زموږ د تباهي داستان / احمدزی

0 247

زموږ ستونزه نننۍ نده، د محمد داوود خان له پرزيدو رانیولې تر ننه پورې زموږ ولس په یو داسې وحشي ګرداب کې راګیر دی چې هیڅ خوا په دې نه پوهیږي چې ولې د یو بل دښمن یو او ولې یو بل وژنو، زه په دې باوري یم چې هیڅ خوا د یو بل د وژنې لپاره کوم مشروع دلیل نلري، یوازينی دلیل دا دی چې کافر دی، ترهګر دی، اشرار دی… او که سپینه خبره وکړو قسم په خدای چې له مکې نه نیولې تر بیت المقدس، له شامه نیولې تر بغداده، له الازهره نیولې ترقمه، که د اسلامي نړۍ په ټولو هغو مېنو راوګرځئ، چې نن د اسلامي تمدن د غوړیدا د مرکزي حیثیت دعوه دار دي او بیرته دې خپل خړ پړ وطن ته راشئ او شاوخوا د خپلو بیوزلو وطندارانو په منځ کې د اردو او پولیس له عسکره نیولې، تر بزګره، تر طالبه، تر ښاري او عصري د ټولو عقیدې د خپل قضاوت په تله وتلئ او له هغو خلکو سره یې مقایسه کړﺉ، چې په حقیقت کې زموږ د قتلونو د روایت مراجع دي، زه په ډاډ وایم چې د ایمان جلوې به د همدې بیوزلو، خوارو او ځپلیو په تندیو کې وګورﺉ، نه د هغو سیمو په خلکو کې چې تاسو ترې د خپلو وروڼو د قتل د فتوا هیله لرﺉ…

د ولسي جرګې د تیرې دورې پر مهال مې هلته د دې جرګې په اداري برخه کې کار کاوه، د ولسي جرګې د هماغه مهال اکثریت غړي داسې خلک وو چې په کلونو کلونو یې یو د بل په وړاندې په خونړیو جګړو کې کلونه تیر کړي وو، له ټولو اختلافونو سره سره کله کله به دوی پخپلو شخصي مجلسو کې تیرې خاطرې بیانولې او پخپلو تیرو کړنو یې پښیماني څرګندوله، اکثرو به ویل والله دا پلانی خو ډير مسلمان سړی دی، موږ فکر کاوه چې دا به لمونځ او کلیمه هیڅ پیژني نه…

زه هماغه وخت دې پایلې ته ورسیدم چې موږ دا څو لسیزې په یو احمقانه جدل کې تیرې کړي دي، چې په علت به یې راتلونک نسلونو ته له خجالت او افسوس څخه بل څه ونلرو…

راځئ پخپل ګریوان کې سر ښکته کړو، د چا لپاره وجنګیدو، څه مو لاسته راوړل، څه وو او څه رانه جوړ شول… غازي امان الله خان مو کافر کړ؛ ځکه ګناه یې کړې وه، له یوې سترې امپراتورۍ سره یې د خپل ملت د خپلواکۍ په امید منګولې کښې کړې وې… داود خان مو له ټول ذات او زوزات سره په خاورو ومانډه؛ ځکه ګناه کار وو، د خپل ملت د رفاه او ښیرازۍ ارمان لیونی کړی و… بیا مو پخپل ملت پسې چاړه راواخیسته، نه مو عالم پریښود، نه مو مخور پریښود، د خپل ملت په وړاندې مو دومره کرکجن چلند وکړ، چې ملیونونه هیوادوال مجبور شول چې دښمنو ګاونډيانو ته په لوڅو پښو وروتښتي، هغوی مو په لوی لاس په استخباراتي لومو کې ګیر کړل… بیا ځينې مجاهدین شو او ځينې د سره انقلاب د ارمانونو داعیان، چې په واقعیت کې یوه خوا د شرقي او بله خوا د غربي زبرځواکونو د ګټو مدافعین وو، ورپسې د مجاهدینو اسلامي نظام راغی، چې اسلامیت او افغانیت یې ټولو ولیده، نه د چا سر په امن وو، نه مال او نه عزت… بیا د طالبانو شرعي امارت حاکم شو، چې په لومړني شرعي اقدام کې یې مکتبونو ته قلفونه واچول، افغانستان د نړۍ د عاطلو باطلو او بدماشانو ځای شو، نه سیاسي تګلاره وه، نه اقتصادي پلان او نه چا دې خبرو ته ارزښت ورکاوه، یوازينۍ لاسته راوړنه چې حساب پرې کیده امنیت وو؛ خو نه په طبیعي شکل؛ بلکه د یو تور استبداد تر سیوري لاندې… ورپسې د کرزي صاحب لنډمهالې دوره راغله چې افغانان پکې د لونګۍ په سر کولو او ږیرې پریښودلو په جرم تر ګوانتنامو تیر شول، که د کوم لنډه غر به د چا کور خوښ شو؛ نو د ”طالب است” یوه وړه ټاپه کافي وه، د طالب او تروریست په نوم په لکونو پښتانه د خپل هیواد په داخل کې مهاجر شول، کورونه یې چور شول، ځمکې یې غصب شوې، حتی عزتونه یې لوټ شول…

دا هرڅه تیر شول؛ خو مونږ هیڅکله ځان ونه پیژانده، مونږ خپل دښمن ونه پیژنده، مونږ دا ونه ویل چې په کومه روان یو، مونږ حتی پخپلو کړنو افسوس ونه کړ، پښیمانه نه شو؛ بلکه په افتخار مو د خپلو کړنو د توجیه هڅه وکړه… دا اوس که په دې دربدره هیواد کې روانو مظالمو ته د اسلامي او انساني عاطفې له عینکو وګورﺉ، د بشر په تاریخ کې څه چې په ځنګل کې به هم د ظلم او بربریت داسې صحنې نه وي تیرې شوې، معصوم ماشومان قتلیږي، بیګناه سپین ږیري او ښځې په وینو کې لمبیږي، که څوک ووایي چې بد کار دی، د اسلام په دښمني تورنیږي، که چا شکایت وکړ وای مزدور دی، که چا وویل چې زما دین داسې نه وایي وای مشرک دی، څومره علما د اسلام د حقیقي معاني د بیان په تور شهیدان شول، څومره وښکنځل شول، څومره تهدید شول…

زما په اند دانه یوازې ددې بیچاره ولس سره ظلم دی؛ بلکه زمونږ ددین سره خیانت دی، دا حالت باید تغیر وکړي، ټولې ښکیلې خواوې باید پدې پوه شي چې ولس تر ابده ددې فاجعې د زغم توان نلري، تاسو وکتل چې په هلمند کې راټولو شویو ځوانانو څه ویل، دا ولس که نن په عذر او زاریو سوله غواړي، سبا یې په زور غواړي، ځکه چې د خپلې مبارزې په حقانیت او ستاسو د کړنو په بطلان باور لري.

Leave A Reply