کبیر ستوری مړ نه دی (د ستوري د۱۲تلین په یاد)

0 394

 

لیک: لیاقت وطنپال

د (۱۹۷۵) کال را پدېخوا په بهر کښې د پښتنو سیاست ته یوه لنډه کتنه

زه د ۱۹۷۵ کال د اپریل په میاشت کښې د المان فدرالي جمهوریت د فرانکفورټ ښار ته راورسیدم. زما لومړۍ لېدنې کتنې یواځې د کوزې خوا د پښتنو ملګرو او مشرانو سره وې. دغه کسانو ډیر لږ د برې خوا د پښتنو سره چې زیاتره یې پوهیدونکې (محصلین) وو اړیکې لرلې. په دغه وخت کښې پښتنو پوهیدونکو د افغاني محصیلینو په نوم یوه اتحادیه (ټولنه) لرله او ددغې اتحادیې د غړو به دا کوښښ وو، چې د کوزې خوا په پښتنو کښې، چې په فرانکفورټ کښې اوسیدل او ټول د فابریکو کارګران وو د پښتونولۍ او افغانیت روحیه راژوندۍ کړي. دافغاني محصیلینو داتحادیې فرانکفورټ څانګې ښه زیارویستونکې غړي، رحیم ځدران، نظام ا لدین، سنګین وردګ، شاجهان کاکاخیل، پاچا سیفی، پیرمحمد مومند او عیدمیر ځدران- چې ما په لږ وخت کښې وپیژندل د دوۍ سره د بیابیا خبرو اتروپه رڼاکښې مونږ په ګډه سره دکوزې خواد پښتنوسره د پښتونولۍ په باب په دوامداره ډول خبرې پیل کړې- زما لپاره د نورو مترقي ملګروپه پرتله دکوزې خوا د پښتنو سره په سیاسی بحث کښې ستونزیکمې وې او یا بیخي نه وې، ځکه چې په دغه ملګرو کښې ډیر د سوات نه راغلي وو او زما سره یې یوه اندازه پیژنګلوۍ درلودې او زه په ړندو کښې د یوې سترګې خاوند هم ووم، څه لږه ډیره انګلیسي مې زده وه او ددوۍ سره به مې د وکیل یا د مرستې د دفتر په کارونو کښې مرسته کوله او په لنډ وخت کښې ځیني ملګري لکه اقبال لالا، جاوید عثمان، امیرزاده ماما، احمدعلي او خانزاده د پښتونولۍ په کارونوکښې زمونږ سره اوږه په اوږه شو او په ځانګړي توګه اقبال لالا هر هغه کار ته چمتو وو څه به موچې ورته ورسپارل.

د فرانکفورټ د اتحادیې د ملګرو د لارې مې د المان د کولن د څانګې کبیرلعل (دکبیر ستوري په هغه وخت کښې تخلص لعل وو) ، قدوس تندر او انور ظفري په ډیره لږه موده کښې وپیژندل او دغه ملګری زما، سنګین وردګ، شاجهان، پاچا او رحیم ځدراڼ په واسطه د کوزې خوا د ملګرو سره پیژنګلوي پیدا کړه. په لمړی ځل زما د کبیر ستوري، چې زیاتره ملګرو به د کبیرماما او یا یوازې د ماما په نوم یادوو، سره اوږدېخبرې د پوهیدونکو په هاسټل (للیلېیه) کښې اوشوې او ددغې ورځې نه پس چې کبیر ماما به کله فرانکفورټ ته راغلو، ارو مرو به یې زما سره لیدل اوپه ساعتونو ، ساعتونو به زما سره د پښتنو په سیاست غږیدو- او کله چې به ریستوران ته لاړو زما د خوراک څښاک پیسې به یې ورکولې ، سره له دې چې ما کار کاوه او پیسې مې درلودلې، خو هغه به زه نه پرېښودلم ، چې خپلی پیسې ورکړم-

د میاشتو میاشتو د خبرو اترو او سیاسي بحثونو نه پس ځینې پوهه ملګري دې پاېلې (نتېجې) ته ورسیدل، چې د صنفی ډلې (د افغانی محصیلینو اتحادیې) نه یو جګ سیاسي پړاو ته تګ اړین دې او د کال نولس سوه شپږ اویا (۱۹۷۶) په لمړی سر کښې دغې موخې ته د رسیدو لپاره جرګې پیل شوې- په دغه جرګو او غونډو کښې چې کومو ملګرو په زیار سره برخه اخیسته د هغوۍ نومونه وو (امکان شته چې د ځینې ملګرو یا مشرانو نومونه زما په یاد نه وي، نو ددغې بخښنه غواړم): د فرانکفورټ ملګری: رحیم ځدران، نظام الدین، امیر زاده ماما، اقبال لالا، شاجهان، سنګین وردګ، پیرمحمد مومند، پاچا سیفی، جاوید عثمان، خانزاده، احمد علي، شمشیر مومند او زه- د کولن ښار ملګري: کبیر (ستوری) او قدوس تندر- میلمانه ملګري : محمد هاشم زماني د کونړ، فریدون او محمد خالق د سوات- بالاخره د ډیرو بحثونو، ستونزو او توپیرونو د حل کولو نه پس مونږ په دې بریالي شو، چې د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې بنسټ کښېږدو. د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې نوم د سوات د میلمنو فریدون او محمد خالق له خوا وړاندې شو او مونږ ټولوورسره ومنلواو زه د ټولنېعمومي منشي (جنرل سکرټري)، رحیم ځدران د نشریاتو د چارو مشر، کبیرستوری د کولتوري چارو مشراو اقبال لالا د مالي چارو د مشر په توګه وټاکل شول-

د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې کارونه او فعالیتونه ډیر په چټکتیا سره مخ په وړاندې روان وو او د المان په ډیرو نورو ښارونو کښې د ټولنې څانګې پرانستل شوې- زمونږغړي په ډیره تیزۍ سره زیاتیدل او د خلکو علاقه او مینه دپښتو او پښتونولۍ د سیاست سره ورځ په ورځ زیاتیده، خو ډیر غټ ګام مو په هغه وخت کښې پورته کړل، چې علي خان محسود(مسید) د کابل نه د شاجهان (ډاکتر شاه جهان د پېښور پوهنتون استاد)سره یو ځا ی زمونږ کور ته راغلل – علي خان محسود د بوټو(بهټو) د حکومت په وخت کښې په کابل کښې سیاسيکډوال وو او د اجمل خټک سره یې استوګنه لرله- کله چې ډاکتر شاجهان المان ته د کابل په لاره راستنیدو، علي خان محسود یې د اجمل خټک صیب په مشوره د ځان سره المان ته راوویستلو- علي خان محسود او افراسیاب خټک دپېښور پوهنتون هغه پوهیدونکي مشران وو، چې ما او نورو ډیرو ځوانانو نا لیدلي پیژندل- دوۍ دواړه ،نه یوازې د پوهنتون په ساحه کښې مشرتوب لرلو ، بلکه د ټول پښتون سټوډنټس فیډریشن لار ښودان هم وو- د علي خان محسود شتون د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې لپاره په کوزه پښتونخوا کښې د ملي عوامي ګوند (نیشنل عوامي پارټۍ ـ نیپ) او د پښتون سټوډنټس فیډریشن د مشرانولپاره د ژر پیژندنې او باور سبب شو او په المان کښې دده د شتون له امله مونږ ټول نور هم ډاډه شو-

بل اړخ ته محمدهاشم زماني او کبیرستوری د ښه لیکوالانو په توګه د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې په چوکاټ کښې د خپلو لیکنو او شعرونو له لارې د پښتواو پښتونولۍ غږ د ټولې پښتونخوا او اروپا ګوټ ګوټ ته ورسوو- هاشم زماني د کبیرستوري ماما وو او ټول وخت یې د کبیر ستوري سره تیر کړو-

