د ثور انقلاب په خلقیانوو تپل شو / ډاکترسیداحمد ماموند

0 558

 

د هر سیاسي ګوند دپاره د سیاسي واک تر لاسه کول یوه بنسټیزه مسله ده، چې د مختلفو لارو چارو څخه یې د لاسته راوړلو په لټه کې وي.د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند هم په ټولنه کې د پخوا څخه خپلې تر تیب کړې تګلارې د پلې کېدو په غرض دسیاسي واک د لاسته راوړلو په فکر کې وه، خو په هفه وخت او شرایطو کې لا د ټولنیز سیاسي انقلاب په فکر کې هیڅ نه ؤ ،یعنې دا چې د ۱۳۵۷ کال دغوایئ داومې نېټې انقلاب په خلقیانو باندې وتپل شو. په څه ډول اود چا له خوا پرې وتپل شو، خپل نظر په لنډه توګه وړاندې کوم.

د ثور انقلاب په خلقیانو باندې د پخواني شوروي اتحاد او پرچمیانو له خوا د دسیسو له لارې او د محمد داود خان د ناسنجول شوي او بې انډوله عمل په وجه وتپل شو. هغه په دې ډول چې :

۱— پخواني شوروي اتحاد ته د محمد داود خان د جنجالي سفر وروسته ، هغه دیوې خوا یو لوي شمېر پرچمیان چې هم یې د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ په کودتا کې او هم یې په حکومت کې پراخ ګډون درلود (اته وزیران ،۱۷ والیان ،۱۱۷ ولسوالان)، د واکونو څخه ګوښه کړل، او دبلې خوا یې مخ دشوروي څخه د لویدیځ ، سعودي عرب، پاکستان لورې ته واړوه،او دهغوې سره یې داړېکو د پراخولو هڅې پیل کړې . دغه دواړه کړنې شوروي ته دزغم وړ نه وې او دغچ اخېستنې په لټه کې شو. شورویانو دافغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند  دوو ډلوته (خلق او پرچم )، چې دغه وخت سره جلا او یو دبل ضد یې تېزه مبارزه کوله دیووالي دستور ورکړ.د خلق او پرچم ډلو دیووالي هڅې   ظا هرا د یو بې طرفه او خیرغوښتونکي خو په واقعیت کې دپرچم پټ غړي شامحمد دوست (د شوروي په پوځې تېري سره سمد ستي د بهرنیو چارو وزیر او دګوند د مرکزي کمېټې غړی شو) په منځګړیتوب دنورمحمد تره کي او ببرک کارمل د لیدنوکتنو په بر ابرولو سره پیل او په ا صطلاح دګوندي کنفرانس (د دغه کنفرانس غړي هیڅکله د یو چت لاندې نه ؤراټول شوي )له لارې سرته ورسید.دخلقي اړخ ډېر زیات کدرونه او په تېره بیا حفیظ اله امین په دغه یووالي خوښ نه ؤ،په دې چې دیوې خوا د پنځوس پنځوس سلنې له مخې دتشکیلاتو په جوړونه سلا عادلانه نه وه،ځکه چې پرچم اړخ دکمیت له پلوه د خلقي اړخ درېمه برخه لا هم نه ؤ.د بلې خوادپرچم په کړنو،موخو او ریښتینولئ هم شکمن وو .په همدغه وجه په وسله وال پوځ کې پوځي خلقیان د پرچم اړخ د ګوندیانو سره په سازماني او تشکیلاتي برخو کې یو ځای نه شول. دپرچم ډلې مشر ببرک کارمل د دغه یووالي په هکله د ګوند د جوړېدو شپا ړلسمې کلېزې  نما نځنغونډه کې داسې ویلي ((…..د یووالي کنفرانس( د ۱۳۵۶ کال دچنګاښ دولسمه) چې دهغه مهم او بنسټیز اصل دوسله وال پا څون سرته رسول او د داود دیکتاتور رژیم نسکورولو ضرورت ؤ،کامیابئ ته ورسید…..))۱ .همدا رنګه دغو ته ورته څرګندوني د داودخان د واکمنئ د نسکورولو په اړوند کارمل د شوروي په سفارت کې افغان ژورنالست شازمان ورېځ ستانزي ته کړې وې .کارمل دغه ژور نالست ته وایي ((هغه وخت رارسېدلی دی چې دغدار نادرد کرغېړنې کورنئ زوړ نظا م رانسکور شي. شازمان ورڅخه پوښتنه کوي چې ملګری کارمل څه وخت ؟ کارمل وایي صبر وکړه په دې میاشت کې یا وروسته.))۲ د ګوند دیووالي د موخو  په اړوند او د شوروي سفارت کې افغان ژور نالست ته د کارمل د دغو څرګندونو څخه ښکاره په ډاګه کېږي چې پرچم اړخ دشوروي ملاتړ په محاسبه په ګډه دمحمد داودخان څخه دغچ اخېستنې پلان درلود. خو خلقي اړخ بیا څه دګوندي یووالي په شرایطواو څه هم ددغه یووالي څخه مخکې وختونو کې نه یوازې دا چې د داود خان په ضد د کوم عمل پلان نه درلود، بلکې خلقیانو ته داسې لارښونه شوې وه چې که څوک د محمد داود خان د پرزولو په لټه کې شي، نو خلقیان به د ده د دولت څخه دفاع کوي ، او که د داودخان د حکومت له خوا په ګوند برید وشي، نو ګوند به د ځان څخه دفاع کوي. . د پرچم اړخ نه یواځې د خپل مشر ببرک کارمل په پورتنیو څرګندونو منکر او سترګې پټوي ، بلکې دا تبلیغات هم کوي چې ګواکې مونږ خو د داودخان ضد نه ؤاوانقلاب مو هم نه غوښته ، په داسې حال کې چې دشوروي په مټ دیارلس کاله د همدغه انقلاب د سیاسي واک په ګدئ کښېنول شوي ؤ او مشري یې کوله .

۲—-دیو کړی شوي یا واحد ګوند دخلقي اړخ څخه حفیظ اله امین او دپرچمې اړخ څخه میر اکبر خیبر د ببرک کارمل لوی سیاسي سیالان او دهغه د ما جراو مخه ډبکونکي وو،همدا رنکه هفوې دواړه د ملي توب (نا سیونا لېزم) په وجه د شورویانو دپاره د زغم او منلو وړ نه وو. په همدغه سبب هغوې دواړه د کارمل او شوروي څارګر دوزخي سازمان ک جې بې د غشي اصلي نښه وو. د ګوند او سیاسي ډګر څخه د دغو دواړو ملت پالو د لرې کولو څخه د شورویانواوببرک کارمل موخه دا وه چې کارمل په دغه ګوند او سیاست په ډګر کې مرکزي او اصلي لوبغاړی وي .حفیظ اله امین چې دګوند پوځي برخه خلقیان یې د پرچم ډلې سره یو ځا ی کړي نه ؤ،د کارملیانو او  کنجه کیانو (غلام دستګیر پنجشیري، زیري ، میثاق …)له خوا نوموړي ته د محمد داود  دکابینې د پلان وزیرعلی  احمد خرم په وژنه کې (د هغه وخت دولت رسمي دریځ داو چې نوموړی وزیر د بڼسټپالوډلو له خوا وژل شویدي .)  د لاس لرلو توطیه جوړه او هغه یې د ګوند څخه ایسته.په همدغه شپو ورځو کې د شوروي ک جې بې او ببرک کارمل په ګډې دسیسې سره میراکبر خیبر هم ووژل(ترور) شو. د خیبر په جنازه کې دګوند له خوا د وخت دولت ته دځواک ښکاره کونې او کارمل له خوا دپارونکې او ګواښونکې وینا په وجه د داودخان په امر د حکومت له خوا د افغانستان دخلکو دموکراتیک ګوند د مشر تابه یو شمېر غړي زنداني او هممهاله دسختو ګوزارونو او دمرګ ګوا ښنې پراخ تبلیغا ت هم ورسره پیل شول .په دغه حالاتو کې د ګوند څخه دحفیظ اله امین د ایستلو خبره پاتې او پلې نه شوه .د یادونې وړ ده  چې د کوند غړوته د ورته پېښو په تېره بیا د ګوند دمشرتابه زنداني کېدنې او ژوند ته ګواښ په صورت کې ،دهفوي د ژغورنې په خاطر لا په خوا داغېزمن ګام پورته کولو لار ښوونه شوې وه . ارواښاد حفیظ اله امین هم دهمغه لارښوونې په بنسټ دانقلاب قومانده ورکړه ، چې په پایله کې د محمد داودخان نظام ړنګ او دافغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند په مشرئ د افغانستان د خلکو دموکرا تیک نظام منځته راغی .د پام وړ دا هم ده چې پرچمي اړخ هم په دې خبر ؤ چې دګوند په مشرتابه د برید په صورت کې باید ګوندي پوځیان  لاس په کار شي ، چې نه شول .د پرچم دمشر تابه مهم کس سلطان علي کشتمند لیکي ((دګوند د مرکزي کمېټې دارالا نشا د غړو په توګه د نورمحمد تره کي ، ببرک کارمل، نوراحمد نور او شاولي تر منځ پخوا مشوره شوې وه، چې که چېرته د محمد داود رژیم  د افغانستان دخلکو دموکراتیک ګوند په ضد  سرکوبونکو کړنو ته لاس کړي او مشران یې ورته بندیان کړي،نو باید په ګوند پورې اړوند پوځیان  په پوځي پاڅون لاس پورې کړي ))۳.په عمل کې د پرچم اړخ د پوځي څانګې مسول نوراحمد نور چې بندي شوی هم نه ؤ د پرچم پوځي برخي ته  دپاڅون دستور ورنه کړ. په همدغه وجه پرچمي پوځیان د انقلاب د  ورځې تر ناوخته پورې ددولتي واکمنئ په دفاع کې ولاړ وو.

څرنګه چې پېښو د شوروي ا و کارمل دارادې اوپلان سره سمه وده ونه موندله،یعنې دا چې که څه هم میراکبر خیبر ووژل شو، خو د منځته راغلي حالت په وجه حفیظ اله امین نه یوازې دا چې د ګوند څخه ونه ایستل شو، بلکې دانقلاب دقوماندې او لارښوونې ویا ړ یې هم په برخه شو.د پېښو د دغه ډول پرمختیا څخه هم شورویان او هم کارملیان ناراضه او خوښ نه وو،ځکه خو شوروي سیاسي او څارګرې ادارې، کارملیانو او آن ځینو خلقي کړیو د انقلاب دپيل په درشل او هم بیا وروسته دخلقي واکمنئ د ناکامولو د پاره په ګډه دهيڅ ډول توطیو او دسیسو څخه ډ ډه ونه کړه.د وطن پلورنې او ملي خیا نت تر کچې مخته ولاړل ،او دشوروي یرغلګرو لښکروسره ګډ د هغوي په شوبلو (ټانکونو) سواره د مریا نو په توګه  هېواد ته رادننه کړی شول ،او دګوډاګیانو په څېر د سیاسي واک په ګدئ کښېنول شول.په دې توګه د ثور انقلاب په اقدام کې د هر لورې انګېزې مختلفې وې. د خلقیانو د پاره انګېزه ځان ژغورنه او ژوندي پاتې کېدل  ؤ،پرچم او شورویانو دپاره انګېزه د داودخان څخه غچ اخېستنه او واکمني ختمول، د شوروي ګټو تامینول او د کارمل مشرئ ته رسول وو.

په درناوي .

۱—سا لنامه افغانستان شماره های  ۴۵ و۴۶ صفحه ۵۷۹( دغرزي لایق د فیسبوک  څخه ۱۲-۱-۲۰۱۷ )

۲— دکتور شازمان ورېځ ستا نزی،رازها افشا مېګردد .پېښور ۱۹۹۹ کال . ۸ مخ

۳— سلطان علي کشتمند ،یاد داشت هاې سیاسي ورویداد هاې تاریخي جلد اول صفحه ۳۳۲ .

 

 

Leave A Reply