طالبانو وروستۍ تېروتنه هم وکړه

0 336

طالبانو تازه په درست هېواد کې د خندق په نامه خپل پسرلني عمليات اعلان کړي او له اعلان سره سم يې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی. 
پخوا به طالبانو د کال په پيل کې نوي عمليات اعلانول، خو دا ځل د دغه اعلان ځنډ ځينې هيلې راټوکولې وې چې ښايي طالبان پر سوله فکر کوي او تمه وه چې د سولې خبرو ته به غاړه کېږدي.
افغان حکومت څه موده وړاندې طالبانو ته د سولې داسې وړانديز وکړ چې په تېر يې کې ساری کم ليدل کېږي.

د سياسي ډلې په توګه د امارت منل، له جګړې د لاس په سر شويو طالبانو خونديتوب، له زندانونو د طالبانو خوشې کول او نور هغه څه و چې په دغه وړانديز کې نغښتل شوي وو.
وروسته امريکا او بېلابېلو نورو هېوادونو هم د دغه وړانديز ملاتړ وکړ او پر طالبانو يې غږ وکړ چې نور نو د جګړې لپاره پلمه نه ده پاتې، خو طالبانو تر اوږده ځنډ وروسته، د پسرلينو عملياتو په اعلانولو سره، د سولې دغه وړانديز هم په لغته وواهه.
طالبانو تر دې وړاندې هم په وار وار ټول هغه وړانديزونه رد کړي دي چې د سولې په اړه ورته شوي، خو دا وار وړانديز تر نورو بېل دی.
يو خو درسته نړۍ د حکومت په ملاتړ ولاړه ده، بل دا چې دا ځل ولس خبره کړې او له طالب څخه يې سوله غوښتې ده.

په هلمند، کابل، ننګرهار، بلخ، زابل، غزني، ميدان‌وردګ، پکتيا او نورو ډېرو ولايتونو کې د ولس د سولې په پار خېمې درولې دي او له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس واخلي.
دا ځل طالب د ولس دښمني ته ټټبر وډباوه او د جګړې پر دوام يې پرېکړه وکړه، خو د ولس دښمني د خدای دښمني دي.
د جګړې په تاريخ کې چې چا هم ولس ته په سپکه سترګه کتلي او مخ يې ځنې اړولی دی، بيا يې ښه ورځ نه ده ليدلې.
طالب حکومت يې هم ژوندی نه پرېږدي، په کلي کې يې د ولس دښمني ته لاس واچاوه، ژوند به چېرې کوي.

درست عمر خو هم د پاکستان په سرايونو او روزنځايونو کې په سپکاوي او در په دري کې نه تېرېږي. يوه ورځ خو به راځي، که د عادي کس په توګه را نه شي، پردی خو يې جګړې ته رالېږې، طالب به په جګړه کې چېرته سر پټوي.
تر اوسه خو چې طالب ژوندی پاتې و، په کلي کې ننوتی و، د ولس په مېلمستونونو کې پروت و، د همدې ولس ډوډۍ يې خوړه، په همدې کليو او بانډو کې يې جګړې کولې، خو اوس چې يې له ولس سره ډغرې ته زړه ښه کړ، کلی، جومات او حجره يې پر ځان ودرول، مجبوره دی غره ته پورت شي، طالب مار نه دی چې په غره کې خاورې وخوري. که يې حکومت و نه وژني، طالب به له لوږې او يخه مړ شي. که هيڅ و نه‌شي، طالب چې غره ته وخېژي، خلکو د شر رسولو ګراف يې ټيټېږي او چې شر يې کم شو، طالب طالب پاتې نه شو، بيا يې پاکستان، روس او نورو پردي ملاتړ ته زړه نه ښه کوي.

حکومت بايد نور جدي شي، دا د سولې په نامه پروژې او جلسې بندې کړي، نور نو خبره تر لمر روښانه شوه چې طالب د مرګ لپاره پيدا دی، يا بايد بل ووژني، يا ځان خپله ووژني او يا بايد ووژل شي.
د خندق عملياتو او د سولې له ولسي وړانديز څخه د طالب سرغړونې دا په ډاګه کړه چې طالب نه د ځان لپاره، نه د بل لپاره، تر مرګ هاخوا بل انتخاب نه لري.
نو ښه دا ده چې دغه انرژي ټوله د طالبانو په ځپلو ولګول شي. سوله په سوال نه راځي، طالب چې تر څه وخته مجبوره شوی نه وي، تر مرګ نه تېرېږي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply