«په افغانستان کی د خلافت اسلامې خاته او پریواته» ۳ برخه/ همایون دوست

0 313
«په افغانستان کی د خلافت اسلامې خاته او پریواته»
یا « افغانستان نه د پیښور جلا کیدو اساسي محرک»
برخه/۳
شاه اسماعیل دهلیوی ترمخه له دې چي، سید حسن بریلوي تر سیوري روان شي، ده د «طریقت محمدی » تر نامه لاندی ٫امرالبلمعروف علیهی بلمنکر٬ یوه په وزن او سور برابره ډله غونډه کړی وه چې، هند مسلمانانو کې په سلګنو کلنو مروج شوی، هنودی دود، له ټولنیزو اړیکو چاڼیدو برسیره، کوتکو او لښتو په زور د تازه ټوکیدلی اروپایی رسم (تقلید) زرغونیدو ، او نورو ټولو (غیرعربی) عنعنو چی، ده (کفری) ګڼلې، مخنیوی وکړی. څرګنده ده چې، د جسمي زبیښ او ډنډو په مټ سمونپالنه، یوازی خلک له ځانه زړه توری او لری کول وو، د دی سلوک بدلون له پاره بریلوی پرته د تاوتریخوالی لار، «تبلیغ» مروجولو وړاندیز وکړ، ده نورو اخوندانو ته «تبلیغ» په تاریخي قدامت، ښیګڼیو او ارزښتونو ښه ړڼا واچوله، دوی پوه کړل، چی په دی طریقه کولای شي چی کراره، کراره ځوانان د مبارزی لوړ پړاو ته اوچت او د جهاد په لښکر کې ورګډ کړی.
شاه اسماعیل هم درک کړه چي، خپلو ارماننو ته د رسیدو بخت د بریلوی په ګام، قدم ایښودنه ده ، نو ژر یی د خپلو مریدانو په ګډون ورته بعیت وکړ.
دوی د مسیحی پادریانوغوندی په دلګیو جلا، جلا د خلکو پرګنو کې خواره واره تبلیغ ته مخه کړه.
دا د اسلام په تاریخ لومړنی مبلغین ګڼل کیږی، چی د «تبلیغ» په مټ پرته له غوسی د ټولني په سمون لاس پوری کړ، دوی تبلیغاتو کې انګریزی ښکیلاک په ستوغو نیوکو تکفیر راوه او مسلمانان مقابلی ته ورهڅول، په ټولنیز ژوندانه کې د خرافاتو ټولي بڼی (تعویز، نذر، کوډی، فال، جادو …) رټل، د سوتره توحیدی باورنو په بڼسټ یی د پیغمبرانو او اولیاءو قبرونو( زیارتونو) او دهغوی واریثینو ته سرټیټاوی، لاس په نامه ولاړی، لاسونه مچی کول یا نورعبادی اعمال حرام او شرک ګڼل، دوی په ټینګار خلک پوهول، چې خدای تعال او په هر څه اګاه دی، د مړو واسطه کول ورته ګناه ده. د لمانځني واجب یوزای او یوازی لوی او واحد پروردیګار دي.
د بریلوی په سپارښتنه، مبلیغینو تل د ټیټی بي وزلي طبقی وګړی تبلیغ ته رابلل او د نبوی شریعت په اصولو د عدالت، برابری او ورورګلوی شعار ورکاوه، دا وجه وه، چې ګڼشمیر ځوانانو ملا ور وتړله.
سیدحسن بریلوی شپږو کلنو جهادی شخړو کې، په پوځي تجربه سمبالیدو برسیره، مدینه منوره کې په لوړه کچه فقهی علوم زده او د نووښتونو متفکره څهره وه. دی په لنډه موده کې جوګه شو چی د «طریقت محمدی» ډله په تحریک « جمیعت مجاهدین» بدله کړی. دوی ریښتنی او خالص اسلامي شریعت ته مخه کول یواځی د مسلمانانو حیثیت د راستنوالو وسیله ګڼله، له دی پاره په سلګونو پیړیو لرغونې د خلفای راشیدینو پیر اسلامي ټولنی قوانینونو ټینګښت ته باید شاګرسې شوی وای، بله دا چې د دی ارمان ته رسیدو په خاطر نګه اسلامي ټولنه ته اړتیا وه ، نه هندوستان کې چې د هندو پڼډتانو، مسیحي پادریانو او سیکهـانو توله په درنده وه.
بریلویانو له پاره هر هغه، څه چې ورسته د خلفای راشیدینو نه د حدیث، تفسیر او یا مذهبی فرقې انشعاب (شیعه…) په بڼه را څرګند شوی یا دین کې نووښت راوستي ؤ،، او کوم څه چې اسلام ته د نورو دیننونه انتقال یا تقلید شوی ؤ، بدیعت او د منلو نه وو.
د دوی په ګومان د نګه شریعت پلی کولو له پاره ښه ده له کشمیرنه پیل شي، چې نظر کې درلوده، هغه ځای لومړی د سیکهـانو له ولکې ازاد، بیا خلک اصلاح او محمدی سوچه شریعت ته ایل کړی، ورپسی د هند نوری ولکه شوی سیمي، له سیکهانو او انګلیس له منګولو ازاد او تر هغه جهاد کاته روانه وساتې، چی ټول هند یی، شریعیتي اصولو ته غاړه ایښی نه وی.
