د نړیوال جنګ احتمال/ناصرخان شیرزی

0 339

د انسان په فطرت کې جنګ ، جګړې،ځان ښودنه،ځان غوښتنه،واک کول،زور لرل ، د زور ازمایښت او ډیر نور… نغښتي دي.

تیرې نړیوالې جګړې هم فقط د دغو خبرو لپاره شوی دی،چې په لکونو ککرۍ تر خاورو لاندې شوي.

داځل د جرمني جګړنه بلکي د امریکا او روس جګړه به پیښیږي، د نړۍ هیوادونه به د یو او بل ملاتړ وکړي او نړیوال جنګ به رامنځته شي،چې داځل به تر تیرو جګړو زیات قربانیان ولري،ځکه جنګي قوي اسلحې او اټومي اسلحې به وکاریږي.

د جنګ میدان:
تر ډیره احتمال دی چې دغه جګړه به سوریه یا افغانستان کې پیلیږي،د راپورونو لمخې ځینی کیمیاوي اسلحې د سوریې په جګړه کې کارول شوي هم دي.

ګټه:
جنګ هیڅ ګټه نلري،فقط انسان وژنه او د زور ازمایښت دی او د نړۍ نقشه به بدله شي، په لکونو خلک به تر خاورو لاندې شی ، انساني پرمختګونه به له منځه لاړشي ، اوسنی پرمختګ به دوه پیړۍ وروسته شاتګ وکړي.

حل لاره:
د سیمو هیوادونه او موجود ولسونه کولی شي ددغسي نړیوالو جګړو مخه ونیسي، کله چې ولسونه بیداره وي نو هلته د زور ازمایښت، په زوره واک او نور… څوک نشي کولی.

Leave A Reply