د نوي سمسونګ يو کمال هم دا دی

0 1,553

د سمسونګ ایس ۸ پلس په اړه مو مخکې درته مالومات خپاره کړل چې ډېر لوکس دی، ښکلی دی او مړه بس، خوند په‌کې دی.

خو د دې په اړه یې نن ولولئ که چا پټ کړ، ګټه هم ترې نه شي پورته کولای، ځکه د دې وړتیا لري چې د خپل مالک له څېرې تصویر واخلي، په حافظه کې یې وساتي او که یې اپشن فعال شي او بیا هماغه څېره و نه ویني، نه پرانیستل کېږي.

تر دې وړاندې یوازې فینګر پرنټ په سمارټ فونونو کې مروج و، خو دا اپشن به دې ته لاره هواره کړي چې دا ټلېفون ډېر خلک واخلي، خو دا چې غله ورته کومه حل لار لري او که نه، د پولیس او غله فلم یو ځل وګورئ.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.