تاشکند له کابل سره د سولې مزی ونیو

0 407

ازبکستان د افغانستان د کړکېچ حل ته داسې مهال مټې را بډ وهلې چې په واشنګټن او بیجینګ سربېره ماسکو پر کابل د نفوذ زیاتېدو او د جیوسټراټېژیکو اړیکو د پراخېدو په لټه کې دی. له تېر کال راهیسې د منځنۍ اسیا دغه پیاوړی هېواد له خپل ګاونډي سره د نویو همکاریو دروازه پرانیستې چې په جیو پولیټیکو اړیکو سربېره جیوایکانوميک روابط یې مهمه برخه جوړوي. ازبکستان د افغانستان په امنیت کې خپلې ګټې لټوي او باور یې دا دی چې سویلي اسیا ته له دغې غځېدلې لارې د خپلې غوړېدا لپاره ګټه پورته کړي.

په وچه کې د راګیر ازبکستان تصور دا دی چې په ۲۱مه پېړۍ کې یې پرمختیا او ارام ژوند له کابل سره تړلی او غواړي په چین سربېره له سویلي اسیا سره هم سیاسي، اقتصادي او فرهنګي راشه درشه پراخه کړي. له شا و خوا یوې لسیزې وروسته د افغانستان یو ګاونډی د دغه هېواد د ټیکاو لپاره د یوه لوی نړیوال کنفرانس کوربه‌توب کوي چې د کابل د بهیر دویم ګام بلل کېږي.

ازبکستان په خپل تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان د امنیت او سولې له‌پاره د دومره لوی جوړېدونکي کنفرانس کوربه دی. د مارچ پر ۲۶ او ۲۷ مه به په تاشکند کې د نړۍ د مشرانو پر وړاندې د ولسمشر غني د سولې په تړاو خپله وړاندې شوې طرحه لا نوره واضح کړي. ازبکستان غواړي چې د دې ډول نړیوالو ناستو په جوړولو سره خپل هغه په ټپه ولاړ حالت او انزوا ته د پای ټکی کښېږدي چې د نړۍ او سیمې په حالاتو کې یې خپل کړی و. له خپلې ۲۵ کلنې ازادۍ را وروسته دا لومړۍ ځل دی چې تاشکند غواړي پر نړیوال دریځ په دومره قوت سره را څرګند شي.

دغه هېواد اوس له واشنګټنه د وېرې پر ځای تمې لري او غواړي چې د افغانستان د ټیکاو په برخه کې ورسره دوه اړخیزې راکړې ورکړې پیل کړي.
د افغانستان د سولې په تړاو د ازبکستان په کنفرانس کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیریس او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانکړی استازی هم پر وسله‌والو طالبانو د سولې غږ وکړي او د خبرو اترو لپاره به د خپلو دفترونو د وړاندې کولو وړاندیزونه په خپله خوله وړاندې کړي. د ملګرو ملتونو هیله دا ده چې د کابل د سولې په تړاو د سیمې د هېوادونو ښکېلتیا زیاته شي. په دوی سربېره به په تاشکند کې د روسیې، امریکا، چین، بريټانیا، جرمني، فرانسې، ترکیې، ایران، پاکستان، سعودي او متحده عرب اماراتو او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم برخه ولري. دغې ناستې ته د ۲۰۰۱ کال د بن د ناستې هغومره تمه او هیله کېږي چې د افغانستان راتلونکی به ورسره تر ډېره روښانه شي.

د افغانستان په راتلونکي کې د ازبکستان اهمیت په دې کې دی چې د یوه ګاونډي په توګه په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې د نندارچي په توګه پر بره غونډۍ ناست و، خو په سیمه کې د داعش ډلې په ظهور او پکې د پرېمانه ازبک جګړه‌مارو شتون دغه هېواد دې پایلې ته رسولی چې د دغه شر تر خپرېدو له مخه له کابل سره د مخنیوي په موخه لاس یو کړي. ازبکستان له خپلې ازادۍ را وروسته په افغانستان کې له مشخصو خواوو او ډلو سره تاوده اړیکي درلودل، خو ښکاري چې دا ځل یې پام پر واکمن حکومت را ټول کړی چې له پراخ سیاسي نړیوال ملاتړه برخمن دی.

ولسمشر شوکت میرزا یوف تېر کال واک ته له رسېدو وروسته فعالې سیمه‌یزې ډیپلوماسي ته مخه کړې او هیله یې دا ده چې وکولای شي له افغانستان سره د سولې بېړۍ ساحل ته ورسوي. ده له ۲ لسیزو وروسته له تاجکستان سره هم په پوله دروازه بیا پرانیسته او د تودو اړیکو نوی فصل یې پرانیست چې د افغانستان په ګډو ن د سیمې د ښېرازي زېری ورکوي. ازبکستان غواړي له خپل اغېزه په ګټې اخیستو د سیمې په جیوپولیټیکو سیاستونو کې رول ولوبوي. پر تېلو، ګازو او انرژي دغه مالامال هېواد د افغانستان ناامني د ټولې سیمې د پرمختګ او ټیکاو پر وړاندې ګواښ ګڼي.

د تاشکند د ناستې برخه‌وال به دا ځل په یوه خوله پر طالبانو غږ وکړي چې د واشنګټن پر ځای له کابل سره نېغې خبرې اترې پیل او د یوه سیاسي ګوند په توګه په راتلونکي افغانستان کې سیاسي رول ولوبوي. د کابل بهیر په ناسته کې افغان ولسمشر طالبانو ته د سولې د خبرو د پیل په صورت کې په بهر کې د سیاسي دفتر د پرانیستې ژمنه وکړه او د وسله‌والو د امنیت او سیاسي فعالیت ضمانت یې را مخې ته کړ. د افغانستان د سولې شورا داسې فکر کوي چې د ولسمشر غني له خوا له شرط پرته خبرو اترو په ګډون د ګڼو امتیازونو ورکړې ردول به طالبانو ته هم په دې حالاتو کې ستونزمنه وي.

داسې برېښي چې په سیمه کې د طالبانو تر شا ولاړ ځواکونه هم د ولسمشر غني وړانديز ته د یوه بې‌ساري فرصت په سترګه ګوري چې ښاغلي غني له خپلو کورنیو سیالانو سره د دښمني د پیاوړي کېدو په بیه طالبانو ته وړاندې کړ. د ډېرو تصور دا دی چې ولسمشر غني دا ځل په طالبانو قمار وهلی چې که د سولې خبرې ورسره پیل شوې د افغانستان او نړۍ په ګټه ده او که پاتې راغی د هغه د سیالانو او د افغانستان د دښمنانو په ګټه ده.
په سیاسي ډګر سربېره د هرې ورځې په تېرېدو د کابل او تاشکند اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي او تمه ده چې په روان کال کې به د دواړو هېوادونو تر منځ را کړه ورکړه تر ۲ میلیارډه ډالرو ورسېږي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply