په سیاست کې سجده سهوه نه‌شته

0 343

په سیاسي ډګرکې لوبېدل د زړورو انسانانو کار دی او ډارن سیاستوال هره ورځ خپل ملت یا کندې ته ور ټېل وهي او یا یې د بربادۍ پر پوله دروي. له ډېرو سره کېدای شي دا پوښتنه پیدا شوې وي چې ولې په افغانستان کې سیاستوال فکري ثبات نه لري او پر خپل پلان کړي سیاست باور نه‌شي کولای. پر ۳۰ میلیونه افغانانو سیاست کونکي د خپلو رامخې ته کړو پلانونو د عملي کولو خلاف خپله ډېره انرژي پر دې مصرفوي چې د کوم اړخ یا ټلوالې وټ د ده د څرېدو لپاره واښه او د کوم دسترخوان د ده لپاره غوړ دی.

له دې برېښي چې د دغو په نوم سیاستوالو تګلارې د عمل وړ نه دي او په خپله ډیزاین کړې کړنلاره کې ګټه نه ویني. په افغانستان کې د ډیموکراسي له برکته پر جګړه‌یزو تګلارو ولاړو ډلو په سیاست کې څڼې واچولې او یو شمېر نورو له پولو او پټیو را منډه کړه او د سیاست تاج یې پر سر کېښود. هر چا ته ځان باچا برېښیده او پر لوټه ختلي ته ځان د کشمیر لیدونکی ښکاره شو. سره له دې چې سیاست علم دی او خپل اصول او اخلاق لري، خو د افغانستان د وروستیو کلونو سیاستونو کې هر پوه او ناپوه د سیاست دوکان پرانیست او داسې بې‌اصوله او له اخلاقو خالي سودا ته یې مخه کړې چې نه ورته د خپل عزت او نه د نورو پر سر معامله ننګ برېښي.

د افغانستان د سیاست مارکېټ دومره لړلی دی چې نه پکې سیاستوالو ته اصول کښل شوي برېښي او نه هم د سیاسي اخلاقو په نوم څه په سترګو ورځي. درواغ او هره ورځ د اړخ بدلول د افغانستان د کاغذي سیاستوالو لپاره د ژاولو ژوول ښکاري چې په نن زمانه کې یې تر عامو مېرمنو ډېر د سیاستوالو د خولې مزه جوړه کړې. د سیاست ناولو ته په دغه ډګر کې تل خپل ځان سپک او بل سیال دروند ښکاري او د همدې باور پر اساس له هر ځوان او ناځوانه سره د جوال خوله نیسي. دلته په تېرو ۱۷کلونو کې دومره جوالونه له مردارو ډک شول چې د سیاست په ککړ میدان کې هر خاړپوڅي کوونکي ته پکې ځان له هره اړخ د هر جوال برخه‌وال حقدار برېښي او له هر پاک او ککړ سره کوړت کوړت ملي یووالی برېښي.

په تېرو ۱۷کلونو کې یو مهال له افغان حکومت سره تر ۱۲۰ ډېر ګوندونه د عدلیې په وزارت کې ثبت شول او ترڅلوېښتو پورې ټلوالې په دغه موده کې جوړې او ړنګې شوې. هیڅ ټلوالې د کاږه بنسټ او کږو موخو له کبله لږ تر لږه ۳ کاله پوره نه کړل او لکه د سرچوک کهنه فروشي هر ټګمار پکې په نابلدو مشتریانو خپل درواغ پلوري او یو شمېر نور یې د خلکو د جېبونو په وهلو پسې سرګردانه دي.

دوی ته په سیاست کې لوبېدل هم د سبزیو په منډه‌يي کې کار و بار ښکاري چې سهار یو څه واخله او ماښام یې په بل وپلوره. لکه څنګه چې په دغه مارکېټ کې سیال مهم نه وي چې له چا څه اخلې او په چا یې پلورې همدا ډول د افغانستان له یو شمېرو سمو او غرو را کوزو شویو ته هم هره معامله د هوټل پر مېز پراته خواړه ښکاري. په وروستیو ۱۷کلونو کې تر ټولو ډېرې ټلوالې او ټپلې د جمعیت مشرانو د خپلې بقا په موخه جوړې کړې او موخه یې دا وه او ده چې له دې او هغه اړخه یو څه تر لاسه کړي. د دوی هر مشر د ونډو د وهلو په تکل جلا جلا ډلې را منځ ته کړې چې د ورځې په یوه او د شپې پر بل دسترخوان سره پنډ وي. هم یې د حکومت په لمن پورې ځانونه ځړولي او هم یې د مخالف ډول ته ډنګ ورکړی. د دوی دا هڅې په خپل ذات کې د پخو سیاستوالو د الف او بې پر وړاندې دوی سیاسي ماتې او وېره ښيي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره خوله جینګېږي.

یوازې په وروستیو دریو میاشتو کې د عطا نور، دوستم، محقق، ظاهر قدیر او ورته نورو ناکامو سیاستوالو په ګډون دوه ټلوالې جوړې شوې چې پښې یې لا هم د انقرې او کابل تر منځ په هوا دي. د دغو ټلوالو له دریو لویو بدبختیو یوه دا ده چې هیڅ غاړه یې په خپل ځان د سیاست ګټلو باور نه لري او دومره وارخطا دي چې خپله جوړه ټلواله هم ورته د تورې نه برېښي. ورسره په خوا کې د دوی تېر تاریخ هم دومره مېړنی نه دی چې دوی دې پرې د ویاړ ټاپه ووهي او د ملت مخې ته دې يې را پورته کړي. په کور دننه د دوی تر منځ د یوه او بل پر دوستانو شک دوی اړ کړي چې د پخواني، پېښور، اسلام‌اباد، مکې شریفې، کولاب، دوشنبې او بن په څېر دا ځل په انقره کې یوه او بل ته قسمونه ورکړي او د نوې ټلوالې د شلېدلو پړيو د ټینګولو او د را منځ ته شویو سوړو د ګنډلو لپاره ګونډې کښېږدي. دوی پخپله پوهېږي چې د دې ولس د هر کور هر لوی او کوچنی له دوی څخه تر ستوني موړ دی او که یې نن وس پرې بر شي، ځای به يې یا کولاب او یا هم زندان وي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply