له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي

قدرت الله هېوادپال

263

د ټولنيزو شبکو په بادشاهئ او داسې زمانه کې چې چا درته وويل سپي دې غوږ يووړ نو هر يو سپي پسې ځغلي دا نه ګوري چې اول يې غوږ وړی که نه، او آیا دا غوږ يې زما وړ که د ګاونډي غوږ لپاره سپي پسې ځغلم.

يوه نوې څيړنه وايي چې هر کله چې خبرونه په دوامداره توګه نورو ته بيانيږي، نو د شخصي کيدو له يوه بدلونه تيريږي، چيرې چې هغه معلومات چې د بيانوونکي له طبعې سره برابر نه وي د بيانوونکي له تبصرو او معناوو سره مل کيږي او په عموم کې معلومات منفي اړخ خپلوي يا منفی لور ته تمايل کوي.

دا څيړنه ورسره دا هم وايي هر کله چې بيانوونکی نورو ته معلومات رسوي، نو دا فکر ورسره وي چې مقابل لوری لدې کم پوهيږي نو ځکه بايد هر وړاندې کيدونکي واقعيت سره ضميموي تشریحي معلومات او پس منظر هم ورکړي تر څو اوریدونکی پرې پوه شي. د دې ضميموي معلوماتو په برابرولو کې د دې پر ځای چې پر ټولو واقعيتونو اتکا وشي، يوازې هغه ټکي خوښيږي چې د بيانوونکي له نظر سره سم وي او ورسره د اوريدونکو پام جذبولو لپاره په منفي معلوماتو يا منفي اړخونو ته ډير پام کيږي.

په افهام او تفهيم کې يو تر ټولو مشهور موډل تبادلوي موډل دی، چيرې چې داسې انګيرل کيږي ويناوال خپله خبره په خپلو ټکو کې رانغاړي بیا اوريدونکی همدا ټکي د خپلې پوهې او فکر پر اساس معنا کوي، نو ځکه موږ په مفاهمه کې وايو چې ويناوال د خپلې وينا مسؤل دی نه دا چې اوریدونکي له دې وينا څه معنا اخلي يا يې څرنګه شاربي.

کيسې د بشري کلتور او ودې حياتي برخه ده، د نړۍ د هرې څنډې ولسونه خپلې ويناوې او دوديزه تربيوي کيسې لري چې د ماشومانو تربيې لپاره ترې وخت په وخت ګټه اخيستل کيږي، دا کيسې له چاپيريال او د کیسې بيانولو لامل له کبله عياريږي، يوه کیسه څو ډوله بیانيدلای يا معنا کيدلای شي، دلته د کیسې ريښتينوالي زيات د هغې تربيوي اړخ مهم وي.

خو پخوا چې به هر کله دا ماشوم ستر شو نو د رښتيا او درواغو په دې توپير به پوه وو، پوهيده چې ضرور نه ده هر کيسه دې رښتيا وي، ورسره پوهيده چې هغه نصحيتي کيسې وی او اصل مفهوم يې اخلاقی اصلاح وه نه دا چې هر کيسه دې ټکي په ټکي رښتيا وي.

ورسره پر دې پوهيده چې يو څوک ستر شي نو د کيسې او معلوماتو تر منځ بايد توپير وکړي، او معلومات بايد په خپل اصل سره ورسوي، خو د نن زمانې دا ستر ماشومان چې د ټولنيزې شبکو په چاپيریال کې ژوند کړي او دوامداره د نورو پاملرنه او لايکس غواړي، دا معلومات له خپلې خوښې سره عياروي، هر څومره چې معلومات له خپلې منبع يا لومړئ زيرمې څخه ليري کيږي همدومره د بیانوونکو لاسوهنه پکې ډيريږي، او هر بیانوونکی يې له خپلې طبعې سره چڼوي، لږه ډيره مصاله پکې له خپل ذوق سره ورګډوي، او پدې لاسوهنه کې عموماً منفي اړخ ډير حاکم وي.

blue red and green letters illustration

ټولنيزې شبکې دا ګډوډي او لاسوهنه غښتلې کوي

د همدې څيړنې له مخې، چې پر ۱۱۰۰۰ برخوالو د ۱۰ تجربو له مخې اجرا شوې وه، داسې انګيرل کيږي چې ويناوال د اوریدونکي قانع کولو لپاره د واقعيتونو پر ځای له خپلو نظرونو کار اخلي، په ځانګړي ډول په هغه صورتونو کې چيرې چې ويناوال فکر کوي له اوريدونکي پر موضوع ښه پوهيږي.

