتید او خوړلی له پیړی په نس کې پراته ملتونه یې بیرته کانګې کړل….که نور څه نه وی لږ تر لږه دی هم د «امین» شهیده ارواح ارامه کړه
ددی راوروسته نیمائی پیړۍ ژوندی تاریخ (د ځپل شوی هیواد او تکول شوی ، رټل شوی ملت) باید دهر باضمیر، اګاه او شریف افغان د رسالت دړه وی، په تیره د سرلوړۍ او ملی غرور په سر کې د شهید حفیظ الله امین لارویانو، چې د مبارزی دړه یې له ټولو درنه او له ملی مسؤلیته ډکه ده…!
ددی مبارزی بنسټیزه لار دپرګنو په سیاسی ملی پوهه او د پرګنو په لاس ده او په کاردی چې د خپل سیاسي آګاهانه یووالي په مټ دغه د شعوري مبارزې د پوهې ډیوه،سروالو-بروالو تس ونس پرګنوته په ټینګه اراده او (درنښت) یوړل شې.
درنښت ځکه چې د افغانستان ولس د مختلفو ایډیالوژیګانو د ازمولو حافظه لری.ټولو په یو بل شان غولولي دی او نن همدغه وجه ده چې په هر چا شک وکړی…نو زموږ مسؤلیت لا دروند شوی او ډېرې زیاتی ټولنپیژندنې، صداقت، یووالي، پوهې او فداکارۍ ته اړتیا شته
په درناوی

 

Leave A Reply