د انارو پنځه حيرانونکې ګټې

0 80

یو – انار اوه ګرامه فايبر لري، فايبر د قبضیت مخنیوی کوي، همدا راز د معدې او کولمو د روغتیا لپاره ګټه لري، د لويو کولمو د ناروغيو په مخنيوي کې ګټور ثابېتېدلای شي.

دوه– په انارو کې په پرېمانه کچه polifenol موجود دي، دا يو ډول غښتلي انتي اوکسيدان دي چې د ګڼو ناروغيو د پيل کېدو سره د رامنځته کېدونکي التهاب مخنیوی کوي.

درې– د انارو په اوبو کې پرېمانه ويټامين سي موجود دي چې د بدن دفاعي سيستم غښتلی کوي، د انارو په یوه ګيلاس اوبو کې د انسان د بدن د اړتیا وړ نيم ويټامين موجود دي( د ورځنۍ اړتيا).

څلور– انار د زړه د دوستې مېوې په نامه شهرت لري، انار د زړه د روغتيا لپاره بې سارې ګټې لري، د رګونو د بندېدو مخنيوی کوي، د وينې جريان ښه کوي او د رګونو د شخېدو مخنیوی کوي.

پنځه– ګڼو څېړنو ثابته کړې ده چې انار د نارینه و جنسي طاقت لوړوي، څېړنې ښيي هغه نارينه چې په منظم ډول روزانه انار خوري جنسي مقاومت يې له هغو لوړ وي چې انار نه خوري.

محمد فتحی - رنگ انار by mehrdad koma on SoundCloud - Hear the world's sounds

Leave A Reply

Your email address will not be published.