په افغانستان کی د خلافت اسلامې خاته او پریواته/ همایون دوست

0 280

«په افغانستان کی د خلافت اسلامې خاته او پریواته»
یا « افغانستان نه د پیښور جلا کیدو اساسي محرک»

برخه/۲
د سید احمد بریلوی غورزنګ: د افغانستان ، هند او په ټوله کی د اسلام او نړۍ په تاریخ کی د نووښتونو، ازمایښتونو په درلودلو سره، ځانګړی ارزښت لری چې اړینه یی بولم، لږ په تفسیر سره یی ستاسو په خدمت کې وړاندی کړم. دا قضیه د پیچلتیا له بابته شا او خوا یونیم سل کاله ورسته، ان د پښتنو مشر فخر افغان له خوا ستایل شوی ده، چې لیکی « د هندوستان د هغه سر نه سید احمد بریلوي او اسمعیل شهید په پښتنو باندی ننګ او غیرت کوې، سکهانو د مقابلي له پاره پښتنو خاورې ته راځي، د هغه وخت د حکومت افغانستان له طرفه دده سره مرسته و نشوه بلکې د یارمحمد خان له خوا ورسره جګړه وشوه لکه دې چهار بیتې نه څرګندیږی:
روان شو یارمحمد سید اوباسي د پنچتاره٭٭٭سید له بری ورکړې الهي پروردیګاره
د پښتنو همدردي د سید صاحب سره وه».
مشر لیکی «…ده غوښتل، چې ملک کی شریعت نافذ کړي او شریعي قانون سره سم د خور او لور ولور بند کړي او په میراث کې هم ښځو له شرعي برخه ورکړي او ځیني غلط رسم او رواج اصلاح کړي، په خانانو او ملایانو د دی خبرو بد اثر وشو، د پښتنو او مسلمانانو په همدردانو یی د وهابي فتوا ولګوله، د بریلوی د ډلې ضد راپورته شول څه یې ووژل او څه یې په اباسین ور پورې ویستل ». ارواښاد فخري افغان له څرګندونو ښکاری چې، هغه مهال په لوړه کچه متفکرو هم په سیمه کې د لوبو تر شا لا د ښکیلاک لاس نه لیده، او نه پوهیدل چې دا د نیابتي جګړی او لوي لوبي پیلامه وه. ځکه هغه سید د امت غمخور ګڼي او پښتنو ته پیغور ورکوی چي « څومره د افسوس خبره ده چې سید صاحب د پښتنو په ښځو ننګ وکړو او بې ننګه پښتنو دوې سره ننګ وه نه کړو.»(زما جد و جهد).
اوس که موږ دا کاته نوولسمې پیړۍ له سر نه پیل کړو نو کیسه داسی وه چې، د فرانسې امپراتورې ورسته د خونړۍ او بریالۍ شخړۍ جوګه شوله، روسان اړباسي، چی په یوه ایتلاف کې د سمندر له لاری په هندوستان ودانګي او دغه طلایی مرغه د انګلیس له قفس نه ازاد او خپل قفس کې ایسار کړي.
د ۱۸۰۷م. جون کې فرانسی او روسی امپراتورانو «الکساندر» او« ناپیلون بوناپارت» د اوسنې کالنینګراد (روسی خاوره ده) ، په یوه غونډه کې مخامخ شول، نو الکساندر لا روغبړ کې ورته وویل، چې « ستا غوندی، زه ام د انګریزانو نه کرکه لرم، موږ چمتو یو په هره بڼه چی ته غواړی، د دوی په وړاندی ستا څنګ ته ودریږو » ؛ ناپیلیون په خندا وویل « داسې چې ده ، له تاسو سره سوله کوو ».
دوي د یو کال په ترڅ کې د جګړی له پاره اماده ګې ونیوله او تکل یی وکړ، چې انګریزان د هند په نیمی وچې کې وځپی؛ له بلی خوا انګریزی سمندری ځواکونه وتوانیدل چې، په ۱۸۰۸م. د مصر په ساحل، مدیدترانه بحیره او ارام سمندر کی د دوی پوځي بیړی ډوبی او د اوبو له خوا، خطر نه یی ځان بچ کړ.
ناپیلون او روسانو بله لار نه درلوده پرته له وچې، مجبور وو، د سکندر مقدونی په تللی لار ګامونه کیږیدی، نو ځکه یی مخکی له مخکی افغانستان ته مرکه چیان ولیږل، چی د وخت پادشاه زمان شاه هم د لاری په پرانیستلو کې ورسره همغږی وښوده.
لا تفصل په خاطر، ۱۷۸۶ کی، چې سیکهـ جګړه مارانو د لاهور په اوږد مهاله کلابندی کې په سخت مقاومت، افغان لښکریان ستړی او بی زغمه کړل ، (بې له ماتې) د تیمور شاه په سپارښتنه ځواکونه افغانستان ته ستانه شول، او سیکهـ مذهبی مشرانو اعتراف وکړ، چی د سیکهانو اداره نوره ګوروادر له وسه وتلي او واک یی باید خالصه ته وسپارل شي( «خالصه» یعنی «پاک»، چی ورسته ورنه، پاکستان جوړ شو، دا داوطلبه یو شمیر پوځې ډلې وی خپل دین نه د دفاع چاری سرته رسولي، دوی اوس هم فعال دی او په ۱۹۸۴م. د هند لومړی وزیری ایندرا ګاندی نه همدوی ډز پورته کړ).
د خالصه ډلو د پیړی په سر کې رنجیت سنګهـ مشر تابه ته غاړه کیښوده.«خالصتان» په نامه حکومت جوړ کړ.
مهاراج رنجیت سنګهـ ۱۷۷۰ – ۱۸۳۹م. واک ته په رسیدو سره د خپلې واکداری سیمي د پراخیدو په لټه کې شو، چې د هند «شرقی هند کمپني » سره دواړو خوا و ګټو له پاره ډیر واداره تړون لاس لیک کړ. په دی تړون کې دی د انګریزانو سره ژمن شو چې، دي به د هند جنوب خوا ته د سیمو لاندی کولو خیال له سرنه وباسي او مقابل لوری به د افغانستان خاوری او د نورو سیمو په لاندی کولو، له ده سره پوځي مرسته وکړی. انګریزانو همدم د ده په لښکرو کې د سمون او روزني له پاره ګڼشمیر ماهرین ځای په ځای کړل، چې ګوندي قرارداد اجیران وو او اوس تقاعد دي؛ له دوی نه څو تنو نومونه یادوم، چې تاریخ یی یاد ساتلې، د پلې سپاهانو په روزنه کې فرانسوی اصله جنرال «جان-باتیست وینتور» د د سپرو « جان ـ فرانسوا الار» او د توپچیانو «کلود-کورد» دوی په زیار سیکان په فرانسوی طریقه تنظیم او وروزل شول، چې له امله یی مهاراج د ۱۸۲۰ کال تر پایه ټول پنجاب او د افغانانو نه ملتان او کشمیر تر ولکې لاندی راوستل. انګریزانو: رنجبت سنګهـ سره مادی او معنوی ملاتړه برسیره ټولی پیښې په ډیر څیر څارلی او د هر بری یې لمانځه کوله. افغانستان کور دننه لګیدلي اور په تاو د دوی لیټۍ پخیدله او مهاراج یی نور هم په شا ټپاوه چی، د دی طلایی فرصت نه پوره ګټه پورته کړی په اټک واوړی د افغانانو خاوره کی وړاندی او ژور لاړ شی، ځکه چی دوی د هغه هره لاسته راوړنه، خپل راتلوونکی ښکار ګاڼه. پایله کی همدا وشول، چی سیک جنګیالې په اباسین پوریواتل په ۱۸۲۳م. کال کی د افغانستان لوی سوداګریز او کلتوری ښار پیښور ولکه کړ.
دی سره شرقي کمپنۍ په نړیواله کچه په بیساری خطرناکي طرحي لاس پوری کړ.
په دی مهال چې شرقي هند کمپنی د بریتانیا ستراتیژیکو ګټو اداری سره په همغږی، چین له پاره ۱۵۰۰ ټنه د میانمار (برما) او بنګال سوچه او باکیفیته اپینو(تریاک) پیټۍ ډکولې، او د تایوان او هانګ کانګ د اشغال پلان یی درلود، چې ورسته بیا په نړیوال تاریخ کې د «اپینو جګړه» په نامه یاده شوه او چینایانو همدا سیمې په کې د لاسه ووتي،(به دی اړوند به ځانګړی لیکنه وکړم) په عینې مهال یی د افغانستان په لور د ۱۵۰۰ تنو په شا او خوا کې د سوچه عرب نسبه تبلیغیانو په رالیږد پاګونه وکړه، چی د «بریلویانو تحریک» په نامه یاد شو ، پایله کې پيښور په ګډون پښتون خوا د افغانستان د حکومت له ولکې ووته. ګرچې دواړو کړنې غیر قانونې وی، خو بیا هم د برتانیای له حکومت له خوا یی هر اړخیزه ملاتړ اعلام شو. او د اپینو مقدار د چین په لور ۴۵۰۰ ټنو ته او په همدی مقدار یی د تبلیغیانو شمیر هم پورته کړ.
نور بیا…

Leave A Reply