د برېښنایي تذکرو د کړکېچ تر شا سیاسي موخې / نصرت الله حقپال

0 356

ولسمشر اشرف غني د روان ۱۳۹۷کال د غويي پر ۱۳مه برېښنایي تذکره تر لاسه او په دې توګه یې رسماً د دغو تذکرو د وېش لړۍ پیل کړه. که څه هم چې دغه لړۍ تېر کال د سلواغې پر ۲۶مه د ولسمشر غني او لومړۍ مېرمنې په بایومټریک کېدو پیل شوه، خو د اجرايیه ریاست د مخالفت او نورو پټو دلایلو له مخې په ټپه ودرېده.

له پورته ګام سره سم، اجرايیه مشر عبدالله عبدالله او د جمعیت ګوند په شمول ډېری ناپښتنو قومي احزابو او سیاستوالو توند غبرګون وښوو او په برېښنایې تذکرو کې یې د ملت توري پر وړاندې د افغان له کلمې سره مخالفت وښوو او دغه کلمه یې په یو ځانګړي قوم پورې تړلې وبلله چې د ټولو قومونو د هویت ښکارندویي نه‌شي کولای.
برېښنایي پېژندپاڼه یا تذکره په معاصره نړۍ کې یو له معمولو او عادي مسالو څخه ده چې ډېری پرمختللي هېوادونه د خپل ولس د ښه او دقیق ثبت او شمېرنې، له هر ډول فساد سره د مبارزې، د جنایي او ترهګري جنایاتو د مخنیوي، په ټاکنو کې په روڼتیا او په ډېرو نورو مسایلو کې خورا مثبت نقش لري چې د همدې مبثتو او ګټورو موضوعاتو په نظر کې نیولو سره، دغه ډول پېژندپاڼو ته په نوره نړۍ کې لا ډېر پخوا مخه شوې ده.

که له ډېر وړاندې تاریخ څخه تیر شو، افغانستان د ۲۰۰۱ز کال او د سپټمبر له پېښې څخه بیا تر ننه پورې چې د امریکا او ناټو په مټ نوی حکومت رامنځ ته شوی دی او اوس یې دا دی ۱۷ کاله پوره شول، له ډول ډول امنیتي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او سیمه‌یزو کړکېچونو سره لاس و ګریوان دی چې د وتلو د لارې څرک یې هم نه تر سترګو کېږي. د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۷ز کال د راپور له مخې، په دغه کال کې د ۱۰۵۰۰ تنو په شا و خوا کې افغانان ټپي یا وژل شوي دي.

د ولسمشر اشرف غني په خبره چې په هرو دريو افغانانو کې، یو تن یې د شپې وږی ویده کېږي، خو «د غويي پر ۱۶مه» د افغانستان د احصایې مرکزي ادارې او اقتصاد وزارت اعلان وکړ چې د فقر او بې‌وزلي کچه ۵۴،۵ سلنې ته رسېدلې ده او د ولس تر نیمایي ډېره برخه د میاشتې تر ۲۰۶۰ افغانیو «۳۰ امریکایي ډالر» کم عاید لري. که څه هم چې دغه ارقام دقیق نه دي او د تايید په هکله یې شک او تردید ډېر زیات دی، ځکه چې د فقر او بې‌وزلي کچه تر دې ډېره لوړه ده چې حکومتي او غیر حکومتي ادارې یې په ګوته کوي. د راپورونو له مخې، یو څلورم «۴» بست چې کله اعلان شي، تر ۵۰۰ تنو پورې هم کله کله ځانونه ورته نوماندوي چې د ډېر لوړ او ژور فقر او بې‌وزلي لویه بېلګه ده.

په کور دننه سیاسي بې‌ثباتي او نفاق تر دې کچې لوړ شوی چې که د بهرنیانو وېره نه وي، هره شېبه د ملي یووالي د حکومت ړنګېدل یقیني خبره ده. په حکومت کې شامل او له حکومته بهر افغان مشران «له توپيره پرته چې کوم قوم او سمت پورې تړلي دي» په داسې یو فکري انحطاط او ګرداب کې را ګیر دي چې له خپلو شخصي او فامیلي ګټو او قدرت څخه بل هیڅ شی نه ویني او نه یې اوري. دغه رهبران د خپلو شخصي او کورنیو ګټو او قدرت په خاطر، له هرې ممکنې مشروع او نامشروع وسیلې او لارې چارې څخه کار اخلي او توجیه کوي یې.

په بریښنایي تذکرو کې د افغان کلمې او د قومیت لیکلو پر سر لانجه د پورته ادعاوو ستره بېلګه ده. هغه پښتانه مشران چې په تذکرو کې د افغان کلمې د شتون او د قومیت لیکلو پلوي کوي او وایي چې دا د ملي هویت ښکارندویي کوي، په حقیقت کې دوی ته دا مساله دومره مهمه خبره نه ده، بلکې غواړي چې له دې لارې خپل قدرت او اغېز په پښتنو کې ډېر کړي چې په راتلونکو ټاکنو کې بری او ملاتړ تر لاسه کړي، دوی له دغې مسالې د ټاکنیز کمپاین په توګه کار اخلي. که دوی رښتيا د پښتنو په غم کې وای، هره ورځ چې د پښتنو ولسونو وینې لکه اوبه داسې بهېږي، د هغو د درېدو رښتينې هڅه دې وکړي، هغوی ته دې د یوې مړۍ ډوډۍ د برابرولو ګامونه پورته کړي چې پاکستان، ایران او اروپایي هېوادونو ته د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره په خطرناکو لارو ځي او د دغو هېوادونو زندانونه ترې ډک دي.

هغه تاجک، هزاره او ازبک سیاستوال او مشران چې له افغان کلمې او د قوم له لیکلو سره مخالفت کوي او ښیي چې دا د دغو قومونو د هویت مسخ کول دي، په خپله ادعا کې صادق او رښتیني نه دي. دوی په واقعیت کې د تاجک، هزاره او ازبک په غم کې نه دي، دوی د خپل قدرت او نفوذ غم اخیستي دي. دغه مشران غواړي له دې مسالې د خپل قوم په منځ کې د ټاکنیز کمپاین په توګه کار واخلي او په راتلونکو ټاکنو کې پراخ قومي ملاتړ تر لاسه کړي او حتی یو له بل سره په سیالۍ کې دي چې کوم یو به یې ډېر په دې مسابقه کې مخ ته شي، خو که په همدغه وخت کې دوی ته له کوم لوري تر دې ستر امتیاز برابر شي، بیا به وګورې چې چوپه خوله شي او بیا به نه تاجک مطرح وي، نه هزاره، نه ازبک او نه هم د هویت مسخ.

له بده‌مرغه کومې شومې او ناوړه پایلې چې په برېښنایي تذکرو کې د افغان کلمې او د قوم لیکلو په سر د سیاستوالو او مشرانو ناوړه کړنو او ویناوو رامنځ ته کړې، ډېرې خطرناکې او جدي دي. عام ولس پر دې نه پوهېږي او یا کم پوهېږي چې د دوی مشران د برېښنایي تذکرو له مسالې څخه سیاسي استفاده کوي او خپل قدرت او ملاتړ ډېروي، نه دا چې د دوی په غم کې دي. په ولس کې د تعصب او تبعیض فضا دومره خپره شوې چې مېرمن او خاوند یې په خپلو کې سره دښمنان کړل، د هغوی ژوند یې تریخ کړی او حتا د جلاوالي تر کچې هم رسېدلي دي. په دولتي او نادولتي ادارو کې يې ډېر نږدې او صمیمي همکاران سره په اخ و ډب اچولي، چا یو اړخ نیولی او چا بل، څوک الف په حق ګڼي او څوک ب… په داسې حال کې چې دغه همکاران تر دې وړاندې کلک ملګري او دوستان وو.

د دې قضیې یوازې کورنۍ لوری نه دی، بهرنی اړخ هم لري. باخبره افراد او اشخاص پوهېږي چې د افغانستان مهم او استخبارتي مالومات لومړی امریکایانو ته ورکول کېږي، بیا هند، پاکستان، ایران او په اخېر کې که لازم وو، د حکومت مشرتابه ته ورکول کېږي. د برېښنایي تذکرو اصلي او مرکزي ډیټابیس کنټرول او مدیریت به د امریکایانو په لاس کې وي، هر ډول یې چې غوښتل کار به ترې اخلي. افغانان به یوازې د مامورانو او اجرایوي کسانو نقش لري، امریکايي استخبارات او سیاستوال به چې د هر افغان په اړه څه غوښتل هغه به کوي. که یې څوک نیول، زنداني کول، مالومات یې په اړه را جمع کول، ارتباطات یې ورته پیدا کول او… نو په ډېره اساني او له هر ډول مصرف او زحمته پرته به یې د برېښنایي تذکرو له ډیټابیس څخه تر لاسه کوي، څوک به ورته و وایي چې دا ولې؟

د پایلې په توګه، پر خپل مېړني ولس غږ کوم چې د برېښنایي تذکرو په مساله کې د سیاستوالو او رهبرانو د شومو پټو موخو ښکار نه‌شي او خپله ورورولي او خپلولي هیڅکله هم ټکنۍ نه کړي. پښتانه، تاجکان، ازبک، هزاره او… ټول سره وروڼه او یو بدن دي. برېښنایي تذکرې د یوې پېژندپاڼې په توګه وېشل یې کومه غټه خبره نه ده او باید زموږ د ولس د تفرقې او نفاق وسیله نه‌شي چې هغه وخت به بیا ښکیلاکګر په ډېره اساني زموږ ولس د خپلو شومو سیاسي او استخباراتي موخو د تحقق لپاره وکاروي چې هغه مو د دنیا او اخرت د زیان لامل کېږي.

 

Leave A Reply