هغه مېرمنې چې یخ مشروبات ډېر څکي د سینې په سرطان اخته کېدای شي

0 364

د روژې په ورځو کې چې ټول تندې پسې اخستي وي، نو مېرمنې هم په روژه ماتي یخو مشروباتو ته زور ورکړي، خو ډاکتران وایي، که مېرمنې له بازاري یخو مشروباتو ډ‌ډه وکړي ښه به وي. پر ځای یې دوی ته په کار دی، چې د لیمو، ګوړې او نور شربتونه وڅکي.
په کاناډا کې یوه ترسره شوې څېړنه په ډاګه کوي، هغه مېرمنې چې یوه اونۍ سر په سر یخ مشروبات وڅکي د سینې په سرطان یې د اخته کېدو امکان زیاتېږي.
څېړنه وړاندې وایي، غذایي مهالوېش د سینې په سرطان زیات اغېز لري او هغه مېرمنې چې یخ مشروبات زیات څکي باید ترې ډډه وکړي.

د څېړنې جزیات ښیي، که په اونۍ کې تر دریو ځلونو زیات یخ مشروبات وڅکل شي، نو دېرش سلنه په سینې سرطان د مېرمنو د اخته کېدا چانس لوړېږي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.