(زموږ د مځکې درېم حرکت(ستور پېژندنه

تازه ګل شینواری

0 286
لوستي مو دي چې زموږ مځکه دوه حرکتونه لري : پر خپل محور او د لمر ګردچاپېر څرخېدل .
خو ستورپېژندونکي وايي چې ځمکه کم تر کم د څرخېدلو ېو بل حرکت هم لري او هغه د شيدو لار ( Milky way ) کهکشان پر چاپېر د ټول شمسي نظام راچورلېدل دي .
ېانې همغسې چې سپوږمۍ تر مځکې راڅرخي ، مځکه تر لمر راڅرخي نو همغسې لمر هم ( سره د خپلو ټولو سېارو او د سېارو د سپوږمېو ) پر (شيدو لار) کهکشان راڅرخي .
او اوس په دې هکله ېو څو نور سرګرزونکي فاکتونه :
– سپوږمۍ په 27 ورځو شپو ، 7 ساعتونو ، 43.2 دقيقو کې د مځکې چاپېر ېوه څرخېدونکې دوره تر سره کوي …
– مځکه په 365 شپو ورځو او شپږ ساعتونو کې ېو ځل تر لمر راڅرخي …
او
– د دې لپاره چې شمسي نظام پر خپل کهکشان ( د شيدو لار ) پر مرکز چاپېره د راڅرخېدلو خپله بشپړه دوره پوره کړي نو باېد له 225 څخه تر 250 ميليون کاله مزل وکړي . په داسې حال کې چې د دغه نظام ( شمسي نظام ) چټکتېا په ساعت کې 828000 کيلو متره ( ېانې په ېوه ثانېه کې 230 کيلو متره ) ده .
نوټ :
زموږ د مځکې په شمول زموږ شمسي نظام او ټول هغه ستوري چې موږ ېې په اسمان کې په عادي سترګو ګورو ؛ دا ټول د (شيدو لار) کهکشان اړوند دی .
Leave A Reply

Your email address will not be published.