په ښې حکومتولۍ کی د رسنیو ونډه (وروستۍ برخه) /اسدالله ولی او یماهوتک

0 463

 

په تیر پسې………..

لکه څرنګه چی مو مخکې یادونه وکړه په هیواد کی د کلونو خونړۍ جګړې وروسته دنړۍ ډیرو هیوادونو هڅې پيل کړی تر څو افغانستان سرته مرسته وکړي چي په خپلو پښو ودریږی، دوی د هیواد سیاسي او ټولنیز بڼسټونه له سره ورغول. چي خپلواکې، بې طرفه، او د هیواد ملي ګټو ته ژمنې رسنۍ  یوه آزاد او دیموکراتیک هیواد له اړینو برخو څخه شمیرل کیږي، پدی شمیر او کیفیت خپلواکی رسنۍ چي مونږ یې اوس لرو د افغانستان په تاریخ کې یې سارې ندې لیدل شوي. د طالبانو د رژیم له پرځیدو وروسته د خپلواکو رسنیو سکتور د نړیوالې ټولنې په مرسته ډیر چټک پرمختګ وکړ، په ۲۰۰۷ زیږدیز کال د رسنیو قانون تصویب په هیواد کی د بیان آزادي نوره هم غښتلې کړه.

د ۲۰۰۱ کال راپدیخوا په هیواد کې د رسنیو بیلابیل ډولونه رامنځ ته شوې: لکه تلویزیونونه، رادیو ګانې، ورځپاڼې، مجلې، ويبپاڼی او نوری چي د هیواد په ګوټ ګوټ کی په ملي ژبو خبرونې لري. چي دی رسنیو له حکومت سره د ولس په عامه پوهاوی، دقانون تطبیق، د دولت له کارونو څخه ولس ته مالوماتو ورکولو، د ولس غږ تر دولت پورې رسولو، په دیموکراتیکو پروسو کې ونډه اخسیتو ته د خلکو هڅولو، د ملي امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ ته دخلکو په هڅولو او نورو ډیرو برخو کې د پام وړ مرسته کړې. ددې رسنیو زړورو خبریالانو تل هڅه کړی د جګړې له لومړۍ کرښې او د بریدونو او ځانمرګو حملو له ځایه د خپل سر په بیه کره او لومړي لاس مالومات ولس ته ورسوي، چي ښه بیلګه یې له بده مرغه په نږدی وخت کې د غوایې د لسمی نیټې خونړۍ پیښه وه.

له بلی خوا په هیواد کې ډیرې شخصي رسنۍ د ټولنې دبیلابیلو قشرونو لپاره د هغوی په ذوق برابر ښکلی، تفریحي او په زړه پورې پروګرامونه لري همدا علت دی چي اوس په هیواد کې د دولتي تلویزیون په پرتله شخصي رسنۍ ډیر لیدونکي لري او خلک پری ډیر باور لري. په لنډه توګه ویلای شو چي رسنۍ د ولس غږ دی او دا رسنۍ دي چي دولس غږ تر چارواکو رسوي، دولت او ولس سره نښلوی، ولس له یو بل سره نږدې کوي، او ولس له نړۍ سره آشنا کوي او هیواد نړۍ ته ورپیژني. کوم هیواد کې چي خپلواکي رسنۍ نه وی نو هلته فردي خپلواکي له منځه ځي او هیڅوک نشي کولای خپل غږ پورته کړي.

خو له دی ټولو ښګڼو سربیره ځیني شخصی رسنۍ نیمګړتیاوې او ستونزی هم لري، دبیلګې په ډول ځینې رسنۍ په خاصو تنظیمونو او اشخاصو پورې اړه لري چي دوی بیا د ملي مسایلو پرځای خپلو تنظیمي او شخصي ګټو ته کار کوي، ځیني رسنۍ بیا د خاصو کړیو له خوا تمویلیږي چي کومه خاصه پالیسي او معیاري برنامي نلري خو یوازی ژبنيو او قومي تعصباتو ته لمن وهي، ډیرې رسنۍ یوازی په یوه ملي ژبه خپرونې لري او د هیواد نورو ژبو ته پاملرنه نه کوي.

په ټولیزه توګه ویلای شو چی د هیواد رسنیو ځینو اړینو مسایلو ته چي هیواد ورته اوس ډیره اړتیا لري ډیره کمه او یا هيڅ پاملرنه نکوي، لکه د سولي په اړه آزاد بحثونه چي د هیواد له بیلابیلو سیمو د بیلابیلو قشرونو خلک په کی ګډون وکړي او خپل نظریات شریک کړي، د افراطیت او ناوړه دودونو سره میارزه او ددې په اړه ولس ته مالومات ورکول، ښوونېز او روزنیز پروګرامونه جوړول او خلک ښوونی او روزنې ته هڅول تر څو خپل اولادونه ښووڼځیو ته ولیږي، په ګردي میزونو او تلویزیونی بحثونو کی د سیاسي موضاعاتو تر څنګ نورو مسلکي، علمي او ټولینزو موضوعاتو ته ځای ورکول، او دې بحثونو ته  نوې څیرې او پوهه اشخاص دعوتول، او داسی نور ډیر اړین موضوعات دي چي نه پوهيږو ولي ورته تر اوسه ډیرو رسنیو پام ندی کړی، هیله د هیواد رسنۍ دی ډول موضوعاتو ته هم په خپلو پروګرامونو ځای ورکړي ترڅو د ولس په ویښتابه او پرمختګ کی ګټور تمام شي. او له رسنیو څخه د ټول ولس یوه اړینه غوښتنه داده چي باید د ملي امنیتي ځواکونو شهیدانو ته د وژل شوي لفظ استعمال نشي او د شهید سپیڅلې کلمه ورته وکارول شي څکه دوی خپل ځانونه زمونږ او ستاسې د ساتنې لپاره د پردیو غلامانو سره په جګړه کې قربانوی نو که مونږ دوی سره نوره مرسته نشو کولای دا خو مو په وس پوره ده چی دا یوه سپیڅلی کلمه ورته وکاروو.

په پای کې د شخصي رسنیو له څښنتانو او دولت څخه یوه هیله لرو او هغه دا چي زړور خبریالان دې چي تل کوښښ کوي د خپل سر په بیه له نشت امکاناتو سره ستاسو رسنیو او خپل ولس ته لومړي لاس او ریښتینی مالومات ورسوي نو هیله ددوی ژوند او مصئونیت ته هم تر خپله وسه پاملرنه وکړۍ او هر کله چی دوی د پیښې سیمې ته ځي نو هرومرو باید د دوی د ساتنې لپاره ورته اړین توکي برابر کړۍ، خبریالان باید بیمه ولري هم روغتیایي بیمه او هم د ژوند بیمه تر څو که خدای مکړه که دوی شهیدان کیږي نو ددوی له اولادونو سره لازمه مرسته وشي، او د دوی اولادونه وکولای شي خپلو درسونو ته دوام ورکړی او ژوند یی تضمین شي.

په آخر کي ټولو هغو خبریالانو ته چي د خپل ولس او هیواد د خدمت په لار کې شهیدان شوي له لویه خدایه  فردوس جنت، ټپیانو ته عاجله شفاء، او خپلوانو ته یی د زړه صبر غواړو.

د یوه خپلواک، پرمختللی او سوکاله افغانستان په هیله!

Leave A Reply