کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

252

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال ډېر شوی نو اړین مو وګڼله چې نن ورځ یې په اړه یو نوې څېړنه درسره شریکه کړم.

د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د خوږو او کولا مشروبات ډېر استعمال په ځانګړي توګه په ښځو کې د کولمو او معدې د سرطان سبب کېږي.

که چېرته بالغې ښځې په ورځني ډول یو یا دوه خواږه مشروبات استعمال کړي نو په دوی د کولمو سرطان حمله کوي. نو که چېرته ښځې دغه عادت پرېږدي او د کافي او شېدې استعمال کړي نو د سرطان خطر یې ډېرېږي.

له څېړنې معلومه شوې چې هغه ښځې چې له دیارلسو تر اتلسو کلونو پورې کولا مشروبات کارولي وي نو په راتلوونکي یې د سرطان خطر ۳۲ سلنه لوړېږي او د پنځوس کلنۍ په عمر کې د معدې او کولمو په سرطان اخته کېږي.

نو هڅه وکړئ چې په دې ورځو او په راتلوونکې کې د یخو او کولا مشروباتو څخه ځان وساتئ ترڅو له یادو او نورو ناروغیو خوندي پاتئ.

Comments are closed.