طالبان ډېر شاته پاتې شوي/ ا- ځواک

0 391

طالبان د هېواد لپاره کومه برنامه نه لري او یوازې دوه خبرې کوي، چې بهرنیان دې ووځي، برحاله نظام دې چپه او پرځای یې شرعي نظام پلی شي، خو د جهادي تنظیمونو اړودوړ ته په کتو بیا هم له هر ډول سپیڅلي اړودوړ څخه د نظام او حکومت شتوالی بهتره دی. ځکه که یو فاسده حکومت هم ولرو د وخت په تېرېدو سره به اصلاح شي، خو که جګړه او اړودوړ همداسې روان وي، نو له بدبختۍ پرته به هېڅ لاسته راوړنه ونه لري او د مجاهدینو تېر تنظیمي دور(د مړو نڅاګانې، کوڅه سالاري، پاټک سالاري) به تکرار شي.

بې له هغې پر افغانانو له دې ۴۰ کلونو وخت په ټپه ولاړ دی، یعنې همغه د بهرنۍ مداخلې، جګړه مارانو او ځواکونو په شتون کې د جهاد او تروریست په نوم له دولت او حکومت سره د مخالفت او موافقت لوبه او د وارداتي اصطلاحاتو او ابتذال په دام کې راپرېوتل او د یوشمېر جنایتکارانو او پردیو نوکرانو په لاس د ولس او هېواد منقرض کېدل.

خو ټول باید په دوو خبرو پوه شو، چې دغه ولس او خاوره هم خدای لري او خدای له هر مکر کونکي سره په مکر کولو تر ټولو ښه پوهېږي او ذوالانتقام دی، خو وخت یې زموږ په توبې پورې اړه لري، ځکه د الله ج د وینا پر اساس هر چا ته چې کوم مصیبت رسېږي له خپله لاسه يې دی، نو کېدای شي چې هېڅ یو هم د الله ج له دې محاسبې او روان مصیبته لرې پاتې نه شوو. تاسو وګورئ په ټول هېواد کې یو ۱۰۰۰ کسان دي چې د پردیو د جګړې پروژه مخته وړي او په هېواد کې د بدبختۍ سبب شوي دي، خو ولس ۳۰ ملیونه دی او ټول د دوی د بادي ګاردانو، چریکانو او غلو له خوا یرغمل دی. دغه غله، بادي ګاردان او چریکان د همدغه بېوزلو او غریبو اشخاصو زامن دي، خو نن یې د یو څو پیسو او یا هم وچې ډوډۍ په بدل کې یو څوک د طالب، قوماندان، رهبر، یا په دې او هغه نوم، یو لوی ظالم او فاسد په فرعونۍ او خدایۍ نیولی دی، له یو لوی ظالم او فاسد سره یې د فساد او ظلم لپاره لاس ورکړی دی، حال دا چې خدای له دې کاره ټول منع کړي یو او امر يې کړی، چې باید په نېک کار کې یو بل ته سره لاس ورکړو.

د قرآني او نبوي ارشاداتو پر اساس په دې دنیا کې چې له هر چا او هرې ډلې سره ولاړ یو او ورته په یوه کار کې لاس ورکوو، د محشر په ورځ به له همغه کس او ډلې سره حشر کېږو او د الله ج محاسبه به هم په دې ولاړه وي، چې له کوم کس سره په دې دنیا کې ولاړ وو، د هغه په ټولو نېکو او بدو اعمالو کې ورسره شریک یو، کومه نېکي چې هغه لري د هرې نېکۍ په بدل کې به یې هومره نېکي موږ ته هم راپه برخه کېږي چې هغه ته په برخه شوې او همدا رنګه د هغه په هر بد عمل کې هم موږورسره شریک یو او د هغه د هرې بدۍ په بدل کې به هومره بدي او جزا را په برخه کېږي، چې هغه ته ورپه برخه شوې ده. که دغه خبره په یوه بېلګه کې رالنډه کړو، نو په هر قاتل او فاسد پسې مو چې ټوپک ګرځولی په روپۍ روپۍ رشوت، فساد او د هر بې ګناه انسان په قتل کې ورسره شریک یو او په دوزخ کې به هم ورسره یو ځای اوسېږو.

د یو سالم عقل خاوند به هېڅ کله د نورو د اعمالو او ګناهونو د پېټي پر غاړه اخیستو ته زړه ښه نه کړي، همدا راز جګړه ولو که مقدسه هم وي د قرآن کریم په سوره حجرات کې د اور غاړه بلل شوې ده او عقلي دلیل یې دا کېدای شي، چې جګړه کې حلوا نه وېشل کېږي، جګړه کې وژل او ورانول وي، نو که یوڅوک درڅخه په ناحقه ووژل او یا د چا ملکیت او مال ته درڅخه زیان ورسېد او یا دې جګړه د اعلای کلمه الله او الله د رضایت پرځای د غلا او شخصي اغراضو لپاره وکاروله، نو روښانه ده چې ځای دې په دوزخ کې ګوره.

د الله ج مهرباني بې نهایته ده، د جنت لپاره یې بې شماره لارې پرانستې دي، د اولیاوو په تذکرو کې راغلي چې په اخلاص سره حتی یو وږي سپي ته په ډوډۍ ورکولو سره خلک د اولیاوو مقام ته رسېدلي دي او له بل پلوه، الله ج مسلمان ته یوه داسې وسله په لاس ورکړې که هغه یې په لاس وه، له هر یو اټومي بم څخه قوي ده او د هیچا اټوم پرې اغېز نه شي لرلی او هغه د الله ج سپېڅلی قرآن دی، ځکه په قرآن کې دومره پياوړی منطق پروت دی چې د نړۍ هر ډول چالاکه، دوکه باز او مکرجن کس نه شي کولای د دې په وړاندې له کاره راووځي او د منطق ځای جګړې ته په لاس ورکړي. زموږ اصلي ستونزه دلته ده چې موږ د مومن تر ټولو پیاوړې وسله یعنې قرآن پرېښی او پرځای مو د پردیو شغالۍ وسلې راپورته کړې دي.

خپلې دغه پورتنۍ خبرې مشخصاً چاته متوجه نه ګڼم او په ټوله کې له خپله ځانه مې نیولې د هر یو مسلمان او افغان ورور لپاره یې اړینې ګڼم چې فکر پرې وکړي او که چېرته ورته سمې معلومې شوې، نو د خپلې راتلونکې په اړه یو نوی تصمیم ونیسي او د بل چا تر شا په ټوپک ګرځولو سره خپل ولس ونه ډاروي او د هغه د ربړولو، ځپلو او نسکورولو سبب نه شي.

پاتې شوه د سولې په اړه د طالبانو خبرې، هغه دا چې له چا سره د سولې خبرو ته کېنو او له چا سره نه کېنو، د یو مسلمان په توګه د خیر په کار کې له هر چا سره ناسته او لاس ورکول په کار دي، له دې پرته بهانه بهانه ده او دغه ولس نور له بهانو او دوکو ستړی دی. اوسني طالبان نه له پخوانیو طالبانو سره او نه هم له تېر تنظيمي اړودوړ او نه هم د هېواد تېر ۴۰ کلن ناورین سره زیات زماني واټن لري او دغه ولس د دغه زماني مقطعې مستند تاریخ دی، نو ځکه د هر چا لپاره نور د دغه ولس دوکه کول ستونزمن او حتی ناشوني شوي دي.

پخوا به جهادي تنظیمونو هم دا دوه خبرې کولې، چې بهرنیان دې ووځي او دوی د کابل له ادارې سره نه بلکې له شورویانو سره خبرو ته کېني. بالاخره بهرنیان(شورویان) ووتل او جهادي تنظیمونو پر کابل ور ودانګل، د خلکو سرونه یې ووهل، غلاوې یې وکړې او ظلم یې نهایت ته ورساوه.
هغه مهال خلک کم تجربه وو، خو اوس ولس ۴۰ کلنه تجربه او مطالعه لري او دا یې په تاریخ کې لوستي چې سلفي یا جهادي ډلې دا ۴۰۰ کاله کېږي چې په نړۍ کې رامنځته شوې دي او ټول نړۍ لید یې په یو څو خبرو کې رالنډېږي:

-هغه څوک چې له دوی سره دي مسلمانان او هغه څوک چې له دوی سره نه دي کافران او واجب القتل دي.

-د اسلامي نړۍ حکومتونه ټول لاسپوڅي دي، دوی د الله ج له خوا مکلف دي چې هغه چپه کړي او پرځای یې شرعي نظامونه راولي.

-که د دوی حکومت راځي نو ستونزې به ترې داسې تښتي لکه پېریان چې له بسم الله ویلو تښتي.

-د دوی په حکومت کې به د ماشوم سر ته یې په زانګو کې معاشونه ایښي وي.

خو دغو ډلو په تېرو ۴۰۰ کلونو کې خپله یوه خبره هم په عمل کې ثابته نه کړای شوه. هغه څه چې تراوسه د دې ډلو له جګړې راوتلي دي هغه د کفارو لپاره تورې وهل او د ځمکو فتحه کول وو. د دغو ډلو جګړې سبب شوې چې له ۸۰۰ هجري نه تر ۱۲۰۰ هجري پورې ایټالیا، برېټانیا، فرانسه، روسیه او جرمني نږدې ټول افریقايي او عربي هېوادونه فتح او مستعمره کړي.

لرې به نه ځو، په افغانستان کې همدغه د جهادي(سلفي،تکفیري) ډلو تورو وهلو په هېواد کې د پردی ونیابتي جګړو او وسله والو سیالیو ته هواره کړه.

ورپسې په کابل کې د دوی تنظيمي جګړې، جنایتونه، ظلمونه او ورانۍ وې چې هېواد یې د فقر او ګدایۍ کندې ته ورګوزار کړ.

همداراز د طالبانو ناتاړ او له شمال ټلوالې سره د دوی جګړو هېواد او ولس نور هم له پښو وغورځاوه او په پای کې همدغه طالبان وو، چې امریکا ته د بن لادن په نه سپارلو سره د امریکايي عسکرو پښه یې افغانستان ته رااوږده او همدغه د شمال ټلواله وه چې دغو عسکرو ته یې خپله جغرافیه په واک کې ورکړه.

معنا دا چې، که خبره د بهرنیو ځواکونو د وتو وي، نو دلته د بهرنیو ځواکونو لپاره هم ځينې بهانې او پلمې شته چې ورته د طالبانو، جهادي ډلو او حکومت له کړنو سره ارتباط ورکول کېږي، لکه جګړه، ناامني، د تروریزم صدور او داسې نور. اوس که طالبان پخپله دې غوښتنه کې رښتیني وي چې بهرني ځواکونه دې له هېواده ووځي، نو د بهرنیانو اندېښنو ته باید روښانه ځواب وړکړي او ورته په کار او اړینه ده چې د جګړې پرځای د سولې لار ونیسي.

همداراز که افغان حکومت هم غواړي سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي، لا نور ډېر څه کول ورته په کار دي، چې په لړ کې يې وکولای شي ولس خپل کړي او د بهرنیانو له کنټرول او استعمالولو یې وژغوري.

همدارنګه خپلې اړیکې د سیمې له قدرتونو سره نږدې کړي او له هغوی په دې برخه کې مرسته وغواړي.

د سولې لپاره د افغان حکومت دغه وروستۍ طرح کېدای شي، د سولې د خبرو لپاره په پیلامه بدله شي، خو لا ډېر څه کول په کار دي چې ترڅو په هېواد کې سوله راشي. ځکه سوله د یوشمېر بهرنیو او کورنیو کړیو د مداخلې له کبله کړکېچنه او پېچلې شوې ده، هغوی چې سوله نه غواړي باید پرې تحمیل شي او هغوی چې سوله غواړي، باید یو نړیوال تضمین ورته پیدا کړي.

لنډه دا چې افغان ولس د سولې په برخه کې په یوشمېر اشخاصو او ډلو شک لري چې د طالبانو او حکومت په لیکو کې یې ځای نیولی او د بهرنیانو په غوښتنه او اشارو د سولې مخنیوی کوي. طالبان او حکومت د دغو اشخاصو د هڅو د مخنیوي لپاره که هرڅومره کوښښ هم وکړي، خو سولې خبرو ته له ناستې او سولې پرته به په هېڅ صورت د دوی مخه ونه نیولای شي. نو دلته سوله د خوښې یو چناق په توګه نه، بلکې د یوې اړتیا په توګه څرګندېږي او طالبان باید نورې خپلې بهانې او پلمې پرېږدي او سیده دې له افغان دولت او نورو ښکېلو غاړو سره د سولې خبرو ته کېني.

Leave A Reply