په دی مهال ورسته د خونړیو اخ و ډب نه د انګلیس سرسخته دښمن امیر دوست محمد خان په کابل کې د واک په ګدۍ کیناست او د اسپنو ټولو کسبکارانو(اهنګرانو) نه یی غوښتنه وکړه، چئ واړو او غټو توپونو جوړولو ته مخه کړی. چې په مټ یی افغانستان بیرته راغونډ او دښمنانو سره یي حساب پاک کړی.
په عینې مهال انګلیس په دوه جبهو کې د لوی لوبی پیلامی له پاره د سنګر نیولو په موخه مورچلونو کندولو له پاره خپلی طرحې جوړ کړی .
د هند شرقی کمپنی د یوزرو پینځسوه(۱۵۰۰) ټنو خالصو اپینو یو امتحاني بارچې، چین په سوداګرو وپلوره او ورنه ښه پریمانه ګټه اوچته کړی وه، په کلکته کې لګیا وو د نورو څلورنیم زره (۴۵۰۰) ټنو له پاره پیټی ډکی کړی، چې ګواکی جاپان ته سوداګریز توکی لیږی، خو پلان داسی وو، چی په لاره کې به بیړی د تخنیکې ستونزی له کبله تایوان ټاپو ته وګرځی او پيټي نه، به تشه شي.
هند شرقی کمپنی د څار اداری په وړاندیز پریکړه وشوه، چی د افغانستان په لور دی هم په سر کې یوزرو پینځسوه(۱۵۰۰) ټکړه، ټکړه مبلغین امتحاني اماده او واستول شي، د یوی مودی ورسته نورو څلورنیم زره (۴۵۰۰) کسان او اوس له پاره دی د مسلمان سوداګرو په لاس، سیداحمد بریلوی سره مالیې او اکمالاتې امکاناتو بیړنی مرسته وشی، دي دی وهڅول شي، چې غټو ښارونه ته سفرونه ولری او جلب او جذب وکړی.
دی طرحې بهیر بریالې سر ته ورسیده ، د «جمعیت مجاهدینو» یو شمیر مشرانو په استدلال مخکې له دی نه چي، چیرته شریعت پلې کړی، دوی باید د اسلام نه د دفاع په خاطر یوه مظبوطه قلعه ولری، د دی له پاره افغانستان غرونه ښه دیوالونه دي، لنډ مهال کې د دوی تر منځ د «تاریخ شاه جهان و مغزن افغانی» او «میرات الافغانی» چی سل کاله مخکی د هغه مهاله لیکل شوی ؤ، په اګره ښار کې د نوی تاسیس شوی په مطبعه کې له سره چاپ شول، په هرو ۳۰ کسیزو ډلې یو، یو ټوک وویشل شو. دا کتابونو په افغان پیژندنه بحث کوی او د یهود سره یی وینه یوه ښایي.
د هند شرقی کمپنی نامتو څارګر الکساندر برنز، هڅه وکړه چې د دوی د قافلی ملګرتیا وکړی، خو د واکدارانو له خوا یي غوښتنه رد شوه. برنز هغه څارګر دی چی، «د بخارا سفر نامه» تر عنوان لاندی په دریو ټوکو کې نامتو اثر ولیکه او بریتانیا شاهي کورنۍ له خوا اته سوه پونډه انعام وګاټه، دي لومړنې رسمي استازی ؤ ، چی اروپا کې یی د پښتنو یهودی والی نظریه خپره کړه او د همده په وړانیز بیا ۵۰۰ یهودی کورنۍ په ۱۹۳۷م. له مشهد نه هرات ته ګډواله شولې.(۱۸۴۱م. په کابل کي ووژل شو). خاطرات یی ورسته له مرګه په ۱۸۴۸م. په لندن کې چاپ شو، که لاسرسی ورته لری، ډیر په زړه پوری دی (alexander_burnes_-_travels_into_bokhara_)
اړینه ده، چې یاده شی، ان د افغانستان کور دننه تربګنۍ او خپل منځې شخړو په مهال، سیکانو د افغانانو په وړاندی د مړاوی روحیی له کبله زړه نه ښه کاوه چې، پښتونخوا ته دننه شي، ورسته له وار، وار ناکامو هڅو او زیاره د برنډې او ویسکې په مټ انګریز څارګر وتوانیدل چی، رنجیت سنګهـ په ۱۸۲۳م. د اباسین په څپو راپوری باسی او پیښور په ولکه کړی (د پیښور واکدار سلطان طلایي ډارن، له نفسه کمزوري، اضافه تر سلو ښځي درلودی، او سیکهـانو په وړاندی کوم مقاومت ونه کړ، دي د پخواني پاچا ظاهر شاه د نیکه، نیکه ؤ ).
مهاراج رنجیت سنګهـ د پیښور له نیولو سره پراخه امپراتوری جوړه کړه، چی یو سر تبت او بل افغانستان پولو پوری ونښلاو، تر واک لاندی یی ۸۰٪ مسلمانان،۱۰٪ هندوان او ۱۰٪ سیکهـانو ژوند تیراوه، په خپل حکومت کې پښتنو ته غوښینه ونډه سپارلي وه، د دربار ژبه یی دری او ښځه یی پښتنه وه.
د ده امپراتوری د کمزوره کولو، او نورو لسګونو موخو په خاطر، د اسلام نه دفاع، هجرت او جهاد تر عنوان لاندی، په ۱۸۲۶م. کال کې، انګریزانو ازمایښتی، په اباسین ۱۵۰۰ کسیزه تکفیریان را ټیل وهل، دا زموږ په تاریخ کې لومړني د اسلامي افراطینو کاروان وو، چې سر چپه را روان شو او لا تر اوسه راروان دی، خو  خلاصی زنې نه شته.
نور بیا…
Leave A Reply