په ښې حکومتولۍ کی د رسنیو ونډه (لمړۍ برخه)/ اسدالله ولی او یما هوتک           

0 797

                  افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا تر منځ په یوه ستراتیژیک موقیعت کي پروت دی، د تاریخ په اوږدو کې دا هیواد څو ځلې د نړۍ د زبرځواکو هیوادونو له خوا تر تیری لاندی راغلی او خلکویی بیرته د خپلواکۍ د اخیستلو لپاره ډیر کړاوونه ګاللی، او هر تیری کوونکی د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوی او بیرته شرمیدلی له هیواده شړل شوي. نو له دی امله د افغانستان د تاریخ لویه برخه له جنګ او جګړو څخه جوړ دی چی یا له تیری کوونکو څخه د آزادۍ اخسیتلو په موخه ترسره شوی او یا هم د واک د ترلاسه کولو لپاره خپلمنځۍ جګړی دي. له کومه وخته چی رسنۍ په هیواد کی دود شوی نو ددی جګړو په بهیر کی رسنیو هم خپل رغنده رول لوبولی او د جګړی هر لوری کوښښ کړی تر څو له رسنیو څخه خلکو ته د خپلو موخو د رسولو او ځان ته د خلکو د راجلبولو لپاره کار واخلي، چی دی کار دوی سره خپلو موخو ته په رسیدو کی ډيره مرسته کړی که تاریخ ولولو نو ډیر مثالونه یی موندلی شو لکه پر سردار محمد داود خان باندی د کودتا پر ورځ د کمونیستانو لومړنۍ هڅه داوه تر څو د افغانستان رادیو په ولکه کی واخلی او ژر تر ژره د خپل انقلاب خبر افغانانو ته ورسوی دوی پر دی پوهیدل چی که د رادیو له څپو دا خبر خپور شی نو نور بیا څوک ددوی په مقابل کی د مقاومت جرات نشی کولای.

د هیواد په تاريخ کی لمړنی اخبار د سراج الاخبار په نامه ۱۹۹۶ کال په نومبر میاشت کی په دری ژبه خپور شو، چی د شاه امان الله خان د پاچاهۍ په وخت کی خپریده، ورسته بیا یو څو شخصی اخبارونه هم خپاره شول. له دی پرمختګونو سره لمړنۍ رادیو په هیواد کی په ۱۹۲۵ کال کی په خپرونو پیل وکړ او تلویزونی خپرونی د لومړی ځل لپاره په ۱۹۷۹ کال کی دجاپان دولت په مرسته پیل شوی.

د لمړی ځل لپاره په ۱۹۶۴ کال کی د افغانستان اساسی قانون او په ۱۹۶۵کال د جولای په میاشت کی  د رسنیو قانون تصویبیدو رسنیو ته تر ډیره بریده دا موقع ورکړه چی په ازاده توګه فعایت وکړی، او افغان ژورنالیستانو له ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۷۳ پوری د بیان له آزادۍ څخه ښه خوند واخیست، له هغی وروسته د سردار محمد داود خان په حکومت کی رسنۍ د سخت کنترول لاندی راغلی او ژورنالیستانو نشو کولای چی په خپله خوښه هر څه خپاره کړی.

کله چی د داود خان حکومت نسکور شو او افغان کمونیستانو(خلقیانو او پرچمیانو) واک ترلاسه کړ نو رسنیو خپله خپلواکی له لاسه ورکړه او یواځی دولتی رسنۍ وی چی ددولت کړنی یی تر پوښښ لاندی راوستلی. د جهاد په دوران کی مجاهدینو هم تر یوی اندازی له رسنیو ګټه پورته کوله او د وړیو ویډویی کلیپونو په جوړولو او یا د چاپی رسنیو په خپرولو خپلو تنظیمونو ته د پیسو پیدا کولو او خپلو صفوفو ته د ځوانانو راجلبولو په موخه تري ګټه اخسیتله.

کله طالبان واک ته ورسیدل په ټولو تصویری رسنیو بندیز ولګید او په رسنیزه برخه کار کول ډیر محدود او تر کلکی څارنی لاندی وو، طالبانو ملی تلویزون بند کړ او خلکو ته اعلان وکړ چي دتلویزون کتل داسلامي لارښوونو له مخی ناروا دي او تلویزون کتل غیر قانوني عمل دی. دوی ښځي په رسنیو او په ټولو دولتي ادارو کی له کار کولو څخه منعه کړی، یوازی د شریعت غږ رادیو او ځنی چاپی رسنیو د طالبانو دامارت تر کلکی څارني لاندی فعالیت کاوو او یوازی ددوی لارښوونی یی خلکو ته رسولی او خلکو له دولتی چینلونو څخه یوازی سانسور شوی مالومات ترلاسه کول.

د طالبانو له سقوط څخه وروسته رسنیو په هیواد کی ډير چټک پرمختګ وکړ، افغان رسنیو دا وړتیا پیدا کړه تر څو د افغانانو غږ دولت او ټولی نړۍ ته ورسوي، شخصی رسنۍ له خلکو سره مرسته کوی تر څو د هیواد په ګوټ ګوټ کی د دولت له کړنو او فعالیتونو څخه خبر شي او ستونزی له دولت سره شریکي کړي.

په پوره یقین سره ویلای شو چي په تیرو ۱۷ کلونو کی په هیواد کی یو رسنیز انقلاب رامنځ ته شو، افغانستان په سیمه کی یو داسی هیواد وو چی نه چا غږ پورته کولای شو، نه آزادی وه، نه تلویزیون وو، نه عکس وو، نه انترنيټ وو او نه کومه مجله او اخبار وو، خو نن ورځ په افغانستان کی تقریباً۳۰  شخصی تلویزونونه له سلو زیاتی شخصی رادیوګانی او تقریباً ۲۵۰ چاپي رسنۍ فعالیت کوی او خبریالان کولای شی خپل نظریات ټولنی او دولت ته په ازادانه ډول پرته له کومی ویری څرګند کړی. په تیرو ۱۷کلو کی د رسنیو په هره برخه کی ډیر خبریالان او مسلکی کار کوونکی وروزل شول او دوی خلکو ته دلمړی لاس مالوماتو د رسولو لپاره ډیری قربانۍ ورکړی او د جګړي  لمړیو لیکو ته له امنیتی ځواکونو سره څنګ پر څنګ  ځی او له هغه ځایه ولس ته ریښتیني مالومات رسوي د چاودنو او بریدونو پرمحال دوی هم له لمړینو کسانو دی چي د پیښې ځای ته ځان رسوي او پیښو ته خبري پوښښ ورکوي، دولت هم ددوی غږ ته درناوی لری او تر خپله وسه کوښښ کوی تر څو دوی ته لازمی آسانتیاوی برابر کړي او ددوی ملاتړ او ساتنه کوي، خو بیا هم دوی ډيري قربانۍ ورکړی د زورواکانو، مخالیفینو او مافیایی کړیو له خوا زورول شوي، ګواښل شوی او حتی په مرموز ډول شهیدان شوی.

په هر هیواد کی رسنۍ د دولت او ولس ترمنځ د پل رول لوبوي او ولس او دولت سره نښلوي، او دا د ولس او دولت ترمنځ داړیکو یوه موثره او اساسی وسیله ده او ولس باید د اړتیا پروخت د رسنیو له لاری د دولت دکړنو په هکله مالومات ترلاسه کړي او پری وپوهیږي. د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته نړیوالی ټولنې او خپله افغانانو د رسنیو په برخه کی ډیره پانګونه وکړه، خو د رسنیو دغه چینلونه په ډیرو برخو کی اوس هم نیمګړتیاوی لری او په ډیرو پیښو کی خپل دنده په ښه توګه سرته نشی رسولای ترڅو د دولت پیغام خلکو ته په سمه توګه ورسوي. دولتی رسنۍ او رسنیزي ادارې په لاندي ډول دي:

د جمهور ریس رسنیز دفتر، د حکومت رسنیز مرکز، ملی رادیو تلویزیون او هره دولتی اداره خپله رسنیزه څانګه لري.

که مونږ وغواړو دولتی رسنۍ او رسنیزی اداری له شخصی رسنیو سره پرتله کړو نو د پرتلی وړ ندي ځکه دولتی رسنۍ او رسنیزی اداری ډيری کمی ځواب ویونکی دی او خلکو ته اړین نشی برابرولی. د دولت رسنیز استازی د رسنیو پرمخ ډیر لږ راښکاره کیږی او په ډيرو پیښو کی دوی رسنیزو بحثونو ته نه حاضریږي. په ټولنیزو رسنیو کی ولس ته ریښتینی پیغام نه رسوی، ددولت رسنیزی پاڼې فعالی ندي او وخت پر وخت نه نوی کیږي. په ډیرو پیښو کی یوازی یو مشخص کس له شخصی رسنیو سره د دولت په استازتوب غږیږي، ډیری دولتی ویاندویان او د رسنیزو برخو ډیر کارکوونکی یې په دواړه ملی او رسمي ژبو خبرې نشی کولای.

ملی تلویزیون د سردار محمد داود خان په وخت کی ددی لپاره جوړ شو تر څو د ولس او دولت ترمنځ اړیکو یوه وسیله وی او د دولت پیغامونه ولس ته ورسوي، پردی اداری ډيره پانګونه شوی او ډير پرمختللي امکانات او وسایل په لاس کې لري خو څومره چې ورڅخه تمه کیږي هغسې خپرونې نلري او د ولس اوسنیو غوښتنو ته ځواب نشی ویلای، د دوی ډيری خپرونې یوازی دولتی غونډو ته ځانګړې شوي چی هغی ته هم په سمه توګه پوښښ نشی ورکولای، ولایتي تلویزیونونه یوازی والیانو او امنیی قوماندانو ته ځانګړی شوی او یوازی دهغوی ورځنی کړنی خپروی.

دوی ته پکار ده خپلې خپرونې او پروګرامونه له اوسني عصر له غوښتنو سره سم تیار کړي او د ماشومانو، ځوانانو، او د ټولنی د هر قشر لپاره خپرونې برابر کړي تر څو لیدونکي ځان ته را جلب کړي، او د خپلو خپرونو محتوا کی سولي، امنیت او د دولت ملاتړ ته د خلکو راجلبولو موضوع ګانو ته لومړیتوب ورکړی، تر څو په ټولنه کی خپل موقف بیرته ترلاسه کړي او د ولس اعتماد راجلب کړي.

د جمهوری ریاست رسنیز دفتر یو کس انحصار کړی هغه هم په ټولنیزو رسنیو کی کله کله د ولسمشر ویناوی، موقف او نظرونه څرګندوی خو هغه هم په سمه توګه نشی څرګندولای او یوازی د هیواد په یوه رسمی ژبه خبرې او لیکل کولای شي، او لیکنی یی ډیری احساساتي وي، او ددي پرځای چی خلکو ته قناعت ورکړي خلک نور هم خفه کوي او له دولت څخه یی زړه تورن کوي. په تلویزیونی بحثونو کی ددولت له موقف څخه د دفاع لپاره ډیره برخه نه اخلي.

نو دولت ته پکار ده چي په ټولو دولتي رسنیزو برخو باندې له سره غور وکړي او د دوی پرګرامونه او خپرونې د دولت له سیاستونو او پالیسیو سره سمې جوړې کړي او دولتی ویاندویان باید ولس ته پروخت او ریښتینی مالومات ورکړی په دواړو رسمي ژبو حاکمیت ولري او ددی وړتیا ولري تر څو د دولت له موقف څخه په تلویزیونی بحثونو او ګردي میزونو کی دفاع وکړای شي.

نور بیا…………..

Leave A Reply