توبرکلوز؛ نښې او لاملونه یې څه دي!؟

ژباړه - رياض مقامزی

0 47

توبرکلوز یوه عفوني ناروغي ده، چې معمولا ځيګر تر اغېزې لاندې راولي؛ دا ناروغي د نورو عفوني ناروغيو په پرتله په نړۍ کې دویمه وژونکې ناروغي ده.
یوازې په “۲۰۱۵م” کال کې شاوخوا “۱،۸” میلیونه وګړو د همدې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او همدارنګه “۱۰،۰۴” میلیونه وګړي پر دې ناروغۍ اخته شوي وو. ددې ناروغۍ د قوي خطر له امله مو وغوښتل چې په دې لیکنه کې د همدې موضوع په اړه مفصلې خبرې درته ولرو.

سل ناروغي

په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې په ټوله نړۍ کې د توبرکلوز ناروغۍ پېښې په بې ساري توګه ډېرې شوې. په هغه وخت کې ددې ناروغۍ د درملنې او واکسین څرکونه نه لیدل کېدل نو ځکه خو يې ډېر وګړي ووژل. وروسته د روغتياپالانو پرله پسې هڅو نتیجه ورکړه. د توبرکلوز د درملنې په لارور چارو پوه شول او دا ناروغي یې کنټرول کړه.
ملګرو ملتوتو وړاندوینه کړې، چې تر “۲۰۲۵م” کال پورې به دغه ناروغي په بشپړه توګه له منځه لاړه شي.

د توبرکلوز په اړه ځينې حقیقتونه

د روغتيا نړېوال سازمان څېړنې ښيي، چې هر کال په ټوله نړۍ کې “۹” میلیونه وګړي پر سل ناروغۍ روږدي کېږي او له دې وګړو یوازې شاوخوا ۳ میلیونه تنه په روغتيايي مراکزو کې ثبت کېږي. له ۱۴ تر ۴۴ کلنۍ د ښځو د مړينې له درېيو اصلي لاملونو څخه یو هم د سل ناروغي ده.
د سل ناروغۍ عمده نښې چې ټوخی، تبه، د شپې له خوا خوله، د وزن کمښت او ځينې نور دي، کېدای شي تر مياشتو ـ مياشتو خفیف وي. پر دې ناروغۍ اخته کس کولای شي په کال کې له ۱۰ تر ۱۵ تنو نور هغه وګړي پر دې ناروغۍ اخته کړي، چې نږدې اړيکې ورسره لري. ددې اصلي لامل دا دی، چې د سل ناروغۍ بکتریاوې د هوا له لارې له یوه شخص څخه بل ته انتقاليدای شي.

د “سل” ډولونه

د توبرکلوز ناروغي دوه عمده ډولونه لری. یو ډول یې پټ او بل یې فعال وي.
پټ سل: په دې حالت کې باکتریاوې غیر فعال حالت لري. دغه ډول توبرکلوز هېڅ ډول علایم نه لري خو کېدای شي په فعال ډول بدل شي.
فعال سل: دغه ډول سل فعال وي او پرې اخته ناروغ کې ښکاره علایم لیدل کېږي. دغه ډول توبرکلوز نورو ته هم انتقالېږي.
ددې ناروغۍ د اخته کسانو له جملې د درېيو یوه برخه یې په پټ سل اخته وي. ۱۰% پټ سل د وخت په تېرېدو سره په ښکاره (فعال) توبرکلوز بدلېږي. پر دې ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ په هغو کسانو کې زیات وي، چې سیګريټ څکوي او یا هم د کمزوري دفاعي سیستم خاوندان وي.

 د توبرکلوز علتونه

د سل ناروغۍ اصلي علت د مایکوباکتریوم توبرکلوزیس باکتریا ده. پر دې ناروغۍ اخته کس کولای شي، د ټوخي، پرنجي، خندا او حتی د خبرو کولو له امله هم دغه باکتریا په هوا کې خپره کړي.
که څه هم دغه باکتریا خپرېدونکې ده خو که هڅه وشي مخنيوی یې کېدای شي. هغوی چې له ناروغ سره نږدې اړيکې لري تر نورو ډېر په خطر کې واقع دي.
اکثره هغه ناروغان چې تقریباً دوه اونۍ یې درملنه وشي نور نو ددې ناروغۍ د انتقال سبب نه کېږي.

هغه هېوادونه چې ددې ناروغۍ ډېری ناروغان په کې دي 

ـ افریقا؛ په ځانګړې توګه لویديځه افریقا او د افریقا د دښتې ځينې جنوبي هېوادونه هم په کې شاملېږي.
ـ په دویم مقام کې افغانستان ددې ناروغۍ مرکز بلل کېږي.
ـ د سویل ختيځې آسیا هېوادونه، چې په دوی کې د پاکستان، هندوستان، بنګلدېش او اندونیزیا نومونه یادولای شو.
ـ چين
ـ روسیه
ـ شمالی امریکا
د اقیانوس غربي هېوادونه چې ددوی له ډلې د فیلپين، کامبوج او ويتنام نومونه یادولای شو.

د توبرکلوز علایم

که څه هم پټ توبرکلوز هېڅ ډول علایم او نښې نه لري خو د فعال (ښکاره) توبرکلوز ځينې عمده علایم په دې ډول دي.
ـ ټوخی؛ کله ناکله له بلغم او وينې سره مل وي.
ـ تبه او لړزه
ـ ستړيا
ـ د وزن کمښت
ـ د اشتها ختمېدل (خوړه ته به مو هېڅ زړه نه کېږي.)
ـ د شپې له خوا خوله کېدل

Leave A Reply

Your email address will not be published.