ګلکسي‌‌نوټ ۸ بازار ته راغی، ليدلی مو دی؟

0 601

سمسونګ کمپنۍ بازار ته د خپل نوي ټلېفون ګلکسي‌نوټ ۸ وړاندې کولو اعلان وکړ.
کمپنۍ وايي، ټلېفون یې خورا خوندور جوړ کړی او په لیدو یې خلک پرې مينېږي. سمسونګ ډاډ ورکړی چې تر اپل ۸ وړاندې به یې ټلېفون په بازار کې وي.
په دې ټلېفون کې په مخکېنۍ کامرې سربېره، دا ځل د موبايل شا ته دوه کامري دي چې کولای شئ دواړه په بېلابېلو وختو کې وکاروئ.

همدا ډول یې ډیسپلې خوندوره جوړه شوې او ډول ډول فیچرونه هم په‌کې ځای شوي دي.

که څه هم پر ګلکسي۷ نیوکې وې چې بېټرۍ یې کمزورې جوړه شوې وه او ژر چوي، خو دا ځل سمسونګ وايي، د خپلې بېټرۍ په اړه تضمین ورکوي.
سمسونګ وايي، شاید د ټلېفون بیه یې ۹۰۰۰ امریکایي ډالره وي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply