ګیلاني پیران / همایون دوست

0 425

اوږدوالي مخنیوی له وجې د جرړي بیخ نه راسپړم ، خو د پير ګیلانیانو په پیژندنه هیله ده دا څو کرښې بسنه وکړي. دوې خپله خټه په شیخ عبدالقادر ګیلاني یا غوث اعظم دستګیر باندی تپي .نوولسمي پیړۍ له پیله ، چیرته چی د ښکیلاک انګریز لاس وهل شوی، ورسره جوړه، دوی هم په جغرافیي ستراتیژکه سیمو کې استوګن شوی دي. ګیلانیان په لسګونو مذهبي څانګو ویشل شوی ، چې لنګرونه یي ظاهراً د طریقت خپرولو په پلمه د دجال ځالی او استخباراتی دندې تر سره کوی. زمونږ په هیواد کی د دوي دوه درګاه وي، چي یوه یی «حسبی» او بله «نسبی» ده په شرارت بوختې دې، حسبی طریقی پیروان لا د امیر دوست محمد خان په زمانه کې، کله چی د روسانو له خوا انګریزان په برتانیاوي هند کی د هرات له لوری د کواښ لاندي ؤ، د پیر سید سعدالله ګیلانی په مشری، د سوداګرو په جامه کی، د اسلام قلعه له لارې راننوتل، چې ورسته بیا د سردار یعقوب خان دربار ته په لار وموندولو سره یي، ان د خپلوالۍ اړیکه غوټه کړه. سردار یعقوب خان د امیر شیر علي خان په وړاندی یاغي شو، او د ګندمک د تړون عامل هم ؤ. دوي اوس قادریانو په نامه شهرت لري.
د «نسبی» طریقت خپرونکي شیخ سید حسن گیلانی مشهور په نقیب صاحب ګڼل کیږي ( «نقیب» روحاني لقب دي، چي د عثماني امپراتوری پلازمیني، قسطنطنیه نه د پیرانو مشر ته ډالۍ کیده).
سید حسن ګیلانی، په تنکۍ ځواني کې، انګریزانو د بغداد نه لندن ته بوته، دي لا د منځنی ښوونځی په زده کړو لګیا ؤ، چی د افغانستان او هندوستان (اوسنی پاکستان) د پولې په دواړو خوا، د تور او سپین غرونو او رغونو، په دښتو او کروندو کی، هغه د کراماتو او معجزو تودې اوازې تر هری حجری او چوتری پوری ښوري وري څپې وهلې؛ په دی وجی یي د ولسې وګړو د زړونو په تل کی ډوبه مینه تر لاسه کړی وه او په زرګونو کلیوالو په ځانګړی ډول خلجې کوچیانو ورته نادیده د مریدی غاړه ایښی وه.
د انګریزانو له پاره د پیرانو جوړول، او د دوي په مټ خپلو موخو ته رسیدل ښورا ارزانه او کامیابه طریقه وه، ځکه ذاتی د دوی مقام د نورو روحانیونو په پرتله لوړ او په اسانی سره د ساده ملایانو او عامه پرګنو اذهان برمټه کولو سره په سیاسی ډګر کی یی پریکنده لوبه لوبولي شوه؛ دوی د افغانانو په تاریخ کی په یوه چیغې سره لوي، لوي نظامونه ودان یا ویجاړ کړی دی (د پیر صابر شاه نه نیولي، چې د کندهار په لویه جرګه کې د احمد خان «احمد شاه بابا» په سر د غنمو واږي کیښود تر نورالمشایخ حضرت فضل عمر مجددي پوري چې د غازي امان خان اسلامي امارات یی دړي وړي کړه). د مذهبي اصولو سره سم پیران، د ژوند کومه کړنلاره چی خپلو مریدانو ته په ګوته کوی، هغوی اړ باسی ، چی لکه د تریاکو نشه یانو په څیر په ړندو سترګو په روان وی ، نو د دی کړنلاری په وسیله دوی د مریدانو په بطن کې د وجدان، ملتدوستي، هیواد پالنی او… انګیزه وژنې او په بدیل یی د هوس، شهوت، شیطان او قریش پرستي تخم کري.
کله چې افغان-انګلیس دویمی جګړی، پس منظر کی د افغان ولس په سینه ښکیلاګر ښامار داړی خښې او د دیورند خاپ راښکود او امیر عبدالرحمان خان د پیښور په دویم سفر کې ؤ، چې په وزیر باغ کې ګیلاني ورنه غوښتنه وکړه، چی ده ته اجازه ورکړی، چی افغانستان کې استوګن شي او اسلامي امارات تر بیرغ لاندی خپل ژوند ته ادامه ورکړی ، خو امیر د دا ډول اسلامپالو په موخو او مزاج ډیر ښه پوهیده او غوڅ منفعي ځواب یي رد کړ، خو وزسته بیا په ۱۹۰۵ کال کی په امیر حبیب الله خان د انګریزانو له خوا په یوی اقتصادی او سیاسي معامله کې وتپل شو.
دی بې ځنډه د خیبر دره په لار، د سلګونو مریدانو«مخبرانو» او چوپړیانو قافلي په سر کې په فیل سور، د طریقت خپرولو تر پوښښ لاندی، د ننګرهار سره‌ رود ولسوالی د چهار باغ په سیمه کې (چیرته چې د ۱۸۴۲م. کال افغان ـ انګلیس په شخړه کې د پینځه لس زره کسیزه ښکیلاکګرو ورستنې نیمچه ژوندې پرنګې (ډاکټر برایدون) درملنه شوی وه استوګن کیږی.
تاریخ شاهد دي، چې هند نیمي وچي ته په لومړي ځل لا په ۴۴هـ.ق. کال کې د مهلب بن ابي صفره له خوا د خیبر په دره تللي، اسلام سپیڅلي دین خپور شوی ؤ او په همدي لار ورسته سلطان محمود غزنوی د ګجرات ایالات په «سو» مندر کې د هندوانو نامتو بت «منات» په شپږو ټوټومات کړی ؤ، خو دا د انګریز په لاس جوړ شوی اسلام لومړني کاروان و، چې په زغرده بیرته په همدی لار یی د شرارت په موخه په شا راستون کړ.
د پیرانو لنډ مهاله رسالت ، د دیورند کرښې له وجه د انګریزانو په وړاندی د قبایلو پاریدلی خوسې سړول ، د جرمني هیواد سره د امیر حبیب الله خان اړیکي څارل او د اړتیا په صورت په افغانستان باندي انګلیس د بیا برید ته لار هوارول، او اوږد مهاله پلانونه یي، په هند باندی د روسانو احتمالی یرغل مخه ډب کول ؤ، نو ځکه ننګرهارـ کابل ـ کندوز کې میشت شول.
نقیب صاحب، وتوانید چي د استوګني له پیل څخه په شاهي درباریانو خپل رنګارنګ دمونه پوف او چوف کړي او د هغوی سره ډیري اړخیزي خپلوالۍ اړیکي تاو او پیچ کړی. خو هغه په څرګند سیاسې ډګر کې غازي امان الله غورزنګ سره خیانت وکړ چې په ضد یي د شینوارو اترخیل او سنګوخیل قومونو په پارولو کي فعاله ونډه ولوبله، کړني یي په تفصیل سره هغه مهال د سردار عنایت الله خان له خوا غازي امان الله خان ته راپور شوه، خو ورسته یي بیا د حبیب الله بچه سقاو اسلامي نظام ننګه هم ونه کړه او همده نادرشاه ته شاهي دستار په سرکړ.
په کال ۱۹۴۷ د پاکستان زیږد په درشل کې د ده ساه وښته او چارباغ کې خښ شو؛ د هغه نه د پیري لقب برسیره، په کرښې پرتو قبایلو کی په زرګونه مریدان، ننګرهار، لغمان، کابل او کندز… کی په زرګونه جریبه ځمکه او باغونه دوه زامنو ته «پیرسید علی گیلانی د (پیر سید اسحاق ګیلاني پلار) او پیر سید احمد ګیلانی ته په میراث پاتي شوه، چې دوي دواړو کې د مذهبي چارو تر سره کولو دومره شیمه نه وه څومره چې د عيش او نوش ډیر مینه وال ؤ، نو ځکه یی د مریدانو شمیر ورځ د بلي په کمیدو شوه. موده ورسته یي ( پیر سید علی گیلانی) د مستۍ تاوده تاو د بی خودی په نشه کې سکته وکړه او په میراث، پیر سید احمد ګیلانی خیټه واچواله.
پیر سید احمد ګیلانی ۱۹۳۱ کال کې د سره رود په والسوالۍ کې دنیا ته سترګي غړولي او د ابتدایه ښونځي ورسته په کابل کې د ابوحنیفه په لیسی کې په زده کړو بوخت ؤ، چې ۱۹۵۲ کال کی ( امیر حبیب الله د لور له خوا لمسۍ) «عادله جان» سره واده وکړ، په ۱۹۶۰ کال کی د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځې پای ته رسیدو ورسته، په عراق، مصر او عربستان کی لوړی اسلامې زده کړی وکړي. چې ورسته د تحصیله د ژوند لویه برخه غربی اروپا ته سفرونو کی وه، نو ځکه د پیری «غیبې» لقب هم درلود. دی د «قراقول پوتکو» لیږد (صادراتو) او «پیژو» «peugeot» موټرانو وارداتو او نندارتون رسمې سوداګری هم ؤ.
د ۱۳۵۷کال د ثور ۷ په بدلون کې د خلقیانو واک ته د رسیدو سره ده چټک د پاکستان په لور پښی سپکي او هلته د اي.ایس.اي له خوا د اسلام اباد په ګاردن رود او راولپنډی په مول رود کی لوړ بیه کورنه ورکړل شو.
خلقې واکدارانو یی د همدي کال د قوس په میاشت کې ځمکې په بیوزلو بزګرانو وویشلي او نوره شتمني، چې په هغه مهال د پینځو میلیونو ډالرو اوښته ، ضبط او بیت المال ته وسپارله. د خلقلیان کافر وګڼل او د نورو شپږو تنظیمو په څنګ کې، د هغوي په وړاندی «محاذ اسلامې» تنظیم جوړ او جهادي چاري مخته بوتلې.
په ۱۹۹۲ کال کې د دویمي سقاویه واک ته په رسیدو سره، ګر چې د مجاهدینو د رهبري شورا غړي ؤ، برهان الدین رباني سره د لانجو پس، د باندنیو چارو وزارت په ګډون ټول پستونه پریښودل او پاکستان ته ستون شو.
دی فطرتی غلي، تړم مزاجه او د سړیي سیني خاوند ؤ.
۲۰۱۲ کال د مي په میاشت کې، ښځه د وفات نه ورسته، دي هم د ژور خپګان په رنځ اخته کیږي، چې په ۲۱ د جنوری ۲۰۱۷ کال کې مری.
د ده نه پینځه اولاده، دوه زامن هر یو پیر سید حامد ګیلاني او پیر سید محمد ګیلاني او دري لوراني، بیګم فتانه ګیلاني، بیګم مریم ګیلاني او بیګم زرین ګیلاني پاتي دي، چي لوراني لا په کابل کې د ملالي لیسي زده کړیالي وی چي درباری ځوانانو سره د بدلمنۍ په داغ او پاکستان کې ای.ایس.ای مامورینو سره د نامشروع اړیکو د درلودلو سره ځانګړی شهرت درلود.

Leave A Reply