دا اغېزې بيا د ټولنيزو شبکو لخوا نوره هم غښتلی کيږي. د ټولنيزې شبکې تعقيبوونکي/ کاروونکي بیا د اصل محتوا لنک ته نه ځي، پر اړيکه نه کليک کوي، پخپله ځان نه په عذابوي چې ويناوال څومره رښتيا وايي، بلکه څه چې ويناوال شريک کړي وي هماغه د واقعيت په توګه قبلوي.

(موږ دلته پدې بله لیکنه کې آنلاين درواغو معلومولو پر لارو چارو غږيدلې يو: آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې)

دا لومړئ څيړنه نه ده چې دا ډول سلوک ته اشاره کوي، ټولنه په ځانګړي ډول د ټولنيزې شبکې کاروونکي ځانګړيو فکرونو ته تمايل کوي، او اکثره په هغه غونډو، ډلو، بحثونو او اړيکو کې برخه اخلي چې د دوی له فکر سره سم وي، هر هغه څه چې د دوی په تبعه برابر نه وي، هغه دروغ، چټيات او کوپر ګڼي.

يوازې رښتيا يې حل دی

د دا ډول ګډوډيو مخه نيول ستونزمن دي. په سياسي مداريتوب کې يوه اصطلاح ده چې که چيرې رښتيا ستونزمن وي او پټولای يې نه شئ، نو دومره درواغ خپاره کړئ چې له اصلو پکې لاره ورکه شي، يا لکه چې مشرانو به ويل تر څو چې رښتيا راځي درواغو به کلي وران کړې وي.

پدې زمانه کې چيرې چې کارکوونکی پوه دی، د ټولنيزو شبکو کارول يو حد پوهه او مهارت غواړي، چې له کبله يې له کارولو سره يو څه مسؤليت هم راځي، هر څوک بايد پوه شي چې څرنګه درواغ او رښتيا سره بيل کړي، او ورسره پدې پوه شي چې هر څه ستاسې لپاره نه دي، خپل کار سره کار لرئ، ضرور نه ده چې له طبابت نيولې تر سياست او له جاپانه تر مکسيکو پر هره موضوع خپل عالمانه نظر ورکړئ.

سره لدې چې ټول پوهيږي رښتيا ښه دي، خو رښتيا بيا هغسې د درواغو يا افواهاتو په څير خوندور او له مصالو ډک نه وي، د ټولنيزو شبکو په دې زمانه کې بايد ټول هڅه وکړو پر رښتيا ځان پوه کړو، هره خبره چې تاسې يې آنلاين لولئ آن که له ډيرو معتبرو خلکو او ادارو څخه هم وي بايد له دوه درې زيرمو يې وڅارئ، ځان باوري کړئ چې رښتيا دي او که چيرې نه غواړئ ځان دومره په عذاب کړئ نو لږ تر لږه يې نورو ته مه خپروئ.

هره هغه خبره چې له يوه ډيرو خلکو يا زيرمو تاسې ته رسيږي د ټکو له مخې يو بل سره فرق لري، آن محتوا يې هم ښايي بدله وي خو اصل يې بيا هم په ځای پاتې وي. ورسره دې ته هم وګورئ چې رښتيا د يوه نفر يا ادارې په ټيکه نه دي رسيدلي هر څوک چې بل چا ته يو خبر يا وينا رسوي بايد ورسره ووايي چې دا خبر پدا ډول وو او دا ورسره زما نظر دی.

د نن په زمانه کې چيرې چې هر څوک هر وخت کولای شي هر ډول معلوماتو ته لاسرسی ولري، دا عذر نه شي کيدای چې زه خبر نه وم، يا لدې وطنه څه نه جوړيږي بيا خبر خپور کړئ او ورسره خپل عالمانه نظر هم مل کړئ يا يو څه وليکئ بيا په پای کې ورسره کاپي ليکل شوي وي، هر هغه څه چې تاسې واياست تاسې يې مسؤل ياست او هر هغه څوک چې يې لولي هغې ته يې تاسې رسوئ، مهمه نه ده چې دا خبره وروسته رښتيا وي يا درواغ.

Comments are closed.