طالبان به د سولې هېڅ وړاندیز ونه ومني / ډاکټر اکبر معتصم بالله

0 341

طالبانو په مټ کې د افغان ولسمشر غني هغه وړاندیز رد کړ چې د خبرو لپاره يې هر ډول مخکې شرط پکې له پامه وغورځاوه. طالبانو وویل چې اصلي لوری، امریکا، دې ورسره خبرو ته کېني.

د سولې لپاره د افغان حکومت دا طرحه سولې ته د مطرح شوو حکومتي غوښتنو بې سارې هغه وه. خو اوس پوښتنه دا ده چې کوم لاملونه د دغه راز وړانديز د ردېدو لامل کېږي. د طالبانو د حرکت او د دوی د تګلارو، وړتیاوو او شرایطو مطالعه راښيي چې دوی ښايي د یو شمېر عمده لاملونو له مخې سولې ته زړه ښه نه کړي:

لومړی، طالبانو پر افغانستان د امریکا د یرغل پر ضد د هغه څه له مخې چې دوی یې د جهاد فتوا بولي جهاد پیل کړی. په دې جګړه کې زرګونه افغانان وژل شوي، ډېری يې ملکيان دي. اوس د دې فتوا مسؤلیت نور هم دروند شوی. په آسانۍ طالب او د دې فتوا صادروونکي نشي ویلای چې جهاد ختم شو. اوس د سولې اعلان د طالبانو له خوا د جهاد په نامه پیل شوې جګړه سخته تر پوښتنې لاندې وړلای شي. له جګړو تېرو شوو هېوادونو کې تجربې ښيي چې جنګيالي چې په هر مقدس نامه جنګېدلي له سولې وروسته يې د سزا غوښتنه شوې خو دا بېل بحث دی چې بښل کېدل او یا هم د دوی قضايي تعقیب به څوک وغواړي کنه؟ په افغانستان کې تجربو ښودلې چې مجاهدینو او په وروستي مورد کې ګلبدین حکمتيار خپل تېر کړه په مذهبي پوښښ کې وپوښل او له قضايي تعقیب څخه يې ځان خوندي کړ. خو ښکاري چې طالبان خپل برخليک یوازې په زور له دغه برخليک څخه په خوندي کولو کې ګوري.

دویم، طالبان یوازې جنګي ځواک دی. دوی که خپل ټوپک او چړه کېږدي له صحنې محوه کېږي. له اسلامي حزب سره د طالبانو پرتلنه ښيي چې طالبان په هېڅ ډول نشي کولای د معاصرو حکومتونو په بڼه کې په واک کې راشي یا هم د سياست له لارې کار او فعاليت وکړي. دا ښکاره ده چې که دا ډله سوله کوي نو وسلې به سپاري، چې په داسې یوه حالت کې دوی خپل ټول توان له لاسه ورکوي.

درېیم، دوی د جهاد په نامه د خپلې وسله والې جګړې پر مهال په ځايي ټولنو کې ګڼ کسان وژلي او بدۍ يې جوړې کړې. د افغانستان په قومي او قبیله يي ټولنه کې دا رنګ بدۍ تر نسلونو پاتې کېدای شي. همدا اوس د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو د جنګياليو او له ځايي ټولنو سره د دوی چلند په ښکاره ښيي چې دا ډله یوازې او یوازې په زوره او د جهاد په نامه په دوديزو ټولنو کې ځان ساتي.

څلورم، طالبان داسې یو په شدت مرکزپال یا سنټرلایز حرکت دی. په دغه ډله کې د تصمیمونو د نیولو واک که څه هم فکر کېږي چې له رهبر او یوې خاصې ډلې سره دی، خو د دې ډلې په ټيټو کچو کې ګڼ داسې کسان فعاليت کوي چې خپلې ګټې ساتي. په دوی کې ډېری هغه کسان دي چې کار نه لري يا هم کار نشي موندلای، نو په دغه ډله کې فعاليت دوی ته د یوه عادي عاید ښه زمينه برابره کړې. سوله کول هغو ډلو ته معنا نلري چې همدا اوس په کليو او بانډو کې لږ تر لږه عوايد لري.

پنځم، د امریکا په حکومت کې د تصمیم نیونې ګڼ پاړکي شته. د دوی هر یو تر هغه بل د امریکا د ګټو په خوندي کولو کې خونړي او بې رحمه  دي. ښکاري چې په افغانستان کې د دوی ګټه د دوی د حضور په دوام کې ده. ځکه د طالبانو مقاومت او جګړه دوی ته هېڅ داسې زیان نه اړوي چې د هغه تاوان برابري دې وکړي چې د دوی په نشتون کې نغښتې. امریکايي چارواکي د نیوکانز (نوو محافظه کارانو) هغه هڅې په یاد لري چې د خلیج له جګړې وروسته يې له عراقه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مهال کړی و. د نوو محافظه کارانو هغه هڅې د دې لامل شوې چې په ۲۰۰۳ کې امریکا بېرته مجبوره شوه چې په امریکا برید وکړي.

شپږم، له جګړې او د سولې له پړاوه د تېرو شوو ټولنو د تجربو مطالعه ښيي چې په ټولنو او حکومت کې د ورته ډلو د جذب لپاره شرایط په تدريجي ډول برابرېږي. دا شرایط تر ډېره د اقتصادي ودې له ښه والي او یا هم د بې کارۍ د کچې له ټیټوالي او نورو پرمختيايي او انکشافي چارو سره نېغ تړاو لري. په افغانستان کې دا رنګ شرایط نه دي برابر شوي. په حکومت کې پراخ فساد او د اقتصادي ودې لپاره د ظرفیتونو نشتوالی ښيي چې طالبان داسې فرصت نه ويني چې هغه دې د هېواد اقتصاد ښه کړي او يا دې په ټولنو کې د دوی د جذب وړتيا لوړه کړي.

اووم، داعش یا اسلامي دولت وسله واله ډله ښايي خپل فعاليت ته له دې وروسته په افغانستان کې دوام ورکړي. طالبان پوهېږي چې هغه ډلې چې په سوله کې له منحل کېدو وېرېږي له دغې ډلې سره یو ځای کېږي، ځکه دوی په هر حال کې جګړې ته اړ دي. په دې ډول به د دې ډلې اوسني او پخواني غړي یو په یو له منځه لاړ شي او دا هر څه له حکومت سره د دوی په سولې سره پیلېدای شي.

اتم، طالبان په افغانستان کې په واک کې خپل پخواني مخالفين پېژني. که څه هم دوی له قوم او قبیلې او ژبنیو تعصبونو او نورو ورته شعارونو سره خلک جهاد ته هڅوي خو په واقعیت کې دوی په دې پوهېږي چې په واک کې د دوی حضور د پښتنو د برخې په سترګه کتل کېږي. دوی هېڅ داسې پوهه نه لري چې له دوی سره مرسته وکړي څو له خپلو سيالانو سره پرې سيالي وکړي. له حکومت سره په سولې کولو سره دوی په حقیقت کې ځان ننګوي چې دومره ستر شرم ته اوږه ورکړي.

په بله ليکنه کې به هڅه وکړم هغه عوامل وڅېړم چې له مخې يې امریکا هم نه غواړي سوله وکړي، ځکه د امریکا د سیاست مطالعه راښيي چې په اوسنیو شرایطو کې دوی سولې ته نه اړتيا لري او نه چمتو دي.

Leave A Reply