مونږ په دغه وختونو کښې د یوې بلې ستونزې سره مخ وو او هغه مالي چارې وې او دا ځکه چې پښتانه په اسانه پیسو ورکولو ته غاړه نه ږدي- زمونږ ټول کارونه د جرګو مرکو سره سره د لیک لوست او خپرونو د لارې وو او دغه کارونه بې لګښته نه کېږي- خو د نیکه مرغه زمونږ د مالي چارو مشر اقبال لالا خپلې ټولې هڅې کولې ، چې زمونږ مالي ستونزې چېرته زمونږ د کارونو په لار کښې خنډ نه شی- ده نه یوازې د هر غړی دروازه ټکوله چې د هغوۍ نه د غړیتوب میاشتنۍ ونډه لاس ته راوړي او ورسره ورسره په مجلسونو کښې د ټولنې لپاره شربتونه خرڅ کړي،بلکه په ټولو غړو یې جبريکړه چې میاشتنۍ ونډه (حق العضویت) دخپل بانک د شمیرې نه د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې د بانک شمیرې ته راولېږي – د اقبال لالا زیار او کړنو زمونږ دغه ستونزه تر ډیرې اندازې حل کړه-

د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې پرمختګ ښه په ګړندي ډول روان وو- هر کال به په لویه جرګه کښې ټولو مشرانو خپل کلني راپورونه وړاندې کول او بیا به د ټولنې نوي مشران وټاکل شول- په ټوله پښتونخوا (لر او بر) کښې ټولو ملي مشرانو ته زمونږ د ټولنې هڅې فعالیت مالوم وو او ډیرو مشرانو زمونږ سره اړیکې لرلې او زمونږ سیاسي کارونو ته به یې په ډیره درنه سترګه کتل-

د نولس سوه اته اویاوم (۱۹۷۸) کال د مارچ د میاشتې په اخري ورځو کښې زه سوات ته د کابل له لاری په رخصتۍ لاړم- د المان ملګرو راته دنده راکړې وه، چې د اجمل خټک سره اووینم نو په کابل کښې د اجمل خټک سره د لیدنې لپاره د هغه کور ته ورغلم- کله چې څوکېدار هغه ته خبر ورکړو ،نو سمدستي راپسې د باندې راغلو او په خندا یې راته وویل « ما فکر کاوه، چې لیاقت وطنپال به لوړ، غټ او جګ سړې وي او ته خوبېخي وړوکې هلک یې»- د اجمل خټک سره ډیر کسان ناست وو، چې په هغوۍ کښې حاجی نادر خان اپریدې هم وو- زما سره ټولو ښه ټېنګه بړګړندۍ او ستړي مه شي وکړې- اجمل خټک زما نه هیله وکړو چې زه د هغه سره درې یا څلور ورځې تیرې کړم، ځکه چې زما سره یې څه ډیرې ضروری خبرې کول غوښتل، خو ما ورته معذرت اوکړو او ژمنه مې ورسره وکړه، چې له سوات نه په واپسۍ کښې به یو څو ورځی ورسره تیرې کړم- کله چې اجمل صیب پوه شو چې زه دده سره نه پاتې کېږم نو خپله ګیله یې څرګنده کړه- د اجمل خټک غټه نیوکه د کبیر (ستوري) په هغه کتاب وه، چې کبیر لعل د « ستوري» په پټ نوم نشر کړې وو- اجمل خټک لومړې دا فکر کاوه، چې ستورې زما پټ نوم دې ،خو ما ورته په ښکاره اوویل چې دغه زما نوم نه دې او زه یې هیڅ تاته نه ښایم چې ستوری څوک دې- په دغه کتاب کښې ډیرو ملګرو (علي خان، شاجهان، ما، رحیم ځدران، کبیر ماما او نورو چې ما ته یاد نه دي) مضمونونه، مقالې او شعرونه لېکلي وو ، چې په څرګند ډول د افغانستان د ټولواک دولت د خوښې شیان نه وو- اجمل خټک نه غوښتل چې د سردار داؤد خان په دولت دې زمونږ له اړخه سېده نیوکې وشي، ځکه چې دهغه د ساتنې او خوراک څښاک ټولي چارې د افغانستان د دولت له خوا پوره کېدې- ما ورته اوویل چې د هغه ټولې اندېښنې به زه ستوري ته ورسوم- ما ورته دا هم وویل چې زمونږ کوم کارونه چې ستاسو د حالاتو او سیاست سره سمون لری، نو تاسو کولای شئ، چې زمونږ سره خپله ملګرتیا څرګنده کړئ او که زمونږ ځینې کړنې تاسو ته کومې ستونزې يېښوي نو تاسو ویلاۍ شئ، چې دا زمونږ خلک نه دي، مونږ به ستا نه نه خپه کېږو- اجمل خټک راسره په دغه خبره قناعت وکړو-

ما شپه د نذیر ځاځي سره تیره کړه او سحر وختي د موټرو (والګا) اډې ته لاړم، چې ځان تورخم ته ورسوم، خو هلته چې ورغلم نو حاجي نادرخان اپریدی راته د موټر او نوکر سره په انتظار وو- زه ورسره په موټر کښې سپور شوم اوپه جلال اباد کښې د هغوۍ کور ته لاړو- حاجی صیب د غرمې په ډوډۍ کښې ښې ډیرې غوښی پخېکړې وې- د ډوډۍ خوړلو په دوران کښې حاجی صیب زما نه غوښتنه وکړه چې زه په پیښور کښې د افراسیاب خټک سره اووینم او کوښښ وکړم، چې د هغه او د ملي عوامي ګوند (نیپ) سره بیرته روغه راشي- حاجی صیب امادګي ښکاره کړه ،چې که افراسیاب غواړي، نو هغه به وکولای شي، چې د ملي عوامي ګوند مشران د افراسیاب ځای ته بوزي – حاجي صیب زه د خپل نوکر سره د هغه په موټر کښې تر پېښوره ورسولم- یوه اوونۍ پس د سوات نه پېښور ته د افراسیاب خټک سره د لیدنې په غرض راغلم او ډیرې هلې ځلې مې وکړې خو افراسیاب خټک مې ونه لیدلی شو او یا هغه نه غوښتل چې زما سره اووینی-

زه په سوات کښې په خپل کلی کښې ووم چې د افغانستان د اوویشتم اپریل ۱۹۷۸ کال د ثور پېښه د پاکستان د ټولو خبرونو سرلیک شوه، چې نور محمد تره کی او ببرک کارمل د پوځی کودتا له لاری د افغانستان د حکومت په نیولو بریالي شول- لدې امله چې مونږ په المان کښې د برې پښتونخوا د ملګرو سره ډیرې نژدې اړیکې لرلې او زمونږ دسیاست تمرکز په لره او بره پښتونخوا وو، نو ما د افغانستان د سیاست سره یوه انداز ه بلدی لرله اوځکه ددې جوګه ووم چې ددغې پېښې په باب د ډیرو خلکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړی شم-

د مۍ د میاشت په اخر کښې زما رخصتي پاې ته ورسیده او زه د کابل له لارې المان ته راستنیدم او دخپلې ژمنې پر بنسټ په اجمل خټک پسې ورغلم- اجمل صیب ډیر خوښ وو او د ګیلو په ځای یې زمونږ د سیاسی فعالیتونو ډیره ستاېنه کوله او د هغه سره ناست ټولو خلکو ته یې زه د ټولو مترقی پښتنو د مشرپه حیث وروپیژندم او ما هم زړې خبری و نه چېړلې-

د غوایي (ثور) د ۱۹۷۸ کال د پېښې وروسته :

د غوایي (ثور) ۱۹۷۸ کال پېښې د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې په سیاست ډیر ژر اغیزه کول پیل کړل- په ټولو جرګو، مرکو، غونډو او مجلسونو کښې دپښتو او پښتونولۍ خبری د انقلاب او غورځنګونو په خبرو بدلې شوې<spa

Leave A